د ۴۰ ستنو یا چلستون په نوم اصفهان کې د قاچار سلطنت یو پخوانی محل هم شته. خو نه پکې دومره ستنې جوړې دي او نه د کابل چلستون د خپل نوم سره سمون خوري. ښایی د یو پخوانۍ لوی ماڼۍ دغه نوم وروسته هر ځای عام شو.
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې کابل چارده په جنوب ختیځ کې د کوه دامان د غره یوه غونډۍ د امیرعبد الرحمن په امر د ماڼې لپاره وټاکل شوه. دا غونډۍ د “هندکي” په نوم مشهوره او د نزدې کابل سیند له کبله داسې اندازه ده چې پخوا هم ورباندې یوه کلا یا ماڼۍ موجود و.
هغه وخت یوه ماڼۍ په بلخ کې “جهان نما” نومیده او د امیرعبد الرحمن د کابل ماڼۍ هم په هغه ډیزاین جوړول غوښته چې جهان نما ونومول شوه. د دې د بنسټ پر تخته ۱۸۸۸ م (۱۲۹۷ش) لیکلي دي چې د امیر د واک اتم کال و. هغه وخت د ماڼیو د جوړښت لپاره اروپایی مهندسانو خدمات اخیستل کیده او شهزاده حبیب الله د ” باغ دلکشا” اوسني ارګ او د جهان نما لپاره په اطالوي او فرانسوي انجینیرانو نقشې جوړولې.
په پام کې وه چې امیرعبدالرحمن به د جهان نما د بنسټ تیږه ږدي خو هغه ته موقع پیدا نشوه. دغه ماڼۍ دېوالونه په ډبرو او خښتو جوړ شول. په چتونو کې يې سیمنټ او اوسپنې سیخونه ولګیدل چې هغه وخت د افغانستان په لویو ودانیو کې نه وو کاریدلي.
د عبد الرحمن نه وروسته، امیر حبیب الله خان دغه ماڼۍ پراخه کړه او چاپېره د چنارونو نه علاوه د مرمرو فوارې يې پکې ولګولې. دلته لویو میلمستیاو نه علاوه د میلو او جشن انتظام کیدو. په ۲۰ پېړۍ کې جهان نما کې بهرني معتبر میلمانه پاتې کیدل. د برطانیی، امریکه او د روس مشران به هم دلته میشت وو. څرګنده نه ده چې جهان نما نوم څه وخت په چلستون بدل شو.
د روسانو په وخت دغه ماڼۍ د حکومتي مطبوعاتو د مرکز په توګه يې کارولو. بیا په کورنۍ جګړه کې هرې خوا نه ورباندې توغندي وریدل. ورو ورو دلته پراته توکي چور شول او ماڼۍ په کنډوالو بدله شوه.
په ۲۱ پېړې کې د کابل د ورانو ودانیو د بیرته جوړولو کار پېل شو. چلستون د رغولو کار د جرمني په پانګه، آغا خان فاونډیشن په غاړه واخیستو. خو هغوی په ډیزاین کې بدلون راوستلو او دا د ولس لپاره پرانستل شو. دلته یو کتابتون، سرخلاص تالار، د ماشومانو او کورنیو لپاره پارک او ریسټوران پلان شول. اوس دا د زړو کورونو او سپیرو غرونو تر منځ لکه د سینګار شوی ناوی ښکاري.
صفیه حلیم