د افغانستان شمالي ولایتونو کې د روسانو له وخت ماینونه شیندل شوي وو. د روسانو له وتلو وروسته د ماینونو د پاکولو کار پېل شو. په ۱۹۹۳م کې د ایبک نه ۴۰ کلومیټرختیځ کې رباطک په غونډۍ د ” هېلو ترسټ” ماین پاکانو یو ډبر لیک وموندلو. د دوی یو برطانوي کارکوونکي يې عکس واخیستو او دا يې برټش میوزیم ته ورواستاو. هلته یو لرغون پوهه ” جو کریب” دا د سرخ کوتل د ډبر لیک سره مقایسه کړو چې په ۱۹۵۰م کې موندل شوی و. هغه دا عکس د باختري ژبې متخصص پروفیسر سمز ویلیمز ته ورواستاو او هغه پرې د ۴ کشان باچاهانو نومونه وپیژندل. دوی نور عکسونه هم راوغوښتل او بیا دواړو پرې لیکلې باختري ژبه ولوستله او متن يې په ۱۹۹۶م کې خپور شو.
په ۲۰۰۶م کې ما د بی بی سی د پروګرامونو ” تاریخ او ژوند” لپاره په اکسفورډ کې پروفیسر نیکولا سیمز ولیمز سره یوه تفصیلي مرکه وکړه. د باختري ژبې په اړه يې راته وویل چې د دې لیکدود یوناني و. ځينې ژبپوهان ورته ”يونان باختري ” وايي. خو ددې الفبا د يوناني نه توپير لري. ځکه مونږ ورته ” باختري” نوم ورکړو چې د لومړي نه تر۷ پېړۍ د افغانستان سرګاري ژبه وه. د دې لوستلو لپاره ” کيلي” يا رهنما د ۱۹۵۰م په لسیزه کې یو څېړونکي، ”هېننگ” جوړه کړه. د رباطک او سرخ کوتل نه علاوه، د غزني په “ناور” او روزگان کې هم ددې بیلګې تر لاسه شوي دي.
دا د افغانستان نورو ژبو لکه پښتو، دري، مونجي، پشۍ او اشکاشمي او د سانسکرت نه راوتلي ژبو سره تړاو لري. تر اوسه هند او افغانستان کې د دې ۱۵۰ شا و خوا اسناد موندل شوي دي. زیات يې په څرمنې، د ونی پوټکو، يو څو په ټوکر او ځينې په ډبرو او لرګیو راپاتې دي. د سکو او په قیمتي ډبرو هم د دې بیلګې شته. په دې کې تر ټولو مهمه هغه ليکنه ده چې پکې په لومړي ځل د افغان نوم ذکر شوى دى. دا ليکنه په ٤٦٠ م کې د افغان او “روب” د خلکو ترمنځ یوه لوظنامه ده. روب اوس د روی په نوم د سمنګانو یوه ولسوالي ده..
د رباطک ډبرلیک د کنشکا د واک لومړی کال ښایی. د دې په لومړۍ کرښه کې کنشکا د ” لوی نجات ورکوونکی- په سمه لار روان، منصف باچا او د نمانځنو وړ بلل شوی دی چې د “نانا” او نورو خدایانو نه يې باچاهي تر لاسه کړه. د خدایانو په خوښه دا هغه د باچاهۍ لومړی کال اعلان او پخوانی ” لوی اریا جنتري” متروک شوه. دا په هند کې د “وکرما” جنتري نومېږي چې له ۵۷ ق م پېل شوی وه. کنشکا د ” کهشتریه هند واکمن په نوم یادېږي چې نورو ټولو حاکمانو ورته سر ټیټ کړو. د هغه له خوا “یوناني” ژبه متروک او په ځای دغه ژبه رواج شوه چې ” ارین” بلل شوی ده. بیا د هغو ښارونو نومونه دي چې هغه وخت د کنشکا په کنټرول کې وو. په دوی کې ۴ نومونه واضح دي. ساکیتا، کوسمبي، پټالي پوترا چې په هند کې و او چمپا چې په اوسني سری لنکا کې دی. خو څرګنده نه ده چې چمپا د کنشکا په قلمرو کې شامل وه که نا؟
په رباطک ډبرلیک تر کنشکا د نورو باچاهانو نومونه لیکلي دي چې کجولا کډفایسس (غور نیکه) ویما تکتو (نیکه) او ویما کډفایسس دده پلار و. بیا ” د شاهانو شاه، دېوا پترا، کنشکا باچا ” د کارال رنګ (ځای نوم) شفر (د کس نوم) ته امر وکړو چې دغه خانقاه جوړه کړي چې ب …اب نومېږي. دا د ک ا… په میدان کې د هغو خدایانو په ویاړ جوړ شو چې مشره يې “نانا ده. اوما، اورمزد، سروشارد، نراسا او مهر سپیڅلی دي. هغه ” ماسینو” او ” بیزاګو” په نومونو مشهور دی.” کنشکا د خپل پلار، نیکه او غورنیکه لپاره نذر(منښت) په توګه د دغو خدایانو د انځورونو جوړولو امرهم وکړو. هغه شفار او “نوکونزوک” ته په دغه خانقاه کې د عبادت امرکوي. هغه اسطورې چې په ډبره يې نوم لیکلی دی، له هغوی د شاهانو شاه د کشان کنشکا د تلپاتې روغتیا، سلامتیا او د بري دعا کېږي. د نوکونزوک توری د سرخ کوتل په خانقاه کې په څو ځایونو کې په ډبرو کنده و. ښایی دی د کنشکا د جوړښتونو وزیر او یا لوی مهندس و.
په رباطک ډبرلیک دا خانقاه د ۱۰۰۰ کالو لپاره د پاتې کیدو دعا شوی ده. د هغه دعا قبوله شوه خو د رباطک ډبر لیک څه موده په یو ګودام کې پټ وساتل شو. بیا د یو جنګي ډلې لاس پرې بر شو او څه موده یو کوماندان سره و. ښایی په وړلو راوړلو کې دا مات شوی او لیکنه پرې ورژیده. اوس په کابل میوزیم کې پرته ده. په ۲۱ پېړۍ کې د رباطک په کنډوالو د لرغونو توکو لپاره پلټنې پېل شوې. دلته د لومړی او ۹ پېړۍ ترمنځ د یو کاروان سرای نښې وې. د خامو خښتو جوړ مستطیل ودانۍ ۵ ګومبدي کوټې لرلې. په شمالي څنډه په یوې غونډۍ د خښتو مینار کنډوالې هم وې. د لرغون پوهانو کارونه ساینسي او سست وي. تر څو چې دوی پرې لاس پورې کاو، جنګي ډلې د خزانو په لټون په بلډوزرو کې ورغلل او د افغانستان په تاریخ يې خاورې واړولې.
صفیه حلیم
1. Sims-Williams, Nicholas and Cribb, Joe 1996, “A New Bactrian Inscription of Kanishka the Great.”