د شیرشاه مقبره


د ۲۰۰۳م په پای کې ساهسرام (سهسرام) کې د شیر شاه سوري مقبره مې ولیده نو هغه وخت هم په ښه حالت وه. دا د هند دویم تاج محل په نوم شهرت لري. له پټنې۲۰۰ کلومیټر لیرې ساهسرام د شیرشاه وطن و. د بهار اوسیدونکي په بهوجبوری ژبه کې ورته “ساه” (شاه) وایی. شیرشاه سوري د ۴۲ کالو په عمر کې د هند باچا شو او د واک موده يې ۷ کاله وه. د هغه په اړه د مغلو پروپاګنډه دا وه چې د هند خاوره نیولو په وخت زاړه ښارونه يې ورانول. خو شیرشاه د خپلې زمانې یو نابغه انجینیر هم و چې د لویو سړکونو، کلاګانو او جوماتونو نه علاوه په ۱۵۴۰م کې د خپلې مقبرې نقشه جوړه کړه. په اوبو کې جوړه دغه شانداره مقبره د هندوانو مندرونو او د لوديانو “پټهاني”جوړښت یوه بیلګه ده.
د مقبرې ودانۍ ۸ اړخیزه ( هشت پهلو) ده چې ورباندې ۲۲ میټر لوی ګومبد دی. د دې څلورو اړخونو ته په دوو طبقو ۱۶ وړې ګومبدې او پاسه پرې هندي ډول “چهتري” دي. په ګومبدونو یو وخت رنګین کاشي خښتې وې چې خال خال اوس هم ښکاري.
دننه د شیر شاه قبر د ګومبد مرکز نه لږ په ګس لاس جوړ او یوڅادر پرې غوړیدلی وي. د دې بل اړخ ته یو محراب د مکې لوري ته جوړ دی چې یو وخت پکې قیمتي کاڼي خښ وو. د لاجوردو پاتې شونې اوس هم ښکاري. د هند تر ټولو لوړه او بې جوړې دا مقبره په سرو تیږو او څلورو اړخونو ته پوڼۍ ښکته تالاو ته کوزېږي. دا اوبه نزدې له یو ویالې راتلې او خوسا اوبه په بله لاره وتلې. مقبرې د تلو لپاره په اوبو کې د تیږو یو وړوکی سړک دی چې له یو برنډې پېل کېږي.
د هند د قدیمه اثارو شعبې د شیرشاه سوری د مقبرې چاپېره ۱۰۰ میټر کې د کورونو په جوړولو بندیز لګولې دی. خو په تیرو څو کالو کې دلته یو مندر او د واده منډپ جوړ شول. په تالاو کې د اوبو لاره په بندیدو اوس دلته بویی وي. د دې نه علاوه د هندوانو د درګا مراسمو په وخت بوتان په هم دغه تالاو کې غورځوي. د شیر شاه سوري مقبره په ځایی خلکو کې “پانی والا روضه” او په لږه فاصله د ده د پلار حسن خان مقبره ” سوکها روضه” په نومونو مشهور دي.
د سوري دور یو مهندس الاول خان د شیرشاه له مړینې درې میاشتې وروسته په ۱۶ اګست ۱۵۴۵م کې دا مقبره مکمل کړه.
صفیه حلیم

2 Comments

Add a Comment
  1. زړه پورې لیکنه ده ، په مینه مې ولوسته یوازې یویادونه زما خوارکي له خوا هم پرې ور زیاته کړه اوهغه داچې د شیرمقبره په ټولیزه توګه دده خولۍ، یاخول (تاج ) ده
    چې سلیم شاه په ډیره بیړه هغه بشپړه کړه اوددغه لویه ټولواکمن تاج یي پرعملي توګه پرځمکه کیښود.غالبآپه ۲۰۱۲ کال کې دشمال هندوستان تاریخی وادنۍ دتاج محل په ګډون دتاریخی اوهنري اهمیت په خاطردمقام ګټلوله پاره کاندیدشوې. ماد ودانیولست په ورځپاڼه کې ولوست دغه ودانۍ په کې نه وه. دهغه وخت دبیهارمشرلیډر لالوپرساد وزیرو، هغه ته مې تلیفون وکړچې ستا په شته والی سره دبیهارسره دومره لویه بې غورې روانه ده،دغه وداني چې دټول بیهارویاړیادیږی په دغه لوی لست کې نشته ؟ هغه زه مازدیګردفتروبللم اوددغې ودانۍ په رمزاو رازمی پوه کړ، دکلتوروزیرته یې زنګ وواهه اوپه شاکي ژبه یې دغه موضوع ورته وویله، هغې وعده وکړه چې داکاربه وکړي، دغه وداني دمقام په لحاظ په وروستۍ ارزونه کې په ټول هندوستان کې په دریم مقام کې راغله چې تراوسه په دغه مقام باندې پاتې ده. په رښتیا هم دهندوستان له شهکاري ودانیوڅخه ده، ډیرلږ خلک په دې پوهیږي چې داودانۍ به رښتیاهم د شیرشاه خپل تاج وي ؟؟؟
    درناوي

    1. مننه استاد.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *