کنګینه


یوه خټینه کټوۍ چې تازه انګور پکې وساتي، سر يې په خټو بند کړي او تر زمکې لاندې یا یخ ځای کې کېږدي. په ژمي کې هغه وخت چې نوره میوه ختمه وي نو دغه کنګینه یو ځل بیا تازه انګور خوړلو لپاره راوباسي.
د افغانستان په خاوره د کندهار نه تر تخار انګور پیدا کېږي چې نه یواځې د دې اقتصاد بلکه د تاریخ او کلچر برخه ده. په کلو بانډو کې هرڅوک چې لږه زمکه لري، د انګور یو طاق پکې ولاړ وي. بې وزله خلک د انګور سره وچه ډوډۍ وخوري او کشمش ځان سره سفر کې وړي.
انګور شا و خوا ۸ زره کاله پخوا په ترکي کې کرل کیده. له هغه ځایه نورو براعظمونو ته یوړل شو. د کابل په شمال کې دومره انګور کیدل چې د اسکندر پوځ ترې شراب جوړاو او دغه سیمه يې “ایستالیف” ونوموله. پانیني په سانسکرت ګرامر کې د کاپیسا شراب ” کاپیشي مدهور” بلي.
د افغانستان په ۴۸ فی صد خاوره انګور کرلی شي چې شا و خوا ۶۲ زره هیکټار زمکه ده. له دې شا و خوا ۶ لکه ټن نه زیات انګور پیدا کېږي. یو متوسط پټی ۱۰ زره کلوګرام حاصل ورکولی شي.
دا میوه د سمندر له سطح ۲۰۰ او ۲۵۰ میټر لوړ شنه کېږي. نمژنه هوا انګور ته تاواني او په بوټي چڼاسکی ولګي. دا له اکتوبر تر مارچ کري خو د هرې سیمې آب و هوا پورې اړه لري. د انګور بوټی د زړي نه راشنه کیدای شي خو څرګنده نه وي چې د دې “جینیټک” جوړښت به د خاورې سره مناسب وي او که نا؟ یو زړی په ۳-۴ اوونیو کې وده کوي. کروند ګرد پخواني انګور څانګه (بوزغلی) چې لږ وده يې کړی وي، د سهار په خړه کې کري. ورسره بوټي ته “اړم” جوړوي چې ځېلۍ پرې ډډه ولګوي. په کومو ځایونو کې چې د انګور باغ موجود وي، هلته له پخواني وچ شوي بوټي څانګې تراشوي. پټی چې یو ځل تیار شي نو بیا هغه تر کلونو پاتې وي. په نړۍ کې ۳۰۰ کاله پخواني د انګور باغونه اوس هم شته.
د بوټي د ودې لپاره ګرم او وچ اوړی پکار وي. خو که حرارت د ۴۰ نه زیات شی نو د انګور دانه اغیزمن شي. که په سپرلي کې ډېر باران میوی ته زیان رسوي.
په افغانستان کې د انګورو دانه له جولای تراکتوبر پخېږي چې هغه وخت حرارت ۱۵ نه ۲۰ سینټي ګریډ وي. کله چې دا پاخه شي نو له ځېلۍ یوه خوشه ۴ سینټی میټر ډانډی سره یو ځای پریکوي. په یوې ځېلۍ د ۱۵ نه تر ۳۰۰ خوشې کېږي. یواځې ماهر کسان له خوشې، وراسته انګور بیلوي او سمدلاسه سیوري کې د لرګي بکس (کرېټ) کې ساتي چې د وړاندې نه ورته تیار شوی وي. پاخه انګور ته هرڅوک لاس نه شي وروړي ځکه دا ژر خرابېږي. د بکس په تل کې د سلفر وړې کسوړې هم اچوي چې انګور تر ۶ میاشتو ورسره تازه پاتې وي او دا بیا صفر درجې کې ایښودل کېږي.
د انګورو رنګ پیروي- زیر- شین- قرمزی- عنابی- سور-اناري- تور- تیز نیلا- او تک تور وي. یو ځل چې خوشه وشوکول شي نو بوټی يې نور انګور نه کوي. د ژمي په میاشتو کې د ځېلۍ ټولې پاڼې ورژېږي او ډانډې يې نسواري شي. په کومو ځایونو کې چې ژمې سخت نه وي هلته ځېلۍ شنه وي خو دا بیا ښه انګور نه کوي. د سپرلي نه وړاندې د انګورو ماهران، د دې زړې او غټې څانګې تراشول ضروري ګڼي.
په ټولې نړۍ کې د انګورو ۲۰ زره قسمونه دي چې ځینې يې یواځې د شراب جوړولو لپاره کري. په افغانستان کې د ۱۰۰ نه واخلې تر ۱۲۰ قسم انګور کرلې شي چې د هرې سیمې انګورخپل خوند او کیفیت لري. زیات انګور د خوراک لپاره خرڅوي او درې ډوله يې ښه بازار لري. شیندل خاني یا سندر خاني( زیړ بخن) او زړی پکې نه وي، کشمشي (سور بخن) زړی لري او تایفي (سور او زړي لرونکی) د خپل غټ ( پرېړ) پوټکي له کبله زیات وخت تازه پاتې کېږی. د افغانستان دودیزه انګور “بېدانه” وړوکی او په خوند کې څاری نه لري. د کریمي رنګ “سپین کشمیری” په ستمبر کې پخېږي او سوغات لپاره يې خلک اخلي. حسېني( سپین) عسکري (شین) سپین منګا (تیز شین) نادري( سور) کشمشي (تور) بېدانه سور یا اناري) د انګورو نومونه د خلکو ظرافت او ذوق څرګندوي.
په هرات کې راته باغبان یو میټر لویه خوشه له ځېلۍ راوشوکوله چې لویه غورۍ ترې ډکه شوه. د هغه زیړبخن سپین انګور دانه د نیمې ګوتې هومره لوی وه او “کلک عروس” (د ناوې ګوتې) يې ورته ویل. د انګور نور نومونه يې داسې وو. دل مرغ- خلیلي- چشم ګاو- غولدان- فخری- لعل سیاه و سفید- شمع سر- کندهاري- شمالي او مسکه. یو وخت به د هرات انګور په وړو لرګینو دبلو کې بند راتلل. دومره به نازک وو چې په مالوچ کې به يې ساتل. دغسې انګور اوس له افغانستان ورک دي او امریکایی انګور د خپلو نومونو سره د پخوانیو انګرو ځای نیولی دی. ټامسن- رید ګلوب- کارډینل- ایمپرر- کریمزن- روبي- بلیک ایمرالډ او داسې نور. نزدې ورځو کې د افغانستان د انګورو اوبه ( جوس) په ډبو کې د اروپا بازارونو ته راغلي دی.
افغانان په ویاړ وایی چې مونږ ۱۰۰ ډوله انګور لرو خو د نومونو پوښتنه وکړې نو د دوو نه زیات ورته نه وي معلوم. کاشکه نومونه هم چا په کنګینه کې بندولې شوای.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *