په عربي کې “حركة الجهاد الإسلامي في فلسطين” شا و خوا ۴۰ کاله وشول چې القدس د اسرایل نه بیرته اخیستو لپاره وسله وال مبارزه کوي.
د مصر اخوان المسلمون چې یو شعار يې د فلسطین خاوره له اسرایل بیرته اخیستل وو. خو دوی په خپل هدف کې پاتې راغلل نو غړي يې مایوسه شول. په ۱۹۷۹ م کې د ايران د انقلاب سره فتح شقاقي او عبد العزيزعوده د اسلامي جهاد ډلې بنسټ کيښودو. دوی په سر کې د مصر له خاورې په اسرایل کې عمليات وکړل خو په ۱۹۸۱ م کې د انور سادات له قتل وروستو دمشق ته لاړل. د دوی نه بیل شوي فلسطیني غړو هغه وخت د ” فلسطین اسلامي جهاد ” ډله جوړه کړع چې په غزه او د اردن سیند لوېديځه غاړه الخليل (هېبرون) او جنين کې يې مرکزونه وو. د اسرايل مخالفت کې دا حماس او ۴ نورو ډلو ته ورته دي چې هغوی هم له اخوان المسلمون غړي وو. فلسطینی مشر ياسرعرفات چې په سیاسي توګه يې مبارزه کوله، د دغو جنګي ډلو د ماتولو هڅه وکړه خو په ولس کې يې ملاتړ موجود و. د فلسطین اسلامي جهاد د “اوسلو تړون” مخالفت کوي او د فلسطین په خاوره د دوو ملکونو شتون نه مني.
اسلامي جهاد تر ۱۹۸۷ م د لبنان له خاورې، په غزه کې جنګیدل. لبنان کې دوی د حزب الله ملاتړ هم ترلاسه کړو او ورسره نږدې اړيکې لری. د دوی دفترونه د تهران نه علاوه، خرطوم (سوډان) او بيروت کې وو. په ۱۹۸۹ م کې دا ډله دمشق ته لاړه او سوريه هم ورته پېسې ورکولې. په ۲۰۱۲ م کې د بشار الاسد پر ضد پاڅون نه وروسته، اسلامي جهاد دمشق پریښودو. د ۲۰۰۴م د غزې له جنګ وروسته دغه ډلې زور وموندلو او ايران ورسره خپله مرسته زیاته کړه. د دې جنګي څانګه “القدس بريګېډ ” نومېږي چې په اسرايل کې دننه څو ځانمرګي بريدونه يې کړي دي. دوی شا و خوا ۸۰۰۰ غړي لري چې ايران يې لوې سیاسي ملاتړ او مالي مرسته هم ورسره کوي.
لکه د حماس اسلامي جهاد هم د امريکې ارپاي اتحاديې جاپان او کینېډا له خوا ترهګره ډله اعلان شوې ده.
صفیه حلیم