په دغه تصویر کې یوه کوچۍ د خپل ماشوم سره ټرین ( اورګاډي) ته د ختلو په حال ښکاري.
د کوچی ښځو تور لباس تر کلونو اغوستل کیده او په پښو به يې پېزار نه وو. د پخلی لپاره لرګي او اوبه دوی پخپل سر راوړل. داسې کوچی ښځو به د کابل نه تر بنګال د خلکو په کورونو ټوکر( کپړه) خرڅاو او خپل مشتریان يې لرل. د دوی په جامو کې به اکثر پیوندونه او د پښو څرمنه به يې چاودیدلې وه.
دغه پښې یبله کوچۍ د لنډیکوتل په سټیشن ټرین ته په ختلو خوشاله ده ځکه تر پیښور۵۰-۶۰ کلومیټر مزل ورته اسانه شو. د لنډيکوتل او پیښور ترمنځ دغه ټرین، ۱۳ سټیشنونو او ۳۴ سرنګونو (ټونلونو) نه تیرېدو. د دې د پاټلۍ لپاره په ۱۸۸۵م کې سروی شوی وه خو د دویم افغان جنګ له کبله کار ودریدو. د پاټلۍ نقشه درې وار بدله شوه او اخر په ۱۹۰۵م کې پرې کار پېل شو.
په ۳۱ اګست ۱۹۰۷ م کې برطانیې، افغانستان د هند او روس ترمنځ یو “بفرزون” ومنلو. د خیبر د پاټلۍ او پلونو ټوله اوسپنه يې وشکوله او د “حجاز” دشتو ته يې یوړه چې د ترکانو خلاف عربانو ته ریل جوړ کړي. په ۱۹۱۹م کې د دریم افغان جنګ نه وروسته د خیبر په لیکه بیا کار شروع شو. هغه وخت د یو کلومیټر پاټلۍ لګښت ۴۸ لکه او ۵۰ زره هندي روپۍ و چې په نړۍ کې بې څاری و.
تر ۱۹۲۵ په دغه لیکه کارکوونکی انجینیر “بیلي” ناجوړه شو خو لږ کار پاتې و. ده تر لنډیکوتل د ټرین چلولو اجازه واخیسته او خپله میرمن او ۱۰ کلن لور يې هم ځانه سره کینول. د “خیبر پاس” نومې ټرین لنډیکوتل سټیشن ته ورنزدې شو نو د بیلي لور هغه زنځیر ۳ وارې راښکلو چې شپیلۍ يې غږوله. بیا د بیلي میرمن د انجڼ په ودرولو کې ورسره لاس وکړو.
د کوچۍ دا تصویر په ۱۹۳۷م کې “البرټ چالکرافټ” په لنډیکوتل ټرین سټیشن واخیستو. د کیسه خانۍ د فیسبوک نه په مننې
صفیه حلیم