له پېښور ۲۵۰ کلومیټر جنوب د هندو کش په غرونو کې چترال د سمندر له سطح ۱۵۰۰ میټر لوړ او سرحد يې افغانستان شمال او ترکستان سره لګي. برطانوي حکومت په هند د روسانو د حملې خطر احساساو او ګلګت کې يې چاوڼۍ جوړه کړې وه خو چترال ته يې هم نیت بد و.
د چترال باچا مهتار(تلفظ مهیتار) په لقب پیژندل کېږي. په ۱۹ پېړۍ کې مهتارامان الملک ۱۶ زامن لرل او څو لوڼې يې ګاونډي خانانو ته ورواده وې. یوه لور يې د جنډول عمرا خان میرمن وه او په ۱۸۹۲م کې د مهتار زوی امیرالملک د پلار سره لانجه وکړه نو دی جنډول ته لاړو.
څو میاشتې وروسته، امان الملک مړ شو نو په زامنو کې يې د ګدۍ په سر شخړه پېل شوه. افضل الملک ځان مهتار اعلان کړو نو د ده ورور نظام الملک چې د ګلګت حاکم او د انګریز ملګری و، هند حکومت ته خواست وکړو چې په چترال کې خپل یو استاځی وساتي. له ګلګت میجر رابرټسن د خپلو ۵۰ سیک عسکرو سره چترال ته لاړو، د هغه ځای حالات يې وکتل. یوه لرګینه کلا کې يې کیپټن ینګ هسبنډ هلته د استاځي په توګه پریښودو او پخپله می ۱۸۹۳م کې بیرته ګلګت ته لاړو.
په جنډول کې عمرا خان خپل اخښی امیرالملک چترال ته ورواستاو چې فی الحال دې ورورته سر ټیټ کړي. اخوا د نظام الملک تره شیر افضل پر تخت د کیناستو لپاره، له افغانستان خپلو ملو سره راغلو. د ده پلویانو د جنګ په ځای نظام الملک ته سر ټیټ کړو او شیرافضل د عمرا خان سره پناه واخیسته. په ۱ جنوری ۱۸۹۵م نظام الملک د ښکار په وخت ووژل شو نو د ده ورور امیرالملک او تره شیرافضل دواړه تورن شول.
په جنوری ۱۸۹۵م عمرا خان د ۴ -۵ زره پوځ د چترال ښار په جنوب کې د کونړ سیند پرغاړه ” نصرت” نومې کلا ونیوله. له دغه سنګر عمرا خان د سیند نه مخ په بره ورو ورو خپل ځواک خوځاو. د وخت په تیریدو د جهاد په شوق ځوانان ورسره یو ځای کیدل او د هغه د جنګیالو شمیره زیاتیده. رابرټسن امیرالملک ته خبرداری ورکړو چې که د عمرا خان مخه يې و نه نیوله نو ګدۍ به ترې واخلي. امیرالملک خپل لښکر په دروش د حملې لپاره ورواستاو خو عمرا خان مات کړو او شيرافضل يې د چترال مهتار اعلان کړو.
میجرجورج رابرټسن، عمرا خان ته پیغام ورواستاو چې د چترال په چارو کې دې مداخله نه کوي او خپل پوځ له هغه ځایه وباسي. خوعمرا خان ته ورته جواب ورنکړو. رابرټسن شيرافضل ته ولیکل چې که د عمرا خان ملګرتيا پريږدي نو دی به د چترال مهتار مقرر کړي. شیر افضل خپل استاځی سيد احمد رابرټسن سره خبرو ته واستاو خو هغه د خبرو په ځای انګریز ته ګواښ وکړو چې خپل پوځ دې له چترال وباسي.
د نظام الملک د قتل په وخت برطانوي سیاسي استاځی لیفتنټ ګورډن د ۸ سیک سپایانو سره په چترال ښار کې، ۹۵ پوځیان په مستوج کلا کې کپتان راس سره او ګلګت په لار “ګوپیس” کې ۲۸۶ سپایان پراته وو. د ګلګت نه ۶۰۰ عسکر د کرنل جې- جې کيلي په کومانده، د رابرټسن مرستې له روان شول چې ۲ سپکې توپې ورسره وې. د “چوکلوت” او “نيسه ګل “په درو کې د عمرا خان جنګیالو ورباندې حملې کولې. یوه بله دسته کیپټن کیمبل په مشرۍ شاندور ته روانه وه چې هلته په دوو کلاګانو کې د عمرا خان جنګیالي پراته وو. د انګریز هدف دا و چې په څو محازونو پښتانه په دفاع کې بوخت وساتي.
د ۱۸۹۵م فروري په لومړۍ نېټه میجررابرتسن د مهتار ماشوم زوی شجاع الملک سره چترال ته ورسیدو. تر هغې دوی سره کارتوس او خوراک په ختمیدو و. چترالي جنګیالو سره هم څو”چره دار” ټوپکو نه علاوه څه نه و. ” کله به يې د نښترو د وچو څانګو او بوسو غونډسکې په غوړ (تيل) کې خیشته، اور به يې ورته کړو او په دشمن به يې ويشتل. په دې به کلا کښې دننه اور اولګيدو او نقصان به يې اوکړو. د رابرټسن ډېر سیکان دغسې ووژل شول.”
له پیښور یو لوی لښکر ” د چترال ژغورنه” نومې عملیاتو لپاره د” رابرټ لا” په مشرۍ روان شو. په دې کې ۱۵ زره هندي پوځیان، ۹ زره خدمتیان او ۳۰ زره بار اوړونکي څاروي شامل وو. کله چې د انګریز پوځ په ۳ اپریل ۱۸۹۵م مالاکنډ ته ورسیدو نو په چترال کې د عمرا خان سره مله جهادیان په تیښته شول. شیر افضل هم بیرته افغانستان ته لاړو.
د مالاکنډ د ۴ ورځو جنګ حال پخوا په دغو پاڼو لیکل شوی دی ( صفیه حلیم) هغه وخت دا ټپه مشهوره شوه چې،
چرته چترال او لندن چرته
بې ننګي زور شوه پېرنګيان چترال ته ځينه
پیرنګی ګډ لښکر چترال ته د رسیدو سره توپو، مشن ګڼواو د لاسي بمونو داسې ناتار جوړ کړو چې د عمرا خان لښکر په غرونو کې تيت شو. انګریزانو امیر عبد الرحمن ته ولیکل چې شیرافضل دې له چترال منع کړي او ماشوم شجاع الملک يې دچترال مهتاراعلان کړو.
صفیه حلیم
سرچينې
۱.افغانستان او سرحد- يوه تاريخي جايزه. پروفيسر عبدالحئ، د صوبه سرحد د تعليم د شعبې د کالجونو ډپټي ډايريکټر. حاجي فقير محمد اينډ سنز يونيورسټي ټاون پېښور چاپ، ۱۹۸۸ م د ۲۸۵ نه تر ۲۸۹ مخونو.
۲. پښتانه- اولف کيدو، اردو ژباړه سيد محبوب علی. پښتو اکيډمې پېښور. ۲۰۰۸ م ۵۶۶ مخ
۳.د چترال محاصره او خلاصون-۱۸۹۵ م اپريل ( مضمون) ، په شمال لويديځ سرحدي سيمو کې د برطانيې جنګونه. ويبپاڼه.
۴.د غازي عمرا خان ژوند او لاس ته راوړنې- عبد الحميد ديروي-
5. The Siege and Relief of Chitral.1895. Online article.