د تنګي شهید


په ۱۹۲۰م د جون په پای کې د سندهه “لاړکانه” نه يو وړوکې خصوصي ټرين پیښور ته روان شو. په دې کې د خلافت تحریک مخکښان د خپلو کورنیو سره ناست وو.
د هند ځینو علماو، د ترک عثماني خلافت په پلوي، د انګریز په ضد ” خلافت تحریک” پېل کړې و. شیخ الهند مولانا محمود الحسن فتوه ورکړه چې هند کفرستان دی او ګاونډي اسلامي ملک ته هجرت یوه دیني فریضه وه. د ده په وېنا د هندوستان نه د مهاجرو لومړی ډله د انګریز له خوا ورکری شوي اور ګاډي کې پیښور ته خپل سفر پېل کړو.
په پیښور کې د دوی د هرکلي او د جلسو نه وروسته، په ۸ جولاي اور ګادی بیا روان شو. هغه وخت پکې د پښتونخوا خلک هم ، چې ځینو سره ښځې او ماشومان هم وو په ګاډي کې کیناستل. دغه ټرین د اسلاميه کالج سټيشن ته ورسیدو نو د ټکټونو د چیک کولو کار پېل شو ځکه ځینو خلکو پکې مفت سفر کاو. د پوځ یوه دسته هم له یو ډبي بل ته ورتله او د ناستو مسافرو جاج يې اخیستو. تر ټولو وروستۍ ډبه (خونه) د ښځو لپاره ځانګړی وه او کله چې پوځیان هغې ته وردننه شول نو شور زوږ راپورته شو. څو هجرت کوونکو د پوځ سره ناندرۍ وهلې چې د ښځو ډبي نه دې ښکته شي. د تنګي حبيب الله په جوش د پوځ انګریز مشر ” چیلکاټ” ته وویل چې د ښځو ټکټونه د سړو سره وي او هلته د چیکنګ حاجت نه و. تر کچه ګړۍ سټیشن په دغه روان ګاډي کې شخړه جاري وه. ښایی حبیب الله په مداخله انګریز په طماچه ډزې پېل کړۍ. حبیب الله په یو ګولۍ ولګیدو او د خپل پرهر نه مړ شو. خلک وایی چې هلته د ده ماشومان هم موجود وو.
په دې پيښه د هند مسلمانانو او پښتنو کې قهر راپاره شو. د حبيب الله جنازه په پیښور کې د هجرت کميټې مشر حاجي جان محمد له خوا وشوه چې په دغه شهید تحریک ته لا شهرت ورکړو. په جنازه کې د زرګونو خلکو ګډون خبر خپور شو او د حبیب الله مړی يې د تنګي په هديره کې خښ کړو.
وروسته چيلکاټ کورټ مارشل ( پوځي محاکمه) شو نو ده خپل دفاع کې وویل چې حبیب الله د ده په کار کې خنډ جوړاو. د ده نه پوښتنه وشه چې آیا د ټرین د ټکټونو چیک کول د ده دنده وه؟ د هغه په بيان کې تضاد موجود و او دروغ يې وئيل. خو بيا هم هغه د قتل د تور نه خلاص شو. خلافت تحریک ختم او حبیب الله له خلکو هیر شو.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *