سرود (سارود) فارسي توری چې مانا يې خوږه نغمه ده. دا د رباب په شان د ساګوان (ساقې ونې) له لرګي جوړ او د چېلي (اوزی) د پوټکي پلن تارونه لري. هغه پلنه برخه چې ربابي ورباندې تارغږوي، د پیتل پوښ لري چې ګوتې يې ژوبل نشي.
د ۱۸ پېړۍ په هند کې یو بنګښ پښتون محمد هاشم خان د اسونو تجارت کاو. د شپې به يې خپل رباب ته ټنګ ورکړو او خلک به يې اوریدو لپاره راټول شول. اخر دومره مشهور شو چې د مدهیه پردیش “رېوا” ریاست مهاراجه پخپل دربارکې رباب غږولو ته راوبللو. د هاشم خان نمسي غلام علي خان بنګښ هم د نیکه نه دا هنرزده کړو او د ګوالیار راجه دربار کې به يې رباب غږولو. هغه وخت یو بل بنګښ ربابي مدارخان هم خلکو پیژندلو. د ده یو نمسی نعمت الله خان د هندي راګونو نه په اغیز، په ۱۸۲۰ م کې رباب کې په بدلون راوستلو، نوی ساز سرود جوړ کړو.
په لیدلو کې رباب او سرود اوس هم یو شان ښکاري. دواړو کې ۶ لرګین ګوټکې (توکمې) په یو تش ډبلي لګیدلي او دوه ګول لرګین ماکوان لري. خو په رباب کې ۳ او په سرود کې ۷ تارونه وي چې د هندي راګونو غږ ترې جوړیدای شي. دا نوی ساز په رېوا- شاهجهانپور-ګوالیار او لکهنو کې ډېر مشهور و. په ۲۰ پېړۍ کې یو بل بنګښ علاوالدین او دده ورورعنایت علی خان په دغه ساز کې نور تارونه ورزیات کړل او اوس د ۱۷ نه تر ۲۵ تارونه هم پکې وي. د سرود غږونکي پښتانه د ” بنګښ ګهرانه” په نوم مشهور شول.
په ۱۸۷۷م کې زیږېدلی د بنګښ سرودیانو یو استاد سخاوت حسین د خپل پلار شفاعت علی نه سرود غږول زده کړل. د یو بل سرودي “ننهی خان” زوی حافظ علی خان د خپل تربورعبد الله خان شاګرد شو چې د محمد امیرخان نمسی و. دی د ګوالیار درباري سرودیانو نه و خو بنګال ته به هم تلو. هلته په لویو محفلونو کې به يې سرود غږاو او ډېر شاګردان يې لرل. ده په سرود د برطانیی ملي ترانه هم پخپل سټایل کې غږوله. حافظ علی خان ته په ۱۹۶۰م کې د هند د موسیقۍ تر ټولو لوی انعام ” پدمه بهوشن” ورکری شو. په ۱۹۷۲م کې د ده له مړینې وروسته، حکومت د دلي یو سړک د ده په نوم کړو.
یو بل بنګښ سخاوت علی خان هم د سرود استاد و چې په ۲۰ پېړۍ کې يې نړۍ وال شهرت تر لاسه کړو. دی په ۱۹۲۶م کې د “بتکهنډه” موسیقۍ په اداره کې پروفیسر شو. د ۱۹۳۵ او ۳۸ ترمنځ ده د یورپ په لویو هالونو کې سرود غږاو او لومړی هنرمند و چې د سرود نغمې يې په ګراموفون ثبت شوې او ککوړي (ریکارډ) يې جوړ شول.
د حافظ علی خان تر ټولو کشر زوی، معصوم علی خان په ۱۹۴۵م کې ګوالیار کې زیږېدلی او د بنګښ ټبر شپږم کول سرودې دی. ده خپل نوم “امجد علی خان” ته واړاو او د سرود په نغمو کې يې نوښت سره په نړۍ کې مشهور شو.
په ۱۹۶۳م کې ده امریکه کې کنسرټ ورکړو او تر ۲۰۰۰ م په کال کې یو ځل امریکا په یو ریاست کې سرود غږولو. دی د امریکه د څو ښارونو اعزازي تابیعت لري. په ۲۰۰۱م کې ده ته هند د موسیقۍ دویم لوی انعام ورکړی شو. د دې نه علاوه د هندي کلاسیکي موسیقۍ بې شمیره نور انعامونه يې واخیستل.
د هند په سازونو کې د نوښت او د سرود په غږولو کې د بنګښ ټبر لویه ونډه ده. هلته يې درناوی هم کېږي خو افسوس چې پښتانه تراوسه خپل هنرمند ته په سپکه ګوري.
صفیه حلیم