د ۱۹۳۰ م په وروستیو کې د لندن په یو کانفرنس کې محمد علي جوهر ته د خبرو لپاره ۵ مینټه وخت ورکری شو. ده د غونډې ګډونوالو نه پوښتنه وکړه، “زه ۳۲ کروړ انسانانو استاځی، د ۶ زره میل سفر نه وروسته دلته راغلم. زه په یو منټ بلکه په یوه ثانیه کې د څومره کسانو نمایندګي کولې شم؟” په تالار کې شورماشور نه وروسته بیا مشر ورته اجازه ورکړه چې د ده په وېنا د وخت قید نشته.
د رام پوردوه پښتانه، محمد علي او شوکت علي، د ۲۰ پېړۍ مبارزین په تاریخ کې د “علی برادران” په نوم یادېږي. د دوی پلارعبد العلي خان د مندړ یوسفزو میراحمد خیل قام نه و. نیکه يې علی بخش د مراد اباد نه رامپور ته تللې وچې یو نیکه حیات خان يې په ۱۷ پېړۍ کې د صوابۍ د مرغز (مرغوز) کلي نه لومری پنجاب او بیا نجیب اباد ته کډه کړی وه.
محمد علی په ۱۸۷۸م کې رامپور کې وزیږېدو. تر ده مشر دوه وروڼه شوکت علی او زوالفقارعلی نومیدل. د مور خپلوان يې د ۱۸۵۷م په پاڅون کې غرغره شول نو انګریز سره کرکه ورته میراث کې پاتې وه. د ښوونځي تعلیم نه وروسته محمد علی د لوړو زدکړو لپاره انګلستان ته لاړو او لومړی ہندوستانی و چې د آکسفورډ پوهنتون د یونین (اتحادیې) سکټر انتخاب شو. د ۱۹ پېړۍ تر پای جوهر بیرته رامپور ته لاړو او هلته د تعلیمي څانګې مدیر شو. خو نواب حامد علی خان د ده له انقلابي خبرو په ویره و او خنډونه يې ورته جوړول. محمد علي ملازمت پریښودو او بڑودہ کې کمشنر شو. هغه فارسي او اردو کې شاعري سره سیاسي لیکنې هم کولې چې د هند او انګلستان په انګریزي اخبارونو کې خپریدل. د هند مسلمانانو تعلیم لپاره د جامعہ ملیہ اسلامیہ په جوړولو کې يې هلې ځلې وکړې.
په اکتوبر ۱۹۰۵م کې انګریزانو د بنګال خاوره په دوو برخو (ختیځ او لویدیځ) وویشله. د هند مخه ورو مسلمانانو د کال تر پای، د ډهاکه په غونډه کې خپل سیاسي ګوند جوړولو تابیا وکړه او په جنوري ۱۹۰۶م کې آل انڈیا مسلم لیگ جوړ شو چې په غړو کې يې جوهرهم شامل و.
هغه د بړوده نوکري پریښوده او په کلکتې کې د یو ملګري په ملاتړ په جنوری ۱۹۱۱م کې اونیزه پاڼه “کامریډ” پېل کړه. د دې اخبار زیات مضامین د مولانا له قلم کښلي او هره جمعه به خپریدو. په ۱۹۱۴م کې لومړی نړۍ وال جنګ کې ترکي بې طرفه پاتې وه. “لندن ټائمز” اخبار یو مضمون ” د ترکي انتخاب” کې خبردارې ورکړو چې که هغه د جرمني ملاتړ وکړو نو انجام به يې ښه نه وي. مولانا جوہر د دې جواب “د ترکانوانتخاب” (چوائس آف ټرکس) تر سرخط یو اوږد مضمون کې انګریزان وترټل نوحکومت کامریډ بند کړو. مولانا د دې فیصلې خلاف اپیل او پخپله د مقدمې وکیل شو. په عدالت کې د مولانا جوهر دلایل اوریدو نه وروسته، خلکو ورته وویل کاشکه ته قانوني وکیل وای.
په ۱۹۱۵م کې محمد علي کابل ته لاړو او خپل کتاب کې وایی چي زه په ښکاره حبيبیه لیسه کي استاد وم، خو اصل هدف مي د انګریزانو په ضد مبارزه وه. په ۱۹۱۶م کې ده په کابل کې د هند ’’عبوری حکومت ‘‘ جوړ کړو چې پخپله يې وزیر خارجہ و. ده ’’جنودُ اللہ الربانیہ‘‘ په نوم یوه ډله هم لرله چې په هند او افغانستان کې د انګریز په ضد جهاد يې شعار و. محمود طرزی د ده له افکارو اغیزمن و او دواړو امیرحبیب الله خان ته مشوره ورکړه چې د انګریز په ضد جهاد اعلان کړي. خو په دربار کې د کابل مستوفي محمد حسین خان انګریزانو ته جاسوسي کوله. هغوی په هند کې میشت شيخ المشايخ محمد معصوم مجددي (صبغت الله مجددي پلار) کابل ته ور واستاو. مجددي امیرحبیب الله ته وویل چې ده ته په استخاره کې بشارت شوی دی چې انګریزان به بل کال هند نه پخپله ووځي نو د خلکو د وینې تویولو ضرورت نشته.
د انګریز په اشاره، امیر حبیب الله د هندي ډلې خلکو د نیولو امر وکړو. محمود طرزي څو سپایان محمد علي ته واستول چې ستا ژوند په خطر کې دی نو له کابله ووځه. د دغو عسکرو په بدرګه هغه درې ورځې وروسته وزیرستان ته ورسیدو. په ۱۹۱۹م کې مولانا جوهر په هند کې د ترکي خلافت په ملاتړ تحریک پېل کړو. هغه وخت پخپله ترکان هم د کمال اتاترک په مشرۍ جمهوریت خوا ته روان وو. خو د مولانا جوهر د تحریک هدف یواځې ترکی نه، بلکه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو داسې خلافت غوښتنه وه چې د نړۍ د مسلمانانو استاځی وي. کله چې تحریک زور وموندلو نو حکومت دا غیر قانونی وګرځاو او مولانا جوہر، شوکت علی او ملګري يې محکمه کړل. په ۲۲ دسمبر ۱۹۲۱م د کراچی کې عدالت مولانا جوهر د دوو کالو لپاره پخپل کورکې نظربند کړو.
په ۱۹۲۲م کې هغه د کانګرس ګوند یوه څانګه” کانګرس کمیټي” په نوم کابل کې جوړه کړه چې پخپله يې مشر و. هلته نه دی ترکي ته په لار، ۷ میاشتې ماسکو کې پاتې شو. په ۱۹۲۳م کې انقره ته ورسیدو او ۴ میاشتې يې ترک انقلابی مشرانو سره ولیدل. بیا ۳ میاشتې وروسته، استنبول نه اطالیی او سویټزرلینډ ته لاړو او څه موده اروپایی سیاست مطالعه يې وکړه.
په ۱۹۲۳م کې دی د هند ملی کانګرس شپږم مسلمان مشر شو خو د هندو مشرانو تعصب يې خوښ نه شو. ده په یو تقریر کې وویل، ” د تعصب اور یواځې د جاہل او بې تعلیمه خلکو په زړونو کې نه وي، بلکه د هغو خلکو په سینه کې هم ټوپونه وهي چې پخپلو اسنادو او ډګریانو ویاړي.” ده د جواهر لال نهرو رپورټ مخالفت کوو چې پکې د انګریز په واکمنۍ کې د هندو او مسلمان لپاره د دوو بیلو حکومتونو وړاندیز شوی و. برطانوي حکومت د یو سیاسي حل لپاره هند ته “سایمن کمیشن” واستاو. جوهر ددې مخالف و ځکه دوی د ولسي استاځو سره خبرو ته نه کیناستل.
په ۱۹۲۶م کې جوهر مکې ته لاړو او په امیر سعود يې زور راوړو چې یو نړۍ وال اسلامي کانفرنس جوړ کړي. د برطانیې وزیراعظم لایډ جورج د مولانا جوهر تقریر په اوریدو ګومان کوو چې دی به قانونی وکیل وي. د لندن په یو اخبار کې مضمون ولیکلو چې د ده په شان بیرسټر (وکیل) مې کم لیدلي دی چې یوه ستونزه ډېر په واضح او ساده جملو کې بیان کړي.
د ډېر کار او سفرونو له کبله دده سترګي کمزورې او د زړه او شکر مرضونه ورته پیدا شول. د دسمبر۱۹۳۰ م په لندن کې د جوهر د تقریر وروستۍ جمله دا وه چې زه یو غلام هند کې ژوند په ځای یو خپلواک ملک کې مرګ زیات غوره ګڼم. څو ورځې وروسته، په ۴ جنوری ۱۹۳۱م د لندن یو پارلیماني کمیټی ته بیان ورکولو په وخت د محمد علي د زړه حرکت بند شو. بیا د مفتی اعظم فلسطین سید امین الحسینی په وړاندیز، د ده مړی يې بیت المقدس ته یوړو او هلته په پوره درناوۍ خښ کړو.
مولانا جوهر دوه کسان خپل اصل استادان ګڼل چې یو علامه محمد اقبال او بل مولانا ابوالکلام آزاد و. علامه اقبال د ده په وفات یوه مرثیه ولیکله. محمد علی د څو شعري ټولګو نه علاوه، د یورپ او افغانستان سفر نامې هم ولیکلې. د ده مقالې په بیلا بیلو مجلو او اخبارونو کې خپریدل او د تقریرونو یو غونډ د ده له مړینې وروسته چاپ شو.
صفیه حلیم
سرچینی
۱. مولانا محمد علی جوهر-حیات و خدمات. صابر ارشاد عثماني. مقتدرہ قومی زبان پاکستان چاپ. ۲۰۰۷م
۲.یوسفزی افغان- الله بخش یوسفی. محمد علی ایجوکیشنل سوسایټي. کراچی. ۱۹۶۰م. ۸۴۳- تر ۸۶۹ مخ
۳.علی برادران. د نړۍ د تاریخ عهد ساز شخصیت. غلام زهرا، عدیل نیاز. نېټه نامعلوم.