د یو طالب داستان


د جان محمد بټ د انګریزۍ ژبې کتاب دویم سرخط، “د یو پښتون انګریز ژوند او وختونه” دی.
په ۱۹۷۰ م کې د لویدیځ د “هیپي” کلچراستاځی جان بټ خپل داستان له هغه وخت پېل کوي چې دی د نورو تنکي ځوانانو سره د “کریټ” (یونان) په غارونو کې خوشاله وي. بیا د ځان په شان نورو ملنګانو سره سوات کې اوسي او د کالام نه ګلګت ته په پښو ورځي. په کتابګوټي کې د پښتو هرنوی ټکی لیکي او یادوي خو دده ژوند د بس په یو سفر کې بدلېږي. پیښور ته په لار چارباغ کې نورې سورلۍ د روژه ماتې لپاره ښکته شي خو دی د خلکو له شرمه بس نه نه کوزېږي. یو کس په قاب کې ورته خواړه ورکولو په وخت وایی، ” روژه ماته کړه.” په دغه ساده جمله کې نغښتې اخلاص او عقیدت، جان نه جان محمد جوړوي.‌
دی د قران کریم انګریزي ژباړه لولي، روژې نیسي او ” ماسمه” کلي کې د یو “خلاصه ملا” سره په رسمي توګه مسلمان شي. دی د علم غوښتونکی یاني “طالب” شي او شروع له بغدادي قاعدی په لوستلو کوي. خو د اسلام لاره ورته سخته وي، ځکه تر ټولو زیات تکلیف ورته مسلمانان ورکوي. د ده په عقیده، په ژبې، کړه وړه د ولس لپاره په زړه پورې خو ډېرو لپاره مشکوک وي.
جان محمد په خپلو ملګرو باور لري او یو اپریدي سره په باړه کې کور جوړوي، د هغه ټبر ته کاروبار لپاره پېسې ورکوي. خو هغوی ورسره دوکه کوي، دی د خپلو دیني عقایدو لپاره بندي کېږي. کور ورته وسېزي، په پښو کې ورته زولنۍ اچوي او لکه د مریی ترینه سخت کار اخلي. یوه جرګه دده د وژلو امر کوي خو دی باور لري چې ژوند او مرګ د خدای په لاس کې وي. په دغه باور دی ژوندی پاتې کېږي خو بیا د جاسوس په تور، جلال اباد کې ګرفتار او د کابل په توقیف جیل کې شپې ورځې سبا کوي. هلته د غلو او قاتلانو ته ډوډۍ پخوي ځکه پېسې نه لري ځکه د افغانستان بندیخانو کې د حکومت څه کار نه وي. خو جان محمد په جیل کې فارسي زده کوي او له خوشې کیدو وروسته، د هندوستان په نامتو “دیوبند” مدرسه کې اسلامي زدکړو لپاره داخل شي. د روزګار لپاره د بسونو په اډو او جوماتونو مخ ته عطراو تسبیح، د هندوستان پان، لاهور کې خرڅوي. دیوبند د لویو دیني عالمانو ځای دی او دی د فقه، تفسیر او نورو علومو سره سره اردو ژبه زده کوي. خو هلته د دوو اسلامي ډلو په نظریاتي اختلاف د محاصلینو په مظاهره کې د ده کوټه چور شي.
دلته لوستونکی فکر کوي چې اوس به جان محمد بټ د اسلام نه توبه ګار شي. خو ده په صراط مستقیم قدم ایښې دی او خپل مرام ورته معلوم دی. په دې کې د ډېلي یو بل پښتون عالم مولانا وحیدالدّین خان لوی دخل دی. هغه جان محمد بټ ته اسلام په یو نوی بڼه بیانوي، چې د اوسني عصر سره سمون لري. دی د مولانا وحید الدّین په مجلس کې کیني او د هغه وینا سره سم” هرڅه ځای پرځای شي”.
د دیوبند د شهادت نامې اخیستو نه وروسته دی په ۱۹۸۸م کې د پیښور فرانټیر پوسټ اخبار کې د ژورنالیزم میدان ته وردانګي. لکه د کیسو اتل هر ځای یو نوي ګواښ سره مخ وي خو د انګریز په خټه کې اخښل شوی د ټوکو حس جان محمد بټ هم لري. په کتاب کې ډېرغمژن حالت چې یو عادي افغان به ورته ” اف، ایش، های او افسوس” وایی، لیکوال ترې ټوکه جوړه کړي او لوستونکی ورته موسکی شي. د خپلې مسلمانۍ د ثابتولو لپاره د پښتنو مذخرف پوښتنې، د ملایانو ناپوهي، د چارواکو غرور او د سیاست والو په دروغ جان محمد بټ قضاوت نه کوي او دا کار لوستونکو ته پرېږدي.
په کتاب کې یو کمی ۱۹ پېړۍ کې په پښتونخوا کې د سیکانو خلاف د سید احمد بریلوي جهاد دوره ده چې پښتانه يې په دوو برخو وویشل. په وروستیو پاڼو کې د تعلیمي ډرامو په اړه تفصیل ستری کوونکی دی. ” طالب پښتون” لوستونکی سوچ ته مجبور کړي چې زمونږ څومره خلک د علم او زدکړو لپاره به دومره زحمت او کړاو په ځان مني؟
د علامه اقبال په شان جان محمد بټ هم وایي:
چو میگویم مسلمانم بلرزم
که دانم مشکلات لااله را
د ۳۰۰ نه زیاتو پاڼو دا کتاب ” پینګوین رینډم هاوس” خپروندویه ادارې چاپ کری دی.
صفیه حلیم

4 Comments

Add a Comment
  1. آغلې خور سلامونه!
    ليکنه مې ټوله ولوسته يوه پوښتنه راسره پيدا شوه
    جان بټ د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ هډې (شېخ نجم الدین أخندزاده) کلي نجم المدارس کې يوه راډيو تأسيس کړه، چې زه خپله د يادې مدرسې طالب العلم وم، ده شاګردان په فرهنګي برخه کې روزل، هغوی یې معاصرې نړۍ سره اشنا کړل. هر وخت به ديني خپرونې وې، تاوده بحثونه به وه، مرکې به وې، ده له دې کارونو خوند اخيست. د طالب العلمانو راتلونکی یې روڼ او ويخ ليده. آن يوه جومه خو یې د هغې ستر مسجد کې تقرير هم وکړ.
    دده په باب غلطه آوازه خپره شوه، خو مطمئن يم چې دا آوازه د پرديو لخوا دسيسه وه، موږ خبر نه وو د مدرسې رخصتۍ پرمهال د شپې لخوا نامالومه خلکو لخوا راډيو وسوزول شوه.
    پوښتنه داده چې دا کيسه یې خپل کتاب کې ذکر کړې کنه؟
    بله دا چې ياد کتاب پښتو يا فارسي ته ژباړل شوی کنه؟
    ډېره مننه

    1. دا کتاب تر اوسه نه دی ژباړل شوی. هغه نور کتابونه هم لیکي چې ممکن نورې پیښې پکې ولیکي.

  2. یحی عابد صافی

    سلامونه او نیکی هیلی. دا کتاب به ما ته په پي ډي ایف بڼه ملاو شي.

    1. وروره که د لوستلو شوق لری نو په پېسو يې واخله. پي ډي ایف کې نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *