په ۱۵ مارچ ۱۸۴۷ م په بنو کې میجر ایډورډ هربرټ د سیمې یو نامتو جنګیالي، دلاسه خان د راتلو په انتظار و. دی هغه وخت د سیکانو د استاځي په توګه بنو ته رسیدلی او دلاسه خان ته يې د روغې لاس غځولې و چې هغه وخت سپین ږیری و. په ټاکلي وخت ۶۰ سپاره کلا ته راننوتل او ایډورډز د دلاسه خان په اړه لیکي، ” د باعزم څېری، تریو تندي او تیزو سترګو څخه يې معلومیده چې د ځوانۍ قوت لا ورسره و. دی… خو زه په دې ډېر خوشاله شوم ځکه زمونږ د لښکرټول سیکان د خیمی چاپیره راټول او ده ته يې داسې کتل لکه چې څوک په پنجره کې د بندي زمري ننداره کوی.”
لوړدنګ دلاسه خان او ورسره مله په لویه خیمه کې ایډورډز سره خبرو ته کیناستل. د یو ترجمان په خله هغه ایډورډز ته وویل. ” زه ځکه راغلم چې تا رابللې وم، زه په سیکانو هیڅ باورنه لرم. ته د اهل کتاب (مسیح) نه يې او ډاډه یم چې خپل لوظ به پوره کوې.” ایډورډز د څو تشریفاتي خبرو نه وروسته ورته خواست وکړو چې دی هغه سیمې سره بلد نه دی نو خپل کلی دی ورته وښایی.
دلاسه خان ورسره ومنل او په بله ورځ، ایډورډز سردار شمشیر سنګ هم له ځانه سره بوتلو. کله چې دوی کلي ته وردننه شول نو ایډورډز دلاسه خان نه د هغه د کلا په اړه پوښتنې کولې. دی پوهه شو چې ایډورډز ورسره چل کړې و او د کلا حال به سیکانو ته ورکوي. خو د میلمستیا له دود سره سم د ایډورډز درناوی يې وکړو او کله چې دوی لاړل نو خپل سنګر يې پریښودو او د بنو په لویدیځ کې داوړو(دوړ) ته لاړو. بیا يې ایډورډز ته پیغام ورواستاو چې د دغې پیښې نه وروسته، دی په انګریز هم باور نشي کولې.
دلاسه خان ممکن په ۱۷۷۷ م کې زیږېدلې، پلار يې خټک خان، نیکه يې عالم خان او غورنیکه يې غازي خان نومیدل او “تپه داود شاه” د ده ابایی ټاټوبی و. په تنکي ځوانۍ کې دلاسه خان اوریدل چې د سیکانو ډلې له اباسین ډېره اسمعیل خان ته چورچپاول لپاره راتلل. هلته درانی حکومت کمزوری او سیکانو سره د مقابلې نه و. په ۱۸۲۲ م کې یو لوی سیک لښکر بنو ته ورسیدو، ډنډوره يې وغږوله چې ستاسو مشراوس رنجیت سنګ دی. دوی د هر کلي نه باج ( ټیکس) غوښتنه کوله چې دلاسه خان نه منل. په ۱۸۲۳ م کې دوی د “دلیپ ګړ” په نوم هلته یوه کلا جوړه کړه او بنو ته تلونکي ویالې اوبه يې خپل کنټرول کې کړل.
پښتونخوا ته د هندوستان نه د سید احمد بریلوي د مجاهدینو د ورتګ سره د سیکانو خلاف د جهاد ناره بنو ته هم ورسیده. دلاسه خان د سیمې خواره واره پښتانه په ځان راټول کړل او د سیکانو مقابلې ته يې مټې ونغښتې.
له ۱۸۲۳ م سیکانو ۹ ځلې په بنو حملې وکړې اوهلته پښتنو ورسره سخته مقابله وکړه. په ۱۸۲۶ م کې شهزاده کهړک سنګ یوغښتلي پوځ سره دلیپ ګړ ته جوخت کیمپ ولګوو. پښتنو ورباندې پټې حملې کولې او اخر له سیمې وتلو ته يې اړ کړل. په ۱۸۳۴ م کې د رنجیت سنګ یو بل سالار تاره چند او فرانسوي جنرل کورټ څلورم ځلې د ۸۰۰۰ پوځ او ۱۲ توپو سره بنو ته ورغلل. په لار د مروتو شنه فصل ویجاړ او مقاومت کوونکي يې ووژل. د “اکره” غرسره نزدې په “ککي برات” کې د دوی له کیمپ مخبرانو نزدې کلیو نه د دلاسه خان د کلا خبر راوړو. تاره چند د شپې کلا ته نزدې ماماشخیلو ته لاړو او په بل سهارسپیده چاود نه وړاندې يې ورباندې چپاو وکړو. دلاسه خان د خپلو جنګیالو سره د لرګي لوړ دیوالونو شا ته مورچې نیولې وې. په دوی له هرې خوا د توپو ګولې وریدې. کله چې یو لرګين دېوال به ونړیدو نو پښتنو به هلته د لویو ونو چارتراش ودراو. اخر د سیکانو زور ډېر شو نو دلاسه او ملګري يې کلا نه بهر د سیکانو په توپخانه ورپریوتل، ډېر کسان يې ووژل او د توپو ډزې بندې شوې. د تاره چند پلي پوځ هم په جوش یوه لویه حمله پېل کړه. پښتنو په دفاعي جنګ کې ټوپکې کارولې خو کله چې کارتوس ورسره خلاص شول نو تورې يې راوویستې. دلاسه خان د کلي چاپېره د څاربرجونه هم جوړ کړي وو او پکې ناستو غازیانو (سنایپر) د دشمن یو یوغړی ویشتلو. اخر سیکانو تېښته وکړه او ۲۰ ورځې پخپل کیمپ کې د دویم حملې په انتظار وو. تاره چند د پښتنو جوش ولیدو نو له جنګ يې لاس واخیستو. د دوی ۲۰۰ سپاره مړه، ۵۰۰ ټپیان او یو نامتو سردار جې سنګ اټاري والا هم ووژل شو. په دغه کیمپین کې سیکانو یواځې د “ایساکي” او “مندړ” کلیو نه کلنګ راټول کړو. رنجیت سنګ خبر شو نو هغه د بنو ټولو ملکانو ته بلنه ورکړه چې د ده دربار ته راشي او که حکم يې و نه منلو نو غدار به ګڼلې شي.
د بنو ملکانو جرګه وکړه او یوه ډله د تلو لپاره تیاره شوه. په دوی کې ملک میرهوس خان، ملک دکاس خان، جعفرخان، جنګي خان او څو نورخانان شامل وو. دلاسه خان خپل یو هندو استاځی مېګها رام ور واستاو. بنوڅي ملکانو امرتسر کې د رنجیت سنګ سره ولیدل. هغه ترې پوښتنه وکړه چې کلنګ ولې نه ورکوي. ملک دکاس خان ورته وویل چې په دراني حکومت کې د بنو نه ۱۲۰۰۰ روپۍ د کال باج اخیستل کیدو. اوس د یو لک (سل زره) روپۍ غوښتنه ددوی په وس نه ده پوره. هغه د تاره چند د تعصب او د ظلم خبره وکړه چې دوی يې جنګ ته مجبوره کړل. رنجیت سنګ، تاره چند وترټلو، بنوڅیان يې پخلا کړل او د ۱۲ زره روپۍ کلنګ لپاره خپل یو هندو استاځی ورسره بدرګه کړو.
دلاسه خان جنګي وسایل نه لرل نو امیر دوست محمد خان ته يې د مرستې خواست وکړو. خو د کابل پر تخت جنګ روان و او دوه کاله هم دغسې ووتل.
په ۱۸۳۶ م کې د سیکانو یو بل جنرل سچیت سنګ ۱۰ زره پوځ سره بنو ته ورسیدو. د کلنګ په نه ورکولو دلاسه خان يې بیا کلابند کړو. دا محاصره سخته وه او که بهر نه چا کلي ورسره د مرستې هڅه کوله نو سیکانو به په وهلو ټکولو وځغلول. پښتانه ځوانان به يې په زوره نیول او د خپلو خلکو خلاف جنګ ته اړ ایستل. سچیت سنګ یوه ورځ خبر شو چې د الله ډېرۍ په مندوخیلو کې چا غوا حلاله کړی وه. دی پخپله هلته ورغلو او جنګیالو ته د کلي سپین ږیرو لاسونه او پوزې پریکولو او د ټولو ځوانانو د وژلو امر وکړو. ترهغې هم د سیمې خلک د کابل دراني واکمنو ته پتمن وو خو ځینو کلیو کې هغوی د خپل ټبر د ژوند او ناموس له ویرې سیکانو ته باج ورکاو.
په ۱۸۳۸م کې شاه شجاع په لودیانه کې د سیکانو سره یو تړون وکړو چې ډیره اسمعیل خان او بنو به د سیکانو په اختیار کې وي. په بله ورځ د سیکانو منظم پوځ دغو سیمو ته ورغلو او د بنوڅیانو نه يې د یو لک روپۍ کلنګ (باج) غوښتنه وکړه. دلاسه خان د تپه داود شاه ۴ برخې زمکه په لاس کې لرله چې ډېره نه وه خو سیکانو د ده په کلي “ګله خان نوری” د کال ۵ زره روپۍ کلنګ ټاکلې و. میجر ایډورډز په ۱۸۳۸ م کې د سیک پوځ سره بنو ته ورغلی و او لیکي چې دلاسه خان د “داود شاه” قانوني مالک و. ” ده د ډېرو هلوځلو او ظلم په زور خپل ځان د ټولې سیمې واکداره کړو.” وړاندې لیکي چې سیکان بنو ته د دلاسه خان زور ختمولو له ورغلي وو خو د خرابو خاطرو سره بیرته لاړل.
په افغانستان کې لومړي انګریز جنګ په پای کې امیر دوست محمد بیرته د کابل پر تخت کیناستو او خپل وروڼه يې د پیښور او نورو ځایونو کې حاکمان کړل. خو تر ۱۸۴۷ م هم هغه دلاسه خان سره څه مرسته ونکړه.
په ۱۸۴۹م کې د انګریز سره په دویم جنګ کې سیکان مات او د دوی د واک ټغر راټول شو. په هغه کال ۸ دسمبر ایدورډز بیا بنو ته ورغلو او د خبرو اترو لپاره يې ملکان راوبلل. د دلاسه خان نه علاوه نورو ټولو د ده بلنه ومنله. انګریزانو د پښتنو ۴۰۰ نه زیات دفاعي کلاګانې ورانې کړې او د “دلیپ ګړ” نوم “ایدورډز اباد” کړو.
په ۳۰ مارچ ۱۸۵۵م امیر دوست محمد او جان لارنس یوه لوظنامه دستخط کړه چې برطانیه او افغانستان به د یو بل په معاملو کې مداخله نه کوي. د دغی لوظنامې له کبله په ۱۸۵۷م کې د هند د پاڅون په وخت پنجاب کې آرامي وه.
دلاسه خان د ۷۰ کالو په عمرد بنو وروستی مشر و چې انګریز ته تسلیم شو. د ایډورډز په ځای میجر ټیلر د بنو معین حاکم وټاکل شو نو هغه دلاسه خان ته په خپلو زمکو او کلي ته د تلو اجازه ورکړه. دی هغه وخت کمزورې او زیات وخت به په کټ پروت و. دلاسه خان له مړینې وروسته د خواجه عبد الله بابا په زیارت کې خاورو ته وسپارل شو.
یو شاعر د دلاسه خان په اړه چاربیتو کې وایی.
سکه ورته ویل دلاسه مه کړه سلامی شه
د جنګ طاقت دی نشته لرشتنی کلامی شه
راجه ته سلام وکړه په توبه په عاجزی شه
دا ملک به تا ته بخش کړم له بنو تر نیلابه
غازی دلاسه وی ځما په کار نه دی ملکونه
غزا درسره کړم په کار می نه دی منصبونه
که چری شوم شهید الله به راکه جنتونه
دنیا واړه فانی ده چه پیدا یو له ترابه
اوس د بنو یو څلور لاری د ” دلاسه خان چوک” نومېږي.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. د پښتونخوا د شعر هار و بهار- ټولونکی جم ډارمسټټر-درېم چاپ. خپرونکی پښتو ټولنه. مهتمم. حبیب الله رفیع. د ۱۳۵۶ کال د زمری ۱۵.
2. A Year on the Punjab Frontier, 1851.Political Diaries of Lieut. H. B. Edwardes, Assistant to the Resident at Lahore 1847–1849, Sang-e-Meel Publications, Lahore, 2006.