په ۱۱ پېړۍ کې د اندلس اسپانوي صوبه د کتابونو د چاپ او لویو کتابخانو لپاره په ټولې نړۍ کې شهرت لرلو.
په ۷۱۱م کې د امیه ټبر عبدالرحمن الداخل، په عباسی بغاوت کې له دمشق وتښتیدو. ده د اندلس ساحلي ښار مالقه (ملاګه) کې پناه واخیسته او بیا د شمالي افریقه بربر قبایلو په ملاتړ تر ۷۱۶م د اندلس ونیولو. اخواعباسي خلیفه منصور په ۷۶۲م کې دجله سیند پرغاړه نوي پلازمینې “بغداد” بنسټ کیښودو نوعبد الرحمن په پلازمینه، قرطبه کې د یو لوی جومات په جوړولو لاس پوړې کړ.
د اندلس په لویو ښارونو کې د جوماتونو او مدرسو لګښت د حکومت په غاړه و. د ځینو مدرسو لپاره شته منو خلکو زمکه یا باغونه وقف کړي وو چې پکې قران، فقه، ادب، تاریخ، فلسفه او ساینس لوستل لازمي وو. د نورو ملکونو طالب علمانو لپاره وېړیا استوګنځایونه، خواړه او کتابونو شهرت ډېر کسان قرطبه ته جلب کړل او تر ۸۰۰ م دا د ۲ لکو انسانانو میشتځای شو.
تر ۹ او ۱۰ پېړۍ چې اروپا د جهالت په کندو کې پرته وه، په اندلس کې د محاصلینو شمیره زرګونو ته ورسیده. دلته علوم قدیمه- ریاضي- طب و جراحت- موسیقي- منطق- کاینات- تاریخ و جغرافیی نه علاوه مسلکي زدکړه هم کیده. لوی عالمان يې په ښه معاش هلته وربلل، عیسایی او یهودی هنرمندانو خلکو ته د څرمنې د رنګولو، زراعت- مسینو لوښو شیشه سازي او مهندسي ورزده کوله. هغه وخت د زیتون، اینځر او د نارنج تخم په لومړي ځل اسپانیی ته یوړل شو. عربانو د دغو میوو باغونه جوړ کړل او اندلس یوه شته منه سیمه شوه.
د امیه کورنۍ غړي په عربانو کې لا پخوا متمدن او لوستي خلک وو. په اندلس کې دوی تعلیم او مسلکي زدکړو ته لا پام وکړو. د عبدالرحمن (دریم) په وخت قرطبه کې ۷۰ کتابخانې او د کتاب خرڅولو دکانونه وو. د خلیفه الحکم په وخت هلته ۲۳ پوهنځي جوړ وو. د الحکم د کتابونو دومره شوقین و چې خلکو به ورسره ملاقات لپاره کتاب ولیکلو. په ۹ پېړۍ کې د نړۍ لوی کتابتون د الحکم په ماڼۍ کې و چې پکې ۱۴ لکه کتابونه موجود وو. هغه وخت د اسکندریه نه علاوه، بل هیچرته لویه لایبرېري نه وه. په اندلس کې د سرکاري کتابخانو نه علاوه خلکو په کورونو کې لوی شمیر کتابونه موجود وو.
یو شته من کس ابن فطیس د خپلو بې شمیرو کتابونو لپاره د خپلې کوڅې ټول کورونه، په بیه واخیستل. په دوی کې ۴ لکه کتابونه پراته وو چې ځینې يې له اسکندریه او بغداد راغوښتي وو. کله چې دی له یو نادر کتاب خبر شو نو په هر قیمت به يې ترلاسه کاو. د ابن سعد، محمد بن حزم او یوې میرمنې عائشہ بنت احمد په کتابتون کې هم نادر کتابونه موجود وو چې ولس به ترې ګټه اخیسته.
د اندلس نامتو فقیه ابن رشد دوه مهم کتابونه ولیکل. په “مناهج الادلنہ فی عقائد الملت” کې د ټولو مفکورو دلائل بیان شوي وو. په ” فضل المقال” کې د اسلام حقانیت ثابت شوی دی.
د اندلس مدینه الزهرا نامتو طبیب ابوالقاسم الزہراوی، په طبي علم یو کتاب “التصریف لمن عجزعن التالیف” ولیکلو. دی مسلکي جراح او د جراحي آلات به يې پخپله ډیزاین او تر خپلې څارنې جوړول. د جراحي آلاتو انځورونه، ورسره د کارولو طریقه په یو کتاب کې يې لیکل چې وروسته ترې کاپیانې چاپیدې. تر سوونو کاله د یورپ جراحانو به د الزهراوي له کتاب ګټه اخیسته. د اوسني طب ځینې آلات له هغه وخت رواج دي. په دوی کې د سترګو د آپریشن یوه آله اوس هم هغه ډیزاین کې جوړېږي. په ۱۱ پېړۍ کې د کیمیا( کیمسټري) او د داروګانو جوړونکي هم د اندلس مسلمانان وو. د دوی له کبله یورپ د تیزاب، پوټاس، د نقری اوبه، فاسفورس او اکسیجن نه خبر شو.
په اندلس کې مشهور دیني کتابونه و لیکل شول. ابوعبداللہ احمد بن قرطبی تفسیر “الجامع الاحکام القرآن” د ابوبکر محمد البحرالمحیط” د ابن العربی “تفسیرالقرآن الکریم” د قران تشریح و. احمد بن خالد القرطبی “مسند امام مالک” ابوعمریوسف بن عبدالبر د “موطا امام مالک” شرح ولیکلو. د امام مالک یو شاگرد یحیی بن یحیی مصمودی “فقہ مالکی” خپور کړو. د حضرت محمد (ص) په سیرت هم مستند کتابونه ولیکل شول. ابوعمر ابن عبدریہ ” الصقد القرید” او ابوالفضل القاضی ”کتاب الشفاء” د پام وړدي. د تاریخ په کتابونو کې ابو زید محمد بن خلدون “العبر”، محمد بن موسی الرازی “کتاب الرایات” او ابوبکر احمد بن راضی “تاریخ اندلس” مهم وو.
تر ۱۰۰۰م قرطبه کې ۴ لکه خلک اوسیدل چې د روم نه وروسته د یورپ دویم لوی ښار شو. خو ۲۰۰ کاله وروسته اندلس د کورنۍ جنګ او د شخړو مرکز شو. د کاسټیل مسیحي باچا له دغو جنګونه ګټه واخیسته او په ۱۲۳۶م کې اندلس نه مسلمانان يې په سپکاوي وشړل.
صفیه حلیم