کالاباغ بند


د هند له وېش وروسته، پاکستان خپلو کارخانو جوړولو لپاره بجلۍ (بریښنا) ته اړ و. د ده په برخه د پنجاب لوی سیندونو سرچینه په همالیه کې وه. په ۱۹۵۴م کې په اباسین د څو بندونو وړاندیز وشو چې یو پکې په کالا باغ کې و. دا د پنجاب یوه نوابي وه او هلته د اباسین او سیهون سیند اوبه زخیره کیدای شول. لکه د نورو بندونو ددې هدف هم د بجلۍ جوړولو نه علاوه د کر زمکه خړوبول وو. په ۱۹۶۰م کې د هند سره د اوبو لوظنامې نه وروسته، په ۱۹۶۷م کې په جهلم سیند ” منګلا بند” جوړ شو. ورسره د اباسین په اوبو صوابۍ او هریپور ترمنځ په “تربیلا بند” هم کار شروع شو.
په ۱۹۷۹ م کې حکومت د ملګرو ملتو د پرمختایی پروګرام ( یو این ډي پي) نه د کالاباغ بند پلان، نقشې او سروې لپاره ۲۵ میلینه ډالر واخیستل. د بند د جوړولو لپاره يې لومړی شوروي اتحاد ته يۍ د مرستې غږ وکړو. خو د افغانستان په شخړه د دواړو ملکونو اړیکی خرابې شوې او روس ورته انکار وکړو. بیا نړۍ وال بینک ورته د قرض ژمنه وکړه. د کالاباغ بند له کبله د ۸ لکه جریب شاړه زمکه ښیرازیدی شوه.
په ۴ اپریل ۱۹۷۹م د ضیاءالحق پوځي حکومت زوالفقارعلی بهټو غرغره کړو نو پیپلز پارټي کالاباغ په مخالفت مټې راونغښتې. د دوی په ملاتړ پښتنو ملت پالو او بلوچستان هم غږ راپورته کړو. د بند په جوړیدو د ۸۵۰۰۰ خلکو د بې کوره کیدو امکان و. خو حکومت د منګلا او تربیلا بې کوره خلکو ته په نورو ځایونو کې زمکې ورکړې وې او د دې تاوان نه يې زیات ګټه يې ډېره ښودله. د کالاباغ پلوي، مسلم لیګ (ن) او د جنوبي پنجاب پارلیماني غړو کوله او د مخالفت سره هم نړۍ وال بینک له خوا ۱۰ کاله د سروی او نقشو کار روان وو. په ۱۹۸۶م کې په دغه بند ټول پلانونه وځنډیدل.
د ۱۹۹۰م په لسیزه کې د کالاباغ د تاوانونو په اړه لیکنې زیاتې شوې. د پښتونخوا جنوبي سیمو کې د کر لپاره پکې د سیلابي اوبو نه د نهرونو د ویستلو پلان نه و، د پیښور ښیرازه زمکه يې خرابوله او د پنجاب زمکې خړوبولې. د ډب شوي اوبو جهیل، وړوکی او ډېره بجلي يې نشوه جوړولې. په دې کې لهه (خټې) ژر راټولیدی. د عرب بحیرې سره په اباسین کې د اوبو په کمښت، د سمندر مالګین اوبه بره د سیند ځای نیولو او ځنګلونه په دشتو بدلیدل. پښتنو د تربیلا، ورسک او خان پور بندونو د توان زیاتولو غوښتنه کوله. ورسره د تربیلا په اړه هم غوغا جوړه شوه چې پنجاب ترې بجلي اخلي او پېسې نه ورکوي. دوی د چارسدې او مردان ترمنځ سیمه د اوبو په لوی ډنډ د بدلیدو ویره څرګندوله.
په ۱۹۹۱م کې د بي بي سي لپاره مې په دې موضوع مرکې کولې نو خلکو ویل چې کالاباغ د شته منو پښتنو ( سیاسي مشرانو) په ګټه نه دی نو ځکه يې مخالفت کوي. په پلان کې د نوښار او مردان د زمکو ژغورلو لپاره حفاظتي پشتې یا ډکې جوړیدی. یو اعتراض دا و چې په اوبو کې د خاورو له کبله د بریښنا ټرباین (توربین)به ژر خرابېدو او د دې بدلولو له کبله د بریښنا قیمت به زیات وي. بله دا چې بند د زلزلې سیمې ته نزدې او زمکه يې نوره هم کمزوری کوله. شا و خوا ۱۰ کاله دغه موضوع ورکه وه. په ۲۰۰۸ م کې د پرویز مشرف حکومت اعلان وکړو چې کالاباغ بند به د ملي ګټو لپاره جوړېږي. خو څو میاشتې وروسته، حکومت اعلان وکړو چې بند به نه جوړېږی. په ۱۰۱۱م کې پاکستان سختو سیلابونو وزپلو. د هغه وخت وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني وویل چې که کالاباغ بند جوړ وای نو سیلابونو به دومره زیان نه وای کړی. خو سیاسی ګوندونو دا خبره رد کړه چې ګیلاني د خپلو زمکو په غم اخته دی.
په۱۹۸۸م کې خېبرپښتونخوا، ۱۹۹۴ کې بلوچستان او په ۲۰۱۲م کې سندهـ اسمبلۍ په څلورم ځل د کالا باغ په مخالفت رای ورکړې. د هغوی یو دلیل دا و چې په ڼرۍ وال معیار د ۲۴۰۰ میګاواټ بجلی پیدا کولو لپاره ۳ نیم میلین ډالر لګښت پکار وي. که دا زیات وو نو مانا پراجیکټ تاواني دی. د کالاباغ نه ټول ۳۶۰۰ میګاواټ بجلي جوړیدای شوه چې لګښت په حساب ګرانه وه. په ۲۰۱۲م کې د پنجاب های کورټ (سترې محکمې) د بند د جوړولو امر وکړو خو شخړه حل نشوه.
په لاهور کې د پاکستان ساینس او ټیکنالوجي پوهنتون (نسټ) پخپلو څېرنو کې د کالاباغ بند ګټه او تاوان په ګوته کړل. د دوی اندازه وه چې د بریښنا په جوړیدو ۴ بیلین ډالر او کروندو ته، ۱۳۲ بیلین ډالر ګټه، د سیلابونو په مخ نیوی د کال ۴۵ بیلینه ډالرسپما کیدای شول. د حکومت په خزانه کې د کال ۲۰ بیلین ډالر جمع کیدای شول چۍ ۷ -۸ کالو کې د بند لګښت پرې پوره کیدو. تاوان يې دا و چې د کر زمکه اوبه لاهو کړي نو خوراکي توکو کمښت د ملک اقتصاد به تاواني کړي. د صوبو ترمنځ د اوبو شخړی به زیاتې وي. د انرجي لپاره به نورې پېسې پکارې وي او که د بریښنا لګښت زیات شو نو کارخانې به بندې شي.
د کالاباغ متبادل به څه وي؟ په ګلګت کې بهاشا بند ۳۳۶۰ میګاواټ بجلي جوړوي. نور واړه او باراني بندونه هم شته. د لویو بندونو لکه تربیلا، غازي بروتها، منګلا، ورسک او نیلم نه علاوه په پاکستان کې ۷۵ واړه بندونه شته چې وړو سیمو ته بجلي ورکوي. د دې نه علاوه ۶۰ شا و خوا په نورو بندونو کار روان دی. د بریښنا بندونه د خلکو د ګټې لپاره وي خو کالاباغ د سیاست بازار تر اوسه تود ساتلی دی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *