په پښتونخوا کې اوس هم هغه خلک ژوندي دي چې د سیکانو کیسې يې خپلو مشرانو نه اوریدلي وو. ځینې سپین ږیري د چا د ظلم ذکر کوي نو وایی دا څه “سکها شاهي” خو نه ده.
د ۱۸ پېړۍ تر پای، پنجاب کې د سیکانو جنګي ډلو پخپل منځ کې يو کنفيډريشن “سربت خالصه”جوړ کړو. دوی خپلې سيمې په انتظامي ډلو “ميسل” وویشلې. د افغانستان شاه زمان څو وارې د هند پر تخت د کیناستو لپاره، خپل لښکر تر پنجاب لاړو خو خپل میره ورور، شاه محمود د پارس په لمسون، ورته بغاوت وکړو. ورو ورو د افغانستان ټول توان د تخت لپاره ضایع شو. په ۱۷۹۹ م د جولای په ۷ نیټه سیکان لاهور ښار ته ورننوتل او ټولو “خالصه” ډلو په ۱۲ اپریل ۱۸۰۱ م کې یو تکړه جنرل رنجیت سنګ خپل راجه اعلان کړو.
په ۱۸۰۹ م کې شاه محمود د بارکزو په ملاتړ د کابل پر تخت کیناستو خو تر ۱۸۱۸ م تش په نوم باچا و. له دغو شخړو نه په ګټه اخیستو، لاهور نه د سیکانو يوه وړه پوځي دسته اباسین ته ورسیده. هلته د سیمې د پښتنو ۷۰۰۰ لښکر پرې ورمات شو او ډېرځاني تاوان يې ورساو. په ۲۰ نومبر۱۸۱۸ م رنجیت سنګ پخپله د یو لوی لښکر سره پيښور ته نزدې شو نو د دې حاکم يارمحمد بارکزی ۱۴ توپې او پوځ شا ته پریښودل او چارسدې ته وتښتیدو. بیا درې ورځې پېښور او چاپېره کليو کې د سیکانو چور تالان ګډ و. دوی بالاحصار ته اور ورته کړو، د شاهي باغ ونې يې پريکړې او د مهابت خان په جومات کې يې اسونه تړل. د ښار هر يو شته من نه يې د نذرانې په نوم پېسې شوکولې.
د سیکانو د مقابلې لپاره په کلیو کې کچه (خام) کلاګانې جوړې کړې او ځوانانو به د شپې مورچې نیولې. د اباسین پر غاړه صوابۍ نه تر غورغوشتو او پنجتار د سیکانو د لښکر په راتلو نغاره وډنګیده. د سیکانو یوه دسته په “لاهور” صوابۍ کې میشت وه او پښتانه به په وړو ډلو کې هلته د شپې چپاو له ورتلل. یوه شپه سیکان ورته بیدار و او د حملې موقع يې پیدا نکړه. بیا ټوله شپه دوی بیرته په پښو روان وو. په “نوګرام” کې دوی په پټیو کې دمې ته ایسار شول. د سیکانو لښکر ورباندې راغلو او ټول يې هم هلته شهیدان کړل. دغه هدیره اوس “شهیدان” په نوم مشهوره دی.
د وړوکي لاهور سید طاهر بخاري د خپلې ترور(اما) له خلې وایی، ” مونږ کره ډېر کتابونه وو. پوره لایبریري وه چې زیات تر پکې قلمی نسخې وې. مونږ کره به د خلکو امانتونه پراته وو. سره سپین کالی او پېسې- سکهانو زمونږ په کور حمله وکړه، هغه امانتونه يې ټول وتښتول او کور يې راله وسوځو…” طاهر بخاری لیکي چې “هغه سوزیدلي کتابونه خو ما ته هم یاد دی چې مونږ کره تر ډېره وخته پراته وو. ډېره موده مې ورته پلار خفه و. اخر یوه ورځ يې په اوښانو بار کړل او اباسین ته يې وغورځول.”
د “سکهه والی” دوره د لوټ مار- وژنو او د ښځو د تښتولو لپاره یادېږي. که د کلي خلکو د کلنګ پېسې نه ورکولې او یا لږ مزاحمت يې کاو نو سیکانو به بوساړو ته اور واچاو او په کوهیانو به يې زهر وشیندل. تیار فصل ته به د دوی اسونه ورننوتل او هچا به ورته غږ نشو کولې. ځینو پښتنو ښځو به ځان سره چړه ساتله. ډاکټر بشری خاتون لیکي،
” په نوی کلي کې یوې ښځې کره سکهان راغلل. کچه غرمه وه. سړي ارهټ ته تلی وو. دا ښځه یواځې وه چې سکهه راننوتو نو دې ته يې لاس واچوو. دا ورسره په جګړه شوه او سکهه يې رالاندې کړو. په مرۍ يې ورله ګوتې کیښودې او ساه يې ترې اوویسته. بیا يې ورله د ستانې په ګوټ کې ډوغل (کنده) اوکنستو او سکهه يې ورته راکښو. خاورې يې پرې واړولې او د لرګي غټ خانک يې پرې نسکور کړو. سکهان به ډلې ډلې کوڅې ته راتلل چې دلته زمونږ ملګرې راغلی دی. ولې دې به ورته وی چې تښتئ دلته هیڅوک نه دي راغلي. چې ماښام يې نارینا د پټو نه راغلل نو دې ورته قیصه اوکړه. هغوی ترې نه د غوږ بالۍ (والۍ) قینچي کړې او ماسخوتن يې خوړ ته راښکو…شګو کې يې خښ کړو” سیکان به په جوماتونو ننوتل او ورانی به يې کوو. چڼي (طالبان) به د جوماتونو نه تښتیدل. سیکانو په جوماتونو کې په ازان ورکولو بندیز لګولې و او خلک به يې مونځ ته نه پریښودل.
د کابل پر تخت د دراني شهزاده ګانو ترمنځ رقابت روان و او يو وخت ايوب شاه (د شاه زمان زوی) باچا اوعظيم خان بارکزی يې وزير شول. په دسمبر ۱۸۲۲ م کې یو لښکر د محمد عظيم خان په مشرۍ د اټک کلا بيرته نيولو لپاره روان شو. خو نيمايي لارې نه بيرته لاړو ځکه په کابل کې ايوب شاه د تخت نه ليرې او په ځای يې شهزاده سلطان علی باچا اعلان شوې و.
د ۱۹ پېړۍ له پېل د اباسین نه سیکانو جنګي ډلې ډېره اسمعیل خان ته چورچپاول لپاره ورتلل. هلته درانی حاکمان کمزوری او د سیکانو سره د مقابلې په ځای له هغوی يې مراعات اخیستل. په ۱۸۲۲ م کې د سیکانو لوی لښکر بنو ته ورسیدو، ډنډوره يې وغږوله چې ستاسو مشراوس رنجیت سنګ دی. په ۱۸۲۳ م کې دوی د “دلیپ ګړ” په نوم یوه کلا جوړه کړه او بنو ته تلونکي ویالې اوبه يې خپل کنټرول کې کړل. هلته د غوا په حلاله بندیز و، سیکانو به د پښتنو ځوانان وتښتول او بیا د خپلو خلکو خلاف د جنګ لپاره اړ ایستل.
په پښتونخوا کې د وحشت دغه دوره ۵۰ کاله وروسته د انګریز د راتګ سره ختمه شوه. سیکانو جنګیالي په انګریز پوځ کې شامل شول او په ۱۸۹۷م کې شوی د ساراګړۍ پیښه په ویاړ یادوي چې د ۱۰ زرو پښتنو حمله يې په شا وتمبوله.
سرچینې
۱. د صوابۍ تاریخ.(۲۰۰۰ق م نه تر ۱۹۴۷ع پورې) ډاکټر بشری خاتون. پشتو اکیډمي. ۲۰۱۵ م
۲. پنجاب او پښتانه ( سکهه شاهی دوره) خواجه محمد سایل-بهادر کلی. پیښور. جنوری ۲۰۰۰م. ۷۹،۸۰ مخ.
۳. تاریخ سرحد. مولوی میر احمد-(۱۹۰۶م) مکتبه جمال.لاهور. ۲۰۱۲م بیا چاپ.۶۴، ۶۵ مخ.
۴. تاریخ تهکال. طارق خان خلیل.۲۰۱۸ م.۵۳، ۶۹ او ۷۰ مخ.
۵. ثقافت سرحد- تاريخ کې آينې مين. قاري جاويد اقبال. لوک ورثه اسلام اباد. ۲۰۰۱ م ۲۴۷ مخ