د کابل ښارجنوبي برخې په څنډو هغه غونډۍ چې د بالا حصار په نوم ياديږي د لرغونې زمانې راهيسې د څاراودفاع لپاره کاريدلې ده.
د شير دروازې نه بره دا د زوړ کابل ښار يوه نه بيليدونکې برخه وه.
څو کاله کيږي دلته د کشان وختونود ژوند نښې څرگندې شوې چې په لومړي ميلادي پيړۍ کې د افغانستان واکمن و. په پينځمې ميلادي پيړۍ کې د کابل شاهانو له خوا دلته کلااودې ته څيرمه ديوال شاو خوا سل کاله وروستوجوړشول. دغونډۍ په لويديځه څوکه ددې نښې ليدل کيږي. د اوومې نه تر پينځلسمې پيړۍ کابل د بلخ،هرات اوغزني په شان تاريخي اهميت يې نه لرلو. د گوډ تيمور د حملې نه وروستو دلته مغل کيناستل.
د شپاړسمې پيړۍ په سرکې د کابل واکمن الغ بيگ مړشو نو دده وراره ظهيرالدين بابرپه ۱۵۰۴ م کې کابل په زوره ونيولواو له دې ځاې د هندوستان تسخير لپاره ووتلو. د بابر نمسې جلال الدين محمد اکبر چې په وړکتوب د خپل پلار همايون نه بيل شوې و، کابل کې د خپل تره سره پاتې و. هغه وخت چې همايون د هند تخت وبايللو نو کابل ته يې مخه کړه خو ورور کامران مرزاورته بغاوت وکړو او ماشوم اکبريې په بالا حصاروتړلو چې همايون ورباندې د توپو ډزې ونکړي.
د شپاړسمې پيړۍ په پاې کې يوازبک سرداربالاحصارکلابند کړو، دلته سخت جنگ ووشو . شپږمياشتې دا محاصره جاري وه. اوددې په دروازواو ديوالونوحملې کيدې. کله چې اکبر باچا لاهورد مغلوپلازمينه کړه نو په ۱۵۸۵ م کې يې کابل نيغ په نيغه پخپل کنټرول کې واخستو. د هغه راهيسې په بالاحصارکې به تل د مغلو گورنرميشت و.
د اکبرزوې جهانگير په ۱۶۰۷ م کې کابل ته په لومړي ځل ولاړو. دده د بالاحصار ودانۍ خوښې نشوې اود ورانولواوبيا د سره د جوړولوامريې وکړو. شاه جهان کله چې د خپل پلار سره په لومړي خل کابل ته تللې و نودده په امرپه بالا حصار کې يوباغ او ښکلې وړه ماڼۍ جوړکړې شول. جهانگير باچا په ۱۶۲۶ م کې په وروستي ځل کابل ته ولاړو. هغه وخت شاه جهان د بالاحصار ديوالونو د پخولو امر وکړو چې د چونې اودگچو خښتې يې پکې وکارولې. دلته د اوبو لپاره هيڅ انتظام نه واود کلا په سويل کې يوکوهې هم وکنستل شو. کوهې په اصل کې باولۍ وه چې د اوبو لپاره ورته پوڼۍ ښکته ورغلې وې. په بره بالاحصار کې د تيږو يوه بله باولۍ وروستوجوړه شوه . دلته يوکوهې ” سياه چاه” نوميدو چې د بندي خانې په توگه به کاريدو او بد نوم يې لرلو.
دوه کاله وروستو ازبک والي نذرمحمد کله چې د مغلو نه بغاوت وکړونوپه کابل يې هم حمله وکړه او مغل شاهي پوځ په بالاحصار کې کلابند پاتې شو. شاه جهان خپل زوې اورنگ زيب ددې بغاوت د ختمولو لپاره ورواستوو. په ۱۶۳۹ م کې دې پخپله بيا کابل ته ولاړو او له هغې وروستو به يې اوړې هم هلته په بالا حصارکې تيروو. اورنگ زيب پخپل وخت کې ددې په بره برخه کې د جوړو ودانيو د مينارونو جوړولو امر وکړو . له هغې وروسته دې چرې کابل ته ولانړو.
په ۱۷۳۸ م کې نادر شاه افشار د کندهارد نيولو نه وروستو کابل ته وخوځيدو. د کابل والي د ډېلي نه د مالي مرستې غوښتنه کړې وه چې خپلو عسکرو ته معاش ورکړي . کله چې دا پيسې ورته راونه رسيدې نو دې پيښور ته ولاړو. د يوې لنډې محاصرې نه وروستو نادرشاه بالاحصار ونيولو، څه موده دلته پاتې وبيا پيښور او ورپسې هند ته ولاړو. د هند د شته مني يې لوټ کړه او بيرته کابل ته راغلو.
د احمد شاه ابدالي پروخت بالاحصار د ايراني پوځ په لاس کې و. ده کابل ونيولواو هم هغه وخت و چې بالا حصار کې ايسار شو. په ۱۷۷۳ م کې دده زوې تيمورشاه پلازمينه د کندهارنه کابل ته يوړه او په راتلونکو شلو کالو کې په بالاحصاربيلا بيلې ودانۍ جوړيدې. د بالا حصار دننه ماڼۍ دده پروخت جوړې شوې.
د زمان شاه ټول وروڼه چې په کابل کې و، يو وخت دلته بنديان ساتل شوي و. بالاحصارلوړه او ښکته دوه برخې لري چې په هم دې نومونو پيژندل کيږي.
زمان شاه زيات وخت په کابل کې نه و او په بالا حصار يې هيڅ پام ونکړو خو دده ورور شاه شجاع په بالا حصار څه نا څه پام کوواود پلار په شان اوړي کې به په کابل کې و. په ۱۸۰۹ م کې کله چې دې له واکه ليرې کړې شونو په راتلونکو څو کلونو کې ددې کلا ته هيڅ پام ونشو. دوست محمد خان په ۱۸۲۶ م کې د افغانستان امير شوخو دې په بالا حصار کې نه اوسيدو.
د انگريزانو يو استاځې اليگزانډربرنز پخپلو يادښتونو کې ليکي چې د کابل امير په بالاحصار کې نه اوسيږي. دده ورورهلته يوه ودانۍ جوړه کړې وه چې ترټولو لوړه او “کلاه فرنگي” نوميده. له دې ودانۍ به د بالاحصار انگڼ ښکاريدو او هيچا ته د بره ختلو اجازه نه وه ځکه ښکته د ښځو کوټې ترې ښکاريدې. وروستو دا ودانۍ په ۱۸۳۹ م کې د بې پردگۍ په اساس ورانه کړې شوه.
د بالاحصار بره برخه وړه وه او ډيرخلک به پکې نشول اوسيدې، خو ښکته برخه کې د پينځو سوو کسانو د استوگنې ځاې و. په ۱۸۳۷ م کې برنز بيرته کابل ته ولاړو نو د بالاحصار ښکته برخې کې يوه ودانۍ چې لوې باغ يې لرلو ورته د استوگنې لپاره ورکړې شوه. په بل کال روسي هيئت کابل ته ولاړواو هم هلته ايسار شو. په ۱۸۳۹ م کې لومړې افغان جنگ ونښتو . د انگريزانو سفيرويليم ميکناټن چې د شاه شجاع سره تللې و په هم هغې ودانۍ کې ايسار شو.
انگريزعسکرهغه وخت بالا حصار ته ورننوتل. باچا په دې راضي نه و او دوي ته يې يو بل ځاې د چاوڼۍ لپاره ورکړو. يو انگريز واي چې دا د انگريزانو لويه اشتباه وه چې بالاحصار يې پريښودو. په ۱۸۴۲ م کې شاه شجاع دلته کلابند شواوهم هلته ووژل شو. انگريز عسکرو په ۱۸۴۲ م کې لږ وخت لپاره بالاحصارونيولو. د کابل لوې بازار وران کړو او په اکتوبرکې د کلا نه ووتل خودا يې وران نکړو.
په افغانستان کې تيږې په خټو کې کاريدل اود خښتو د پخولو کارهم گران ونولوې ودانۍ به په باران کې نه ټينگيدې. هم دا سبب و چې نوي باچا به ځان له نوې ودانۍ جوړوله ځکه پخوانۍ ماڼۍ به ورانې شوې وې. د بالا حصار ځينې بهرني ديوالونه د تيږو او د خټې د مسالې نه جوړ دي او په ځينو ځايونو کې پکې د اډاڼې لپاره د لرگي تيراو کله کله ددې د پاسه پخې خښتې به ولگول شوې. د بالا حصارجنوب غاړې ته چې کوم خندقونه دې، کله کله به په اوبوډکيدل چې دا اوبه به ورته د “جوې پل مستان” نه راوړل کيده. په ۱۸۳۹ م کې د بالا جوې په نوم يوه وياله هم پکې بهيده. دا اوبه په ځاې به ډنډ شوې او هروختې به پکې بوي اود ناروغيو سبب شو.
په ۱۸۴۲ م کې اميردوست محمد خان دويم ځلې د افغانستان باچا شواو ۲۳ کاله يې حکومت وکړو. دده د مړينې نه وروستووروڼه يې يو بل سره ونښتل، اخرشيرعلي خان په ۱۸۶۹ م کې په بالاحصارکې نوې اميراعلان شواولس کاله يې حکومت وکړو. دده لپاره د ښکته بالا حصارپه شمال ختيځ څنډويوه نوې ماڼۍ اوددې په ختيځ کې څو استوگنځايونه هم جوړ شول. قالينې اوانگريزي ډول ميزاو چوکۍ يې پکې کيښودې. دلته د انگريز سفارت لپاره هم يوه نوې دوپوړيزه ودانۍ جوړه شوه. د عسکرو لپاره پکې بارکونه اووسلتون بيل جوړ شول چې د گوگړاو رانجه به يې د خاورو په اوږدو منگو کې ساتل.
په ۱۸۸۰ م کې کله چې اميرعبد الرحمان واکمن شو نوانگريزانود افغانستان نه د وتلو لپاره تياري کوله. ددوي د پوځ مشرغوښتل چې بالا حصار وران کړي خوخپلو مشرانوله دې کار منع کړو.
د بالاحصار نه ښکته ددې په شمال کې يوه دروازه جوړه وه چې جوړه وه چې پوستين گنډونکي به يې بهر ناست و. وروستو دا د لاهوري دروازې په نوم ونومول شوه. که دې کلا ژبه لرلې نو د بې شميرو نورو وړو وړو پيښو حال به يې ويلې وې. بې شکه ديوالونه پاتې شي خو انسان ترينه کډه وکړي.
سرچينې
۱. د کابل بالاحصار. د افغانستان ديوې کلا د ماڼۍ څرگندونه. بيگ. سي. ډبليو ووډبرن. د شاهي انجينيرانومرکز. لومړې گڼه ۲۰۰۹ م.
۲. د اليگزانډر برنز يادښتونه.
۳. ايچ. ايم. ډيورنډ. د بنگال انجينيران. جې.ايل.ډي. سټرټ
صفيه حليم