په جنوبي افریقه کې له ۱۸۸۰ تر ۱۹۰۲ م د یورپي ابادکارو پخپل منځ شخړې “بور جنګونه بللې شي.
اروپایان له ۱۴۸۸م د ملایا جزیرو ته تلو لپاره، د جنوبي د افریقه ساحلونو نه تیریدل. په ۱۴۹۷ م کې د پرتګال “واسکوډی ګاما” د بيړیو یوه جوپه د “کیپ” په ساحل تم شوه. بیا دوی سیند کې یو میاشت سفر نه وروسته د افریقه ختیځ ساحل ته د کرسمس په ورځ ورسیدل. دغه سیمه يې “د پرتګالي نټال” یاني کرسمس ونوموله.
د پرتګال سره په سیالۍ، د هالینډ ایسټ انډیا کمپنۍ او برطانوي ابادکارو هم، خپلې بېړۍ “کیپ” ته واستولې. هر چا ځان له زمکه نیوله او کالوني يې پرې جوړوله. “بور” په هالینډي (ډچ) ژبه کې کروندګر ته وایی. دوی افریقایان غلامان کړل، زمکې کرلو او څاروو د ساتنې کاريې ترې اخیستو. تر ۱۹ پېړۍ دغه بورز شته من شول نو په ۱۸۱۵ م کې انګریزانو ورسره معمولي جنګونو د کیپ سیمه ونیوله. دا د بورز لپاره اقتصادي ګټه وه خو لوی شمیر يې، د کیپ ختیځ کې نټال او شمال ته لاړل. هلتع “اورنج فري ستیټ” او د وال سیند نه پوری غاړه “ترانسوال” په نوم دوه خپلواکه صوبې يې جوړې کړې.
انګریزانو د دوی مخه و نه نیوله ځکه بورز به په غلامانو ځنګلونه پاک کړل او کرکرونده به يې پرې وکړه نو دوی به دغلامانو نجات په پلمه ورباندې حمله وکړه. د کیپ نه وروسته انګریزانو د هالینډیانو نورې سیمې هم ونیولې او په ۱۸۴۵ م کې يې په نټال خیټه واچوله. په ۱۸۳۴ م کې د برطانیی حکومت مرئیتوب غیرقانوني اعلان کړو خو بورز دا نه منل او شخړې پېل شوې.
د ۱۸۳۵ نه تر ۱۸۴۵ م ۱۵ زره بورز د احتجاج په توګه له انګریزانو بیل او مرکزي افریقه ته لاړل. برطانويانو د نټال په شمالي څنډه د “زولو” قبیلې مشر سره ملګرتیا سره یوه کالوني جوړه کړه چې د بورز لپاره یو ګواښ و.
په ۱۸۵۲ م کې پرتګالي او هالینډي اباد کارو چې ځان ته يې “افریکان” بلل، دوه خپلواکه ملکونه “ټرانسوال” او “اورنج فری سټیټ” اعلان کړل.
په ۱۸۶۷ م کې د کیپ ټاون نه ۸۹۰ کلومیټرشمال ختیځ کې د “وال” سیند سره الماسو کان کشف شو او ورسره د جنوبي افریقه تاریخ هم بدل شو. د ټولې نړۍ نه خلک کیمبرلی ته روان وو او په یو کال کې ۵۰ زره خلک هلته میشت شول. برطانیه هم وروسته پاتې نشوه او په ۱۸۷۰ م کې د کیمبرلی لویدیځ د الماس کانونه يې قبضه او په “بوسوتولینډ” کې خپله کالوني جوړه کړه.
په ۱۸۸۰ م کې انګریز د ټرانسوال د نیولو او تجارتي لارو د کنټرول لپاره جرمني او بورز دواړو سره په شخړه وو. د هالینډي جنرل “پیټ جوبرټ” په مشرۍ ۱۶ دسمبر ۱۸۸۰ م کې لومړی بورز جنګ پېل شو چې تر ۲۳ مارچ ۱۸۸۱ م روان و. په ۳ اګست برطانیی د پریټوریا په لوظنامه کې د بورز محدود حقوق ومنل. په ۱۸۸۴ م ۲۷ فروري لندن په یو کنونشن کې انګریزانو ټرانسوال ته هم لږ اختیارات ورکړل خو د جنګونو لړۍ روانه وه.
بورز “کمانډو” یا چریکي مبارزه کوله. دوی په کیپ کې هره ولسوالي په ۳ یا زیاتو برخو وویشله چې خپل کوماندان يې لرلو. دا کوماندان به د سیمې شته منو خلکو (بوغر) ټاکلو. هغوی به د جنګ لپاره هر کوماندان ته یو اس، ټوپک، ۵۰ کارتوس او د ۸ ورځو خواړه ورکول. نور انتظام به د حکومت و. دغه بوغرز په ګډه یوه کومانډو جوړوله چې پوځي یونیفارم (وردي)يې اغوستو خو د توپچي او پولیس به خپل لباس و. په دې ولسي پوځ کې د ۱۶ نه تر ۶۰ کالو سړي بغیر له معاش جنګیدل. هر “بور” د اس د سورلی مېړنی او ښه نښه ویشتونکی، د فاصلو نه باخبر او لږ وخت کې به يې خپل ټول مال او څاروي یو ځای نه بل ته ویستلې شول. انګریزانو سره جنګ لپاره به په اسونو ورسیدل نو مخې سره پر زمکه به پریوتل. بیا لکه د مار وړاندې خوځیدل ترڅوخپل هدف به يې په نښه کړو. هلته د ډزو نه وروسته بیرته په اس سپاره له هغه ځایه ووتل.
په ۱۸۹۴م کې جرمني له ختیځ افریقه د اورګاډي د پاټلۍ پلان جوړ کړو نو انګریز پرې اندیښمن شو. د هغوی هدف دا و چې د انګریز له سیمو نه بهر سره زر او شکره خپل بندر ته یوسي. بورز په نټال او کیپ حملو کې څو کالونۍ ونیولې او نور محاصره شول. انګریزانو لوی شمیر پوځ سره میدان ته ورودانګل. نټال او کیپ نیولو نه وروسته په جون ۱۹۰۰م ” پریټوریا” فتح کړه. خو ۲ کاله د انګریز په پوځ، ګودامونو، ټیلیګراف او اورګاډي په لیکو د بورز ګوریلای حملې روانې وې چې ځینو ورته د “اینګلو بور” نوم ورکړو.
په ۱۹۰۰ م کې لبرطانوي ارډ کیچنر په افریقه کې د پوځ مشر په توګه د بورز ماتولو له درې اړخیزه پالیسی جوړه کړه. یوه دا چې زمکه به چا نشوه کرلی او د ده پوځ تیار فصل او فارمونو ته اور واچاو، په ګودامونو کې يې غله وسیزله او د بورز څاروي يې وژل. دویمه دا چې سړي يې د سرو زرو کانونو ته د مرئیانو په توګه وړل. دریمه د چریکانو ښځو او ماشومانو، مزدورانو او نورو خدمتیانو لپاره د کیمپونو شمیره لا زیاته کړه.
د تورپوټکو ښځې يې په جلا کیمپونو کې وساتل چې جنګیالو ته ډوډۍ ورنکړی. خو انتظام يې دومره خراب و چې ۲۸ زره سپین ماشومان او ښځې او ۲۰ زره تور پکې مړه شول. د برطانوي حکومت مخالف لبرل ګوند یوه غړی “ایمیلي هابهاوس” دغو کیمپونو له لیدو وروسته راپور ورکړو چې د هغوی لپاره شرموونکی وو.
په بور جنګونو کې شا و خوا ۲۵۰۰۰ افریکان، ۲۲۰۰۰ انګریز پوځیان او ۱۲۰۰۰ تور غلامان ووژل شو. په کیمپونو کې ۲۸۰۰۰ سپین او ۲۰۰۰۰ تور مړه شول.
بور جنګونه په ۱۹۰۲م کې ختم شول خو په جنوبي افریقه کې تور پوستو ۵۰ کاله وروسته د خپلواکۍ مبارزه پېل کړه.
صفیه حلیم