ملتاني خټه


په سکول کې مو د شین بخن رنګ خاورې غونډ د کتابونو ( قرطاسیی) له دکان اخیستو. دا به په هغه لامده تختۍ وهل کیده چې له وچیدو وروسته پرې په قلم او رنګ توري لیکل.
هغه وخت خبر نه وو چې دغه خټه شوی خاوره له ملتان راځي. مونږ به ورته ” ګاچي” ویل. بیا وروسته خبر شو چې د دې بل نوم ” ملتاني مټي” یاني د ملتان خاوره و. ملتان د جنوبي پنجاب یوه ګرمه سیمه ده خو دلته اباسین کې هر کال سیلابونو له کبله په دواړو غاړو د خټو غرونه جوړ شوي دي. شا و خوا ۵ زره کاله پخوا دلته میشتو انسانانو له دغو خټو کورونه او لوښي جوړول.
په ملتان کې خلک د دغو غونډیو له بیخ دغه خټه وباسي او له وچولو وروسته يې خرڅوي. ملتاني خټه دوه ډوله وي چې یو ته په سرایکي ژبه کې ګاچي” وایی. دا معمولي زرغون رنګ کې او دومره نرمه وي چې په اوبو کې حل شي. دویم ډول يې خام ګلابي رنګ لري او ” پکّی” نومېږي. د دغې خاورې به يې لوښي جوړول او د پخو خښتو لپاره به يې کاراو.
پخوا به ښځو په دغې خاورې ویښته او مخ هم وینځلو. اوس د مخ د پاکولو لپاره ترې ” ماسک” جوړوي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *