دستنبو


د سکول په زمانه کې مو د مرزا غالب شاعري هم لوستله او د ده د کتابونو په لسټ کې یو نوم ” دستنبو” چې مونږ به دستمبو تلفظ کاو لیکلی و. استادې راته ویل چې دا یو ډول خوشبویی وي. کلونه وروسته یو افغان راته وویل چې دا یو خټکی (خربوزه) وي. په ۲۰۰۵م کې د بغلان په سفر یو همکار راته د کرکټ د پنډوس هومره یوه میوه راوړه چې “دستنبو” نومیده. عجیبه خوشبویی يې و او هغه راته وویل چې دا خلک اکثر په لاس کې ګرځوي.
په پیښور کې د میوو په دکان کې د عامو خټکو نه علاوه اوږد زیړ رنګ ” سرده” هم خرڅیده چې ګرانه وه. خو دننه سپین او خوږ دا خټکی به خلکو د سوغات لپاره اخیستو او بیا یو وخت د رګبي بال نه هم لویه ” ګرمه” د بغلان خټکي په نوم مشهوره وه.
د بغلان په سفر کې د خټکو نور قسمونه مې وپیژندل. اسقلاني، زرمتي، برګ نی، سایر، ارکاني او قندک هغه نومونه وو چې د کروند ګرو نه مې واوریدل. د قندک په اړه مې واوریدل چې دا غټ بادرنګ په شان وي. پوټکی يې دومره نازک وي چې لا په بوټي کې وي چې چاودیدلی وي. دا بل ځای ته نشي وړل کیدای ځکه په لاره چوي. د خؤړلو لپاره به هم هلته پټي سره نزدې ورته کینې.
دستبو مې له ځانه سره کابل ته راوړو او څو ورځې به مې په میز ایښې کله نا کله بویی کاو. په میلمستون کې نورو همکارانو هم دا خټکی په لومړي ځل لیدلی و او خوړلو ته يې لیواله وو. اخر یوه ورځ مې ټولو ته بلنه ورکړه چې نن به دستنبو ماتوو. په یو قاب کې مو دا کیښودو او ما په چاقو هم هغسې پریکړو لکه چې څوک د سالګره کیک پریکوي. ټولو لاسونه وپړکول. دستنبو دننه زړي ډېر وو خو وړې وړې ټوټې مې ټولو ته د خوړلو لپاره ورکړې. هیڅ خوند يې نه و او ښایی په دوو هفتو کې ټوله مزه يې په خوشبویی کې الوتې و.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *