شیخ پولاد بابا


د شبقدر کلا نه ۲ کلومیټر په فاصله د سړک نه ۵۰۰ میټر لیرې یوه لویه هدیره د شیخ پولاد (فولاد) بابا په نوم مشهوره ده. دا زیارت د پوټکی ننکو(دانو) د درملنې لپاره اوس هم شهرت لري. د زیارت سره نزدې د کابل سیند یوه ویاله بهېږي چې پخوا به خلکو د دانو د ښه کیدو په هیله پکې لامبل. اوس د دغې زیارت مخامخ د اوبو یو پمپ دی چې خلک يې د ځان وینځلو لپاره ترې اوبه اخلي.
شبقدر د مومندو ټاټوبی دی او دلته او په شلمان دره کې میشت ملاګوري مومند وایی چې دوی د شیخ پولاد نمسي دي چې د افغانستان له “غور” دلته د اسلام تبلیغ لپاره راغلی و.
د شیخ پولاد قبر ډېر لوی دی او چاپېره ترې د اوسپنې یوه جنګله راتاو ده. د جنګلی نه بهر څنګ ته يې دوه نور قبرونه دي. هلته په کټ ناست یو منجاور نور فروش باچا راته وویل چې د شیخ پولاد خپل نوم شیخ فضل سبحان بابا و چې شا و خوا ۴۰۰ کاله پخوا د افغانستان نه دلته راغلی و. ده خپلې دیني زدکړې د “سبحان خوړ” شاه عبد المجید نومې عالم نه کړي وو چې سمندرخیل مومند و.
په شبقدر کې ځینو خلکو له خلې مې واوریدل چې شیخ پولاد ډېر قوي او لوړ دنګ سری و او په جنګ کې به لکه د پهلوان مقابله کوه نو ځکه په ولس کې د ” پولاد” یا فولاد په لقب مشهور و.
صفیه حلیم

1 Comment

Add a Comment
  1. جلال اباد کې یو زیارت دی، ‌‌‌‌‌‌ډولکي بابا یې بولي. شفاهي روایت دی چې هغه به د ‌‌‌‌‌‌ډول وهلو په وخت په وجد کې راغی. خلک ورته عقیدت هم لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *