د ویتنام جنګ


د ویتنام یا ” امریکایی جنګ” د ۱۹۵۹م نه تر ۱۹۷۵ م روان و. په دې کې یو خوا د شمالی ویتنام جنګیالي وو چې ملاتړ يې چین او روس کوو او بلې خوا جنوبي ویتنام پوځ و چې امریکه ورسره ولاړه وه. دغه جنګ کې شا و خوا ۳ میلینه انسانان ووژل شو.
له ۱۸ پېړې برطانیه، فرانس، هالینډ،بلجیم،جاپان،روس او چین د نورو ملکونو د نیولو لپاره سیالي کوله. فرانس په ۱۸۵۹ م کې د ویتنام په خاوره داخل شو او لږ وخت کې يې د دې لوی ښار “سایګون” بیا جنوب او مرکزي سیمه ” انام” ونیول. چین د دوی سره مقابلې ته ورودانګل خو په ۱۸۸۴ م کې فرانسې ورته ماتې ورکړه او د ” ټونکین” شمالي سیمه يې هم ترې واخیسته.
په ۱۸۸۷ م کې انام، ټونکین او د چین کوچین سیمې د فرانس مستمری وې. په ۱۸۹۳ م کې فرانسی د تهایلینډ سره جنګ نه وروسته کمبوډیا او لاوس هم ونیول. په ۱۹۳۷ م کې د چین او جاپان جنګ پېل شو. د چین جنوبي پوله د ویتنام سره شریکه وه او له هغه لار به چین ته وسلې او نور اکمالات ورتلل. په ۱۹۴۰ م کې جاپان د فرانسی نه غوښتنه وکړه چې د دوی پوځ ته د هغه سرحد د کنټرول اجازه ورکړي. دا غوښتنه رد شوه خو په دویم نړۍ وال جنګ کې جرمني په فرانس حمله وکړه نو په یو تړون کې فرانس د ویتنام په شمالي بندرګاه د جاپان ۶ زره پوځ ساتلو ته غاړه کیښوده. جاپان لوظنامه ماته کړه او د دې پوځ ویتنام ته ورننوتو.
بل خوا چین د ویتنام هغو ډلو مرسته شروع کړه چې فرانسی نه يې خپلواکي غوښتله. جاپان په ۱۹۴۵ م کې له ویتنام ووتلو نو د شمال یو مشر “هوچيمن” د خپلواکۍ لپاره له امریکه مرسته وغوښته. هوچيمین اشتراکي (کمیونزم) مفکوره لرله چې د روس او چین د اغیز نښه وه. امریکه په جنوب ختیځ ایشیا کې د دغه دوو ملکونو اغیز نه غوښتو. د فرانسویانو په ضد جنګ کې د “هوچیمین” بریالیتوب امریکه نوره هم اندیښمن کړه او په ویتنام کې يې د فرانسویانو پوځي مرسته پېل کړه. په ۱۹۵۴ م کې هوچيمین په یو لوی جنګ کې فرانسوي پوځ ته ماتې ورکړه نو بل کال په جینوا په یوه غونډه کې په ویتنام کې د انتخاباتو فیصله وشوه. د ۱۹۵۶م په دغو ټاکنو کې امریکه پلوي “انګوډن ډیام” بریالی شو او فرانسې د ویتنام د خپلواکۍ اعلان وکړو. شمالي ویتنام کې د هوچییمن او جنوبي ویت نام کې د “انګوډن ډیام” په مشرۍ حکومت جوړ شو. په مارچ ۱۹۵۹ م کې هوچیمین د خپل ملک د یو ځای کولو لپاره جنګ اعلان کړو. د ده ګوند “ملي خپلواکۍ جبهه” اوجنګیالي يې “ویتمین” نومیدل چې وروسته “ویت کانګ” بلل کیده. د امریکه صدرکینیډي د کمیونزم زور ماتولو لپاره جنوبی ویتنام ته مرسته نوره هم زیاته کړه. هغه سرکاري پوځ د روزلو او هلته د وسلو استولو پلان منظور کړو. په دسمبر ۱۹۶۱ م د امریکه پوځي مشاورین جنوبی ویتنام ته ورغلل او کال وروسته د دوی یوه بېړۍ په “تونکین خلیج” کې د جاسوسۍ لپاره ځای په ځای شوه.
په ۱۹۶۴ م کې په دغه بېړۍ د ویتمن له خوا په ټورپیډو کشتۍ حمله وشوه. امریکه د ټورپیډو د ړنګولو خبر ورکړو خو ۳ ورځې وروسته يې اعلان وکړو چې یو بل حمله کوونکي ټورپیډو دوی په سمندر کې تباه کړه. سمدلاسه کانګرس یو پریکړه لیک کې صدر جانسن ته اختیار ورکړو چې د جنګ د اعلان نه بغیر په سیمه کې پوځي عملیات کولې شي.
په ۲ مارچ ۱۹۶۵ م امریکایی الوتکو په شمالي ویتنام بمبارۍ پېل کړې. د دوی هدف به هوای اډې، حکومتي ودانۍ او کارخانې وې. له دغې ورځې امریکایی پوځ هم ویتنام ته ورننوتو چې مشر يې ” جنرل ویلیم ویسټمورلینډ ” و. دغه پوځ ویتکانګ ته په دوو سیمو کې ماتې ورکړه. ویت کانګ له دې وروسته په چریکي (ګوریلایی) جنګ لاس پورې کړ. دوی د جنوبي ویتنام په ځنګلونو کې د پټو ځایونو لړۍ جوړه کړې وه چې “هوچيمن ټرېل” نومیده. په یوځای به يې لومه (کوړکۍ) ایښې وه او چې پوځیانو به ورباندې پښه کیښوده نو هم هلته به بند شو. بیا نزدې پټ ویتکانګ به په هغوی لاسي بمونه وغورځول. امریکایانو په دغو پټځایونو بمبارۍ وکړې خو له منځه يې نشول وړی.
شمالی ویتنام سره چین او نورو اشتراکي ملکونو مرسته کوله چې د “لاوس” د لارې به ورتلل. امریکایانو په لاوس ۳ میلینه ټن بمونه وغورځول چې د سپلای سیسټم به پرې وځنډیدو خو بند نه شو. په ۱۹۶۸م کې د جنوبي ویتنام مرکز “هنوی” کې لوی عملیات پلان شو او ۶۰ ورځې په ځنګلونو بې څارې بمباریو کې په زرګونو ویتکانګ ووژل. د سایګون او “هویی” ښارونو نه خلک په تیښته شو.
د امریکه په بمباریو او د بې ګناه خلکو په وژنه د امریکه خلک ناارامه شول او د جنګ خلاف په مظاهرو را ووتل. دوی پخپل حکومت باور د لاسه ورکړو او د ۱۹۶۹ م په انتخاباتو کې رچرډ نکسن صدر شو. د هغه پالیسي دا وه چې د جنوبي ویتنام سرکاري پوځ دې پخپله دا جنګ وکړي. په ۱۹۶۹ م کې د شمالي ویتنام مشر هوچیمین مړ شو خو ویتکانګ خپله مبارزه جاري وساتله.
په ۱۹۷۰ م کې امریکه په کمبوډیا حمله وکړه. خو په ۱۹۷۱ م کې د “پینټاګون” د ځینو اسنادو لیک (بهر وتل) سره د ویتنام جګړې اصل مخ خلکو ته څرګند شو. تر ۱۹۷۳م په ویتنام کې د امریکه ۵ لکه پوځ کې ۲۰ في صد يې په اپیمو روږدې وو. په ۲۷ جنوری ۱۹۷۴ م په پېرس کې د جنګ د ختمولو لپاره یوه لوظنامه وشوه. د جنوبي ویتنام پوځیانو جنګ جاري وساتلو او د بري لپاره به يې امریکای پوځ نه مرسته غوښتله. تر مارچ د امریکه ټول جنګي پوځ ووتلو او لږ وخت لپاره ارامي شوه. خو د کال تر پای ویتکانګ بیا جنګ شروع کړو. په ۳۰ اپریل ۱۹۷۵ م د جنوبي ویتنام پوځ ویتکانګ ته تسلیم او د ملک د یو کولو کار پېل شو. دا د “سوشلسټ ریپبلک اوف ویتنام” اعلان شو او سایګون “هوچیمین” ښار ونومول شو. د جنوبي ویتنام امریکه پلوی مشر “انګو ډین ډایم” ته يې په نومبر ۱۹۶۳ م کې د مرګ سزا ورکړه.
په دغه جنګ کې د امریکه ۵۸ زرو نه زیات پوځیان مړه، یو نیم لک يې زخمیان او ۲۰۰۰ شا و خوا ورک شول. د جنوبي ویت نام ۲ لکه او ۳۰ زره پوځ ووژل شو. ۱۱ لکو نه زیات يې زخمیان شو. تر ټولو زیات تاوان د شمالی ویتنام ( ویتکانګ) وشو. د دوی ۱۱ لکه ۷۶ زره وګړي مړه او ورک شول. شا و خوا ۶ لکه خلک يې ټپیان وو. د چین ۱۴۴۶ پوځیان مړه او ۴۲۰۰ زخمي وو. د دې نه علاوه د روس، جنوبي کوریا، لاوس، استریلیا او د تهایلینډ پوځي او غیر پوځي کسان هم پکې مړه او زخمیان شول. د پوځ نه علاوه د جنوبي ویتنام ۱۶ لکه- د کمبوډیا ۸۱ زره- د شمالي ویت نام ۷ لکه او د لاوس ۵۰ زره عام ولس ووژل شو.
دا جنګ د کمیونزم (اشتراکي) او کیپیټلزم (سرمایه داری) مفکورو ټکر و چې یوه خوا چین، روس او نور کمیونسټ ملکونه وو او بلې خوا ته امریکه او د ده پلویان اسټریلیا، نیوزیلینډ، تهایلینډ وو. د فلپین، تهایلینډ او لاوس نه عام خلک د ویتکانګ په ملاتړ جنګ لپاره ورتلل. دا لومړی جنګ و چې راپورونه به يې په ټیلویژن خپریدل او هغه وخت د “پرکسي وار” (د پردیو جنګ) نوم وکارول شو. په ویتنام کې د ماتې خوړلو نه وروسته امریکه خپله جنګي پالیسي بدله کړه او په افغانستان کې د کمیونزم د ماتولو لپاره يې د پاکستان پوځ او آی-ایس-آی نه کار واخیستو.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *