ګلقند


د پارس نادر شاه په فروري ۱۷۳۹م کله چې په دلي حمله وکړه نو ستړیا او ګرمۍ له کبله يې طبیعت خراب شو. شاهي حکیم ورته ګلقند راوغوښتل. د شیشې له مرتبان د سرو زرو په قاشوغه لږ ګلقند يې په یوه نقریی تله کې وتلل او په وړوکي کاسه کې يې باچا ته ورکړل. نادر شاه د ګلقند په خوړلو وویل، ” این حلوه شیرین خوب است” بیا مرتبان يې ځان ته راښکلو او په لاسونو يې ګلقند راویستل او خوړل.
د ګلاب له پاڼو او شات جوړه مربه په لومړي ځل د هند مسلمان حکیمانو د جل وهلي (سن سټروک) درمل او د معدې تیزابیت-قبض ختمولو لپاره ورکاو. هغه وخت دا به يې ” ګل انګبین” په نوم یاداو.
ګلقند لپاره دغټو پلنو پاڼو پیازي رنګ ګل غوره کوي چې خوشبويی يې معمولي او یورپ کې ورته “دمشق ګلاب” وایی. د دغه ګل پاڼې له ډانډي بېل کړي او بیا څو وارې په یخو اوبو له وینځلو وروسته په شاتو کې ورګډ کړي. دا د شیشې په مرتبان کې ۱۴ ورځې سرلوڅ په لمر او ماښام دننه په تیاره کې ساتي. دا ګلقند به ” افتابي” نومیدو. هغه چې د شپې سپوږمۍ رڼا ته به يې ساتلو، ” مهتابي” و او د دواړو اثر به هم جلا و.
د وخت په تیرېدو مصري یا قند به يې ورګډ کړل او نوم يې ګلقند شو. بیا ګلقند آبي هم جوړیدو چې د ګل پاڼې او شات د خاورې په لوښي کې، سرپټ د اوبو ډک بل لوښي کې ۲۱ ورځې ساتي. کله چې د نورو ګلونو طبي خاصیتونه معلوم شول نو له هغوی هم ګلقند جوړیدل. ګلقند بنفشه، ګلقند بانسه او د بادرنګ د ګل ګلقند خیار یو څو نومونه دي.
ګلقند د خیټې د ناروغیو نه علاوه حکیمان د زړه توان، د پلې درد، خارخت،د پوزې وینه(نکسیر) د خلې پخیدل او د وینې پاکولو لپاره هم ورکوي. په مغل شاهي دسترخوان د نورو خواږو سره ګلقند هم ایښودل کیده او له ډوډۍ وروسته د هاضمې لپاره به يې خوړل.
ګلقند د ۱۰ نه تر ۲۵ ګرام (دوه وړې قاشوغې) خوړل پکار وي. زیات ګلقند د اسهال (دستونو) سبب کېږي او معلومه نه ده چې د نادرشاه افشار نس څو ورځې بهیدو.
خپله د زړه په رنځ اخته یم
خلکو ته ځکه د ګلقند نسخه لیکمه
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *