د پیښور نه ۴۸ كيلومیټر لویدیځ کې سپینغر ۵ زره میټر لوړ لکه د یو دېوال ښکاري.
سپین غر یوه څنډه د خیبر درې په ختیځ کې لګي چې اوږدوالى يې شا و خوا ۱۸۰ كيلومیټر دی. یو ځای دا غر جنوب لوري ته ورتاو شي چې د کابل سیند کاسه او کرمه پخپلو کې سره بېلوي. بل خوا مخ په لوېديځ تر لوګر رسېږي او جنوبي څنډې يې لوګر او تېراه له ننګرهار بېلوي. دا ټول غر د زالغوزي او نختر په ګڼو ځنګلونو پټ و خو د تیرو ۵۰ کالو په جنګ کې دلته دومره لرګی ووهل شو چې اوس ټیټې برخې يې تورې دشتو په شکل ښکاري. د سپین غر په شمالي څوکو ونې نشته. خو د دې په درو کې چې زمکه نرمه وي کر کرونده کېږي او د انار، توت او د نورو میوو ونې پکې راشنه شي.
دا غر د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې طبعي پلې په توګه پروت دی. د دې تر ټولو لوړه څوکه “سیکرم” یا سیکارام له زمکې ۵ زره میټر لوړه ده. پېواړ د کرمې او آریوب درې تر منځ یوه تنګي ده او د پکتیا له کرمې جلا کوي. په ۱۸۷۸م کې د دویم افغان جنګ په وخت، برطانوي ځواک پېواړ دره ونیوله چې د سیکرم جنوب کې ده. دا کوتل پاړه چنار د پکتیا آریوب درې سره نښلوي او بل سر يې د هندو کش د یوې بلې سلسلې “شاندور” ته لاره کړې ده. یو برطانوي سروی کوونکی جورج بېټلي سکاټ هغه وخت سیکرم ته وروختلو چې ټول کال د حرارت درجه پکې د صفر نه ښکته وي.
د پیواړ په ښکته برخه کې څو واړه کلي دي چې پېواړ، علیزي، تری منګل او سپینه شګه نومېږي. د سپينغر ځينې درې هلته اوسیدونکو قامونو په نوم لکه مامند (مومند) دره او عبدالخېلو تنګى مشهور دي. کوټ دره اوهسکه مېنه د پخوانیو کلاګانو، څڅوبى، تبۍ او کڅونه، د چینو او ځړوبۍ شتون ښایی. پېښې تنګي، جو دره، غوښت دره، پچير او اګام، توره بوړه او ګوړوکو هم پخواني نومونه دي.
صفیه حلیم