د ساکایی قبیلو میشتځای ساکستان یا سیستان اوس په دريو ملکونو وېشلې سيمه ده. دلته د اوبو یو لوی ډند “هامون” د ژوند لپاره فراوان اوبه، مهیان، مارغان او بوټي لرل. چاپېره ترې دوه لوی ذردشتي عبادت ځایونه او په کوه خواجه غونډۍ د لرغونې کلا نښې دي. یو بل ځای “شهرسوخته” ۳۲۰۰ق م کې اباد او تر ۱۸۰۰ق م پکې د میډز خلک اوسیدل. هغه وخت ددې سیمې نوم “زرنکه” و چې د بیستون په ډبرلیک ولوستل کېږي. په ایلامي ژبې کې “سيرانکه” او یوناني کې درنجیانه و. هیروډوټس يې “سارنګۍ او لاتین کې زرنګۍ لیکل شوی دی. دا ټول د زرنج پخواني نومونه وو چې اوس د افغانستان یوه وړه صوبه ده.
د اوسپنې په دوره کې د قفقاز له غرونو دوه لوی قامونه سرمتیان او امیرجیان د پارس حاکم سره جنګ نه وروسته “ډرنجیانه” کې میشت شول. په یونان کې دوی د “سیتیا” اوسیدونکي بلل کیده. د چین “سای” پارسي سوګدیان او هندي سکودره د کوچیانو لپاره کاریدونکی نوم و. ساکای کوچیان په یو ځای نه پاتې کیدل او په جوپو کې د هندو کش له غرونو هند ته اوړیدل. د پښتنو په اړه هم یوه تیوري دا ده چې دوی ساکایی قبیلو نه وو. د دوی ځینې قبیلې ان تر بنګال ورسیدې او د نیپال د غرونو یو سلطنت ” کپل وستو” یو ساکایی قبیلې له جوړ شو. وروسته بودا پکې وزیږېدو چې ” شاکیامنی” یاني د ساکا غړی به يې ورته ویل.
په ۳ ق م پېړۍ کې د اسکندر د حملې نه وروسته سیستان د سیلوسایډ باچاهانو په لاس کې وه چې په ۳۰۵ ق م کې د هند موریه سلطنت ته يې پریښوده. په ۱۸۰ ق م کې د موریه سلطنت په ختمیدو دا یونان باختر باچاهانو لنډ وخت له بیرته ونیوله. تر څو هندي یوناني باچاهانو بیرته واخیسته. د سیستان مرکز شهرستان ته د هلمند له سیند یو نهر جوړ شوی و. یو وخت بند مات شو نو خلکو ترې کډه وکړه او اوسني زرنج کې میشت شول. په لومړي پېړۍ کې دلته کشان، بیا ساساني او یفتلیانو په لاس ورغلو. په ۶ پېړۍ کې دلته لږ شمیر نستوري مسیحیان هم اوسیدل چې تر ۸ پېړۍ د سوریا پادري تر څارنې پکې عبادت کیدو.
په ۶۶۱ م کې عرب مسلمانانو سیستان کې یوه وړه چاوڼۍ جوړه وه. په ۹ پېړۍ کې زرنج د سفاري سلطنت پلازمېنه او بیا د غزنوی سلطنت برخه شو. په ۱۰۰۳ م کې د سیستان خلکو د محمود غزنوي خلاف پاڅون وکړو. هغه د خپل پوځ هندو لښکر ورواستاو چې د زرنج په جومات يې حمله وکړه او هلته مسلمان باغیان يې ووژل. د ۱۴ پېړۍ تر پای تیموری او بیا د پارس صفویانو په لاس کې شوه.
د اوسني ايران ختيځ (صوبه سيستان و بلوچستان) د افغانستان جنوب( نيمروز، کندهار او زابل) او د پاکستان لوېديځ ( نوک کندي) یو وخت د سیستان تاریخي سیمه وه چې نوم يې په تاریخ کې پاتې دی.