په ۱۲۹۹م کې د مرکزي ایشیا ترک کډوال قبایلو په اوسني اناطولیا کې ځان ځای او په ۱۰۰ کالو کې ۳ براعظمونو کې خپل واک ټینګ کړو. د ترک ژبې “دولت علیه اسلامیه” د انتظام لپاره دغو قبایلو یو داسې حکومتي سیسټم جوړ کړو چې وروسته اروپایانو هم ترې ګټه واخیسته.
د عثماني حکومت شورا ته به يې “دیوان” ویل او سلطان پخپله د دې صدارت کوو. د دیوان ۴ عهدې مهمې وې. صدر اعظم، قاضی عسکر، دفتر دار او نشانچي د عثماني سلطنت بنسټ جوړاو. سلطان محمد فاتح دا عهدې د یو لوی خیمې په شان ګڼل چې لویه دروازه يې “باب عالی” نومیده. د دې وروستی حد عدالت (محکمه) وه.
په پېل کې د سلطان سره به یو وزیر و خو د سلطنت په پراخیدو نورو کسانو ته اړتیا پیدا شوه. د جنګ وزیر، د خارجه چارو، د جوړښتونو، خزانه دار وغیره. د دغو د ټولو وزیرانو د کار څارلو لپاره صدر اعظم و چې د سلطان نه وروسته تر ټولو زیات اختیارات يې لرل. که سلطان پخپله تکړه او زیرک و نوصدراعظم به ورسره د یو مشاور په توګه کار کوو خو کمزوری سلطان به د ده نه ویریدو. د ۱۳۶۸ م نه تر ۱۹۲۲ پورې د عثماني سلطنت ۲۱۱ صدراعظمان تیر شوي دي. زیات يې ترکان خو عربان، روسان، البانوي، یوناني، آرمیني او قبرصی نژاد کسانو ته هم دا دنده ورکری شوی وه. البته غیرمسلمان په دغه عهده کار نه دی کړی. صدراعظم او قاضی عسکر به پخپله سلطان له خوا ټاکل کیده. کله چې ترکانو استنبول نه علاوه اروپایی خاوره هم ونیوله نو دوه قاضی عسکر، د اروپا “قاضی عسکر رومیلیا” او د ایشیا ” قاضی عسکر اناطولیا” په لقب پیژندل کیده.
دفتر دارد مالیاتو وزیر و چې د خزانې حساب به ورسره و. ده سره بل کس “نشانچي” د شاهی مهرد ساتلو نه علاوه، د زمکو د وېش، قبالو او د ایالتونو حاکمانو ته فرمانونو استولو دنده شړله. ټول سرکاری اسناد به د ده په دفتر کې جوړیدل. د عثماني سلطنت لپاره د باچا ترک نسل ضرور وو خو د حکومت لپاره باصلاحیت او د کار لپاره د استعداد وړ کسان اخیستل کیده.
په ۳ براعظمونو کې د عثماني ترکانو په واک کې هره برخه”ایالت” نومیده چې په څو “سنجق” کې ویشلي و. یو لوی ښار، ورسره جوخت کلو او ښاریو نه جوړه سیمه به “قضا” نومیده چې مشر به يې “سوباشی” یعني د پوځ افسر و. قضا په نورو وړو څانګو وېشلی و چې “کوی” نومیدل. د غیر پوځي معاملو شرعی او قانونی معاملې به د قاضی عدالت ته وړاندې کیدل.
وروسته ایالت ته “ولایت” نوم ورکړې شو او سنجق به د “ضلع” په شان و. په هر ولایت کې یو” مجلس شوریٰ” او صدر به يې د هغه ځای والی و. د سلیمان اعظم په وخت د عثماني سلطنت ۲۱ ولایتونه وو چې په ۲۵۰ سنجق يې وېشلي وو. د ولایت حاکم ته به يې ” بیلربی” یا “پاشا” ویل. د ضلعو حاکم به “سنجق بی” نومیدو. د سنجق حاکمان بیا دوه ډوله وو یو “شهزاده” او بل ولسی.
د عثماني سلطنت کامیابي د دې بحري ځواک و چې د سمندر ټولې تجارتي لارې يې نیولې وې. د دوی په محصول (ګمرک) دا پراخ سلطنت ټینګ و. دوی سره پوځ هم پرمخ تللی او په جنګ کې يې بارودی وسله کاروله. په ۱۵ پېړۍ کې عثماني سلطنت د دغه کنټرول له کبله اروپایانو د تجارت متبادل لارې لټولې. په ۱۴۹۲ م کې کولمبس له دغه مجبورۍ امریکه دریافت کړه او د ترکي محصول په کمیدو شو. د ۱۴ پېړۍ تر پای ترکانو د یورپ ډېرې سیمې ونیولې او ۱۶۸۳ م کې ویانا يې محاصره کړه. خو د عثماني سلطنت لمر په ډوبیدو شو او دا شاندار دوره د لومړي نړۍ وال جنګ په وخت ختمه شوه.
صفیه حلیم