د سازش ازادي


په ۱۷ اګست ۱۹۸۸م د چارشنبې ماځیګرد جنوبي پنجاب بهاولپور په اسمان یوه الوتکه تاو راتاو شوه او بیا مخ په ښکته پر زمکه پریوتو سره يې اور واخیستو. په امریکه کې جوړه دا سي-۱۳۰ د نړۍ تر ټولو خوندي پوځي الوتکه ګڼل کېږي چې پکې ناست ۳۱ کسان ټول ووژل شول.
هغه وخت په کابل کې ځینو خلکو دا د ازادۍ زیری وګڼلو ځکه په طیاره کې د پاکستان صدر جنرل ضیاءالحق او د افغان جهاد مشر جنرل اخترعبد الرحمن هم سپاره وو. ورسره د امریکه سفیر رافیل چې د افغان جهاد پالیسي جوړونکی و، پوځي اتاشی جنرل واسوم او د پاکستان پوځ د لوړ کچ افسران په بهاولپور کې د امریکه نه اخیستل شوي ټینکونو فعالیت له نندارې وروسته بیرته اسلام اباد ته روان و. د اور له کبله د مړو شناخت ګران و خو بیا هم د ضیاء مړی په پوره پوځي درناوي فیصل جومات سره خښ کری شو. د هغه په قبر به ۴ افغان مجاهدین ولاړ وو.
حکومت دا یوه حادثه وبلله خو ولس خبر و چې طیاره، ممکن روس، هند او امریکه یا افغانستان له خوا سبوتاژ شوی وي. د بهاولپور یو زمکه وال له خوا ډالۍ شوی، د امونو په پېټۍ کې د یو بم خبره هم کیده. ضیاء الحق شا و خوا ۱۱ کاله د اسلام په نوم د جبر، شکنجو او د خپلو سیاسي مخالفانو په قتلونو حکومت وکړو. په ملک کې د ده دشمنان ډېر وو خو د قتل شګون د “اوجړي کیمپ” په وسلتون کې هغه اور و چې څو میاشتې مخکې د اپریل په ۱۰ نېټه سهار د راولپنډۍ په خلکو د توغندو، بمونو او ګولیو ناتار جوړ کړو. ضیاءالحق هغه وخت اسلامی ملکونو سرمشریزي لپاره کویت کې و.
راولپنډۍ د انګریز له وخته پوځي مرکز او په ۱۹۴۰م کې له ښاره بهر په شاړه کې دغه وسله تون جوړ شوی و. شل کاله وروسته، د نوي پلازمینې اسلام اباد په څنډه دا ګودام حکومت ختم نه کړو. په ۱۹۷۹م کې د استخباراتو اداری آی ایس آی د افغان جهاد لپاره امریکایی وسله هم هلته د ساتلو فیصله وکړه.
د اوجړی کیمپ په پیښه کې د ۵۰۰۰ شا و خوا خلکو د وژنې او په زرګونو ټپیانو خبرحکومت پټ کړو. په افغانستان کې جهاد ضیاء الحق د خپل پایښت جنګ بللو او دا يې یوه حادثه وبلله.
په اوجړی کیمپ کې ۱۰ زره ټن بارود او وسله او د جنرل حمید ګل په قول، هغه وخت ۲۴۸ سټنګر پکې پراته وو. دا میزایل امریکه خاص د افغان مجاهدینو لپاره ورته ورکړي وو. د پاکستان یو جنرل خالد محمود عارف خپل کتاب کې لیکي چې د پیښې په سهار هلته کارکونکو له اوچت انبار نه یو بکس چې ۱۲۲ ملي میټر راکټ پکې پروت و، ښکته ورټیله کاو چې دا ولویدو او راکټ وشلیدو. خو راکټ هغه وخت ډز کوي چې بیل فیوز (توغونکی) ورته ولګي. پر زمکه لویدلی راکټ، په مصر کې جوړ او خپل فیوز يې دننه لرلو نوځکه وچاودیدو. جنرل حمید ګل وروسته په یو مرکه کې وویل چې د اوجړي کیمپ اور پخپله امریګه لګولی و. هغه نور وضاحت ورنکړو خو د امریکه د وسلو یوه الوتکه بې له نوبت په ۹ اپریل نیمه شپه پاکستان ته تللې وه. دغه وسله کیمپ ته اوړلو په وخت هلته یو ټایم بم يې کیښودو.
د آی ایس آی له خوا د وسلتون ورانولو امکان موجود و. پاکستان سټنګر توغندي په ایران خرڅول او د دې پلټنو لپاره د امریکه د دفاع وزارت (پینټاګون) یوه ډله اسلام اباد ته تلونکی وه. له هغوی وړاندې استخباراتو پخپله په وسلتون کې اور ولګاو. د هندوستان له خوا د تخریب خبره هم کیده. په ۲۰۱۲م کې یو امریکایی بروس ریډل خپل کتاب کې لیکي چې هغه ته د هند دوه پخوانو پوځي افسرانو وویل چې د دوی استخباراتو اداری (را) د کشمیري او سیک اورپکو د ملاتړ په بدل کې اوجړي کیمپ ویجاړ کړی و. د روسانو نوم خو هر په خله و ځکه په افغانستان کې ورته ډېره مرګ ژوبله اوختې وه.
وزیراعظم محمد خان جونیجو، د ضیاءالحق انتظار ونکړو او د پیښې د پلټنو لپاره يې دوه کمیټی جوړې کړې. د یو مشراسلم خټک او د بل جنرل عمران الله خان و. په اوجړی کیمپ کې د وسلو ساتلو فیصله د آی ایس آی مشر جنرل اخترعبد الرحمن کړې وه او د دې لپاره هغه د بل چا د مشورې پابند نه و. د اسلم خټک په رپورټ کې دا یوه حادثه او څلورو ټیټ رتبه ملازمانو ته د سزا ورکولو وویل شول. د دفاع وزیر رانا محمود اسلم خټک ته د جنرل اختر او حمید ګل نومونه واخیستل خو خټک د خپل رپورټ یو ټکی بدلولو ته تیار نه و. بیا هم رانا محمود په خپل راپور کې ټوله پړه په آی ایس ای او دواړو جنرالانو ته د سزا ورکولوغوښتنه وکړه. د می په پېل کې محمد خان جونیجو د کوریا په سفر تلو نه وړاندې دغه راپور ضیاء الحق ته وسپارلو چې بیرته راشي نو بیا به پرې خبرې وکړو.
په ۲۹ می محمد خان جونیجو د سفر نه بیرته راغلو نو د ده استقبال د ضیاء الحق په فرمان وشو. د ټولو صوبو او قامي اسمبلۍ معطل او د جونیجو ۳ کلن حکومت يې ړنګ کړل. د ضیاء الحق دلیل دا و چې جونیجو په ملک کې اسلامي نظام راوستلو کې ځنډ وکړو. د ده حکومت په فساد ( رشوت) او نا امنۍ په تور تورن او د اوجړی کیمپ پړه د جونیجو په حساب ولیکل شوه. خو حکومت په اپریل کې د جنیوا لوظنامه دستخط کری وه چې له افغانستان د روسي پوځونو د وتلو او د افغانستان د جهاد پای و.
د دفاع وزیر ډېر وروسته وویل چې د ضیاء تر ټولو نزدې ۴ جنرالان چې اخترعبد الرحمن يې په سر کې و د اوجړي پیښې عوامل نه خبر وو. د حکومت له برطرفه کیدو وروسته، آی ایس آی غړي د هغه په دفتر ننوتل او ټولې دوسیی او د ده بسته (بریف کیس) يې یوړل. وروسته هر څه يې بیرته راوړل خو په بسته کې د اوجړی کیمپ د پلټنو راپور يې ویستلی و.
له پیښې وروسته هم څو ورځې په ګودام کې د توغندو ډزې روانې وې او هلته تلل خطر لرلو ځکه ډېر توغندي که لږ چا خوځولی وای نو ممکن بله لویه چودنه شوی وای. امریکه د پاکولو لپاره د خپلو ماهرانو پیشکش وکړو خو لګښت يې له پاکستان غوښتو او دا چې د پنډۍ او اسلام اباد خلک به د ۶ میاشتو لپاره کورونه پريږدي. ضیاء دا نه منل او د پوځ د انجینیرۍ د څانګې مشر، میجرجنرل جاوید ناصر ته د ګودام د پاکولو کاروسپارل شو. د ضیاء مخالف سیاستدانانو په ډاګه ویل چې د اوجړي کیمپ اور په لوی لاس لګول شوی و او د سټنګر له منځه وړلو امر د ضیاء الحق نه علاوه بل چا نشو ورکولې.
د بهاولپور له پیښې یوه اوونۍ وروسته، د ضیا معاون جنرل بیګ، پوځي افسرانو ته په خطاب کې د طیارې لویدل سازش وبللو. د روس له خوا پاکستان ته د ګواښونو خبره يې کوله خو په دغه سازش يې تورن نه کړو. دا يې وویل چې سازش بهرنی خو ملاتړ په کور کې دننه و. د پوځ یو پخواني جنرل محمد یوسف په خپل کتاب کې د نرو ګیس”(هغه ګیس چې اعصاب شل کړي) ذکر کوي او د سازش ریښې پخواني شوروي اتحاد خوا ته ځغلوي. په امریکه چا شک نه کاو ځکه د هغوی یو تکړه ډپلوماټ رافیل پکې وژل شوی و. جنرل حمید ګل هم دا د امریکه سازش ګڼلو خو د آی ایس آی نا اهلي ته يې پام نه و. د ضیاء زوی اعجازالحق ویل چې پلار يې د خطر له کبله بهر ملکونو ته نه تلو. بهاولپور ته هم د ده د سفر اړتیا نه وه خو یو نزدې ملګري ورته قناعت ورکړو. د جنرل اخترعبد الرحمن زوی همایون اخترویل چې پلار يې هغو خلکو وژلی و چې وروسته بې نظیربهټو يې ووژله. خلک پوهېږي چې د جنیوا له تړون وروسته، په افغانستان کې جهاد پای ته ورسیدو، روسان ووتل او په پاکستان کې د ضیاء حاجت پاتې نه شو. دا د هر ډکټاټور لپاره د عبرت مقام دی.
صفیه حلیم
1. The Bear Trap: Afghanistan’s Untold Story. Mohammed Yousaf 1992
3. Avoiding Armageddon: America, India, and Pakistan to the Brink and Back Bruce O. Riedel. Brookings Focus Book. 2013

4. Working with Zia: Pakistan Power Politics, 1977-78. Khalid Mahmud Arif. OUP Pakistan. 1995.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *