د جان بټ لیکنه
“د پولې پورې رادیو” ګل بي بي” چې کله انعکاس رادیو ته ورغله نو ملاله میوند شوه. خو زمونږ لپاره به هغه تل ” ګل بي بي” وي.
د پولې پورې په ډرامه کې ګل بي بي د ملک غني د میرمنې رول لوباو. ملک غني ښه سړی نه و ځکه د خلکو زمکه به یې غصب کوله، پاټک باز، قاچاق بر، د ټوپکیانو سره یې لار وه او هغوی به یې د خپلو مخالفینو په ضد استعمالول.
ګل بي یي به همیشه خپل خاوند ته نصیحت کولو، خو ځای يې نه نیولو. ملاله به په جلال اباد کې د تګ راتګ لپاره عام وسایل کارول. یوه ورځ د سورلو په ګاډي کې ناسته وه چې په موبایل ورته زنګ راغلو. کله چې هغې خبرې خلاصې کړې، نو ورسره ناست یوې ښځې ورته وویل، ” ته هغه د ډرامې ملک غنی ښځه نه يې؟” ګل بي بي ځواب ورکړ چې هو، یمه. بلې ښځې ورته وویل، ” نو ته ولې خپل سړی نه شي سمولای؟ بیا يې په خندا وویل، ” ما ته یې حواله کړه چې زه یې در ته سم کړم!”
زه د پولې پورې ( پیکټ رادیو) مشر وم او ګل بي بي مې د دفترعامه غونډه او خیرات کې ولیده. د رادیو ټولې ښځې کاروکونکی د سړو نه بیل، بره ناستې وې. زه د دفتر مشر په توګه هلته لاړم چې په ډرامه کې د ښځو د کار کردګۍ پخپله ورته ستاینه و کړم. ګل بي بي د ښځو د ویاندې په توګه له ما سره خبرې وکړې. راته يې وویل، “دغه ډرامه د ولس لپاره ډیره فایده منده ده، پام کوئ چې چرته ډرامه بنده نه شي.”
ګل بي بي په کار کې ډیره تکړه وه، نو ما غوښتل چې د ډرامې د رول نه علاوه، په دفتر کې یو بل کار هم ورته وسپارم. نو ما د پولې پورې رادیو د اوریدونکو د څیړنې برخې مشره و ټاکله. د دې د مسلکي روزنې لپاره ما له پیښور شیرین سلطان را وبلله چې د بي بي سي د “نوی کور نوی ژوند” د اوریدونکو د څېړنیز برخې مشره وه. ګل بي بي زده کړه هم کوله او په جلال آباد کې د شیرین د قیام په وخت، د هغې میلمه پالنې دنده په پوره صداقت سر ته ورسوله.
د اوریدونکو څېړنیز ( آډینس ریسرچ) برخې د مشری په توګه ګل بي بي د خپلې استادې شیرین سلطان غوندې بهادره وه. د خپل کار په ترڅ کې ګل بي بي د افغانستان ولایتونو ته ورتله. د خوست د سفر په وخت کې زمونږ د څیړنې ټیم ته وویل شو چې ځاځي میدان ته نه دی تلل پکار، ځکه په امنیتي لحاظ حالات هلته دومره ښه نه دي. خو ګل بي بي دا خبره مسترد کړه، ” مونږ ته به څوک څه واېي؟” هغې وویل. بیا زمونږ ټیم ځاځي میدان ته هم لاړو، خپل کار يې وکړو او بیرته په خیریت خوست ته ورسیدو.
ګل بي بي د کرکټ ډیره شوقي وه، او د کرکټ په هکله يې ډیرمعلومات هم ورسره وو. د کندهار د یو سفر په وخت په طیاره کې ما سره د شمشاد ټي وي څو کسان هم ناست وو. د دوی مشر راته، ګل بي بي یې ياده كړه چې هغه ډیره قابله میرمن ده. خو هغه ستاسو د پیکټ رادیو کس دی. مونږ به تاسو نه یو لیک کې اجازه وغواړو چې ګل بي بي په موقته توګه راسره د کرکټ د کومنټرۍ لپاره کار وکړي. ما په خوشحالۍ هغې ته اجازه ورکړه. زما په نظر، د ګل بی بي په شان دومره مسلکي او معلوماتي کومنټري به په افغانانستان کې بل چا چا نه وي کړی.
هغې غوښتل چې په خپل مسلک کې نوره هم ترقي وکړي، نو ځکه یې په انعکاس ټي وي کې کار شروع کړو. ما غوښتل چې هغه له مونږ سره ایساره شي، خو نه ایساریده. ما د ډرامې مشر سره مشوره وکړه. ورته مې وویل چې زه غواړم دا زمونږ د خبریالۍ په برخه کې د ښځو لپاره خصوصي رپورټره شي. ما ته د ډرامې د مشر ځواب اوس هم ټکې په ټکې یاد دی، ” ډیر به ښه وي، خو چې وې يې کړي.”
ریښتیا خبره دا ده چې ګل بي بي غوښتل چې بل ځای ته لاړه شي او په اصطلاح، ترقي وکړي. مونږ سره د ومره امکانات نه وو، چې د دې ارزوګانو ته مو اطمینان ورکړې وای.
خو ریښتیا خبره دا ده چې مونږ سره
کار کول ورته ښه وو.
نو په اخر کې داسې و شو چې له ګل بي بي نه ملاله میوند جوړه شوه او د ملالۍ میوند غوندې یې د خپل وطن په خدمت کې وینه تویه شوه. الله دې یې و بښي. زمونږ په زړونو کې به همیشه ژوندۍ وي.
جان بټ
کیسه خوږه وه الله تعالی دې ملاله میوند وبخښي. دغه جان بټ صیب خو تر اوسه ما ونه لید چې څه رقم څېره لري. د رباني له وخت نه یې اواز په بي بي سي خپرېده خو ما تر اوسه ونه لید. که کوم عکس یې دلته خپور کړئ چې وګورو څنګه ښکاري. ما اورېدلي چې نېک انسان دی.