زما د وړوکتوب په وخت کي د کندهارد ټولوخلکو، سپین ږیرو، ځوانانو ښځواونجونو په خولو کي یو نظم پروت و. کومې برخې چې زما هیري شوی هلته مي ټکی (…) ایښي دی.
احمدشاه بابا غازي
خدای دې وی له ده راضي
چې یې وتړله ملا
مرهټي د جنګ په پلا
دی رهي سو په سامان
ورسره وه سرداران
په هندوانو یې ملک اورکړ
اسلام یې هلته خپورکړ
پس له سو بې د پښتون
دی خو بیرته سو را ستون
کندهار ته چې نیژدی سو
هلته باش څو ورځې شپې سو
څو چې جوړ کړی په ښه شان
د لښکر سراوسامان
بیا به ننوزی په ښار
هم به جوړ کړی ښه دربار
یوعسکر یې د لښکر
پټ روان سو له افسر
په ځغستا راغې ترکوره
دی خو ستړی و هرګوره
…
…
ښځې وویل، میړه!
ته راغلي یې پرڅه ؟
د بابا کارسو ویجاړ
که یې مات کړله اغیار
میړه وویل، نیک بختي
دا خبرې ډیري سختي
ته یې پریږده وبل وخت ته
بیړه مه کوه دا وخت ته
احمدشاه پروت په صحرا
زه راغلې یم په غلا
…
او، وروستی بیت یې:
دعینوکاریز یادیږي
نېک اوبد عمل پاتیږي
هم دومره مې په یاد دی، ځکه نظم ډیراوږد و.
میرمن عینو یوه غښتلې په وطن مئینه افغانه میرمن وه چې د احمدشاه بابا په دورکې په کندهار کي اوسیدل. دا مدبره او زړه وره ښځه د دراني اردو د یوسربازمیرمن اوهغه وخت مشهوره شوه چې د دې د وطن دوستۍ او لوړهمت کیسه د کندهار په میلمستونونو، کورونواو ګودرونو کې خوله په خوله شوه اوپه لږوخت کې په ټوله پښتونخوا کې خپره شوه. دې په وطن مئیني میرمني داوږد بیلتون وروسته هم خپل میړه کورته چې د احمدشاه بابا دلښکرګاه څخه را تښتیدلی وُ، پرینښود او د کور د دروازې څخه بیرته ستون کړ.
ارواښاد اکادیمیسن رشاد لیکې،
” احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د هندوستان څخه د کندهار پرخوا راتلې. کندهار ښار ته نیژدې وه چی ماښام سو. احمد شاه بابا خپل لښکر ته د توقف او استراحت امر ورکړ، تر څو سهار په روښنایي کي د کندهار پر لوري حرکت وکړي او د کندهار ښار ته وارد شي.
په نیمه شپه کي د احمدشاه بابا د سپاهیانو څخه یو سپاهي چی کور یي په هغه سیمه کي وو، بي له اجازی د لښکرګاه څخه ووت او خپل کورته د میرمني عینو دیدن ته ولاړي. عینو چي خپل خاوند ولیدي، ډیره زیاته خوشحاله سول او د هغه څخه یي وپوښټل،
عینو: د هندوستان له سفر څخه فاتح را ستون شوي؟
خاوند: بلی هو.
عینو: احمدشاه بابا هم په خیر راستون شوي دې؟ هغه نن شپه چیري دې؟
خاوند: بلی هو بابا هم په خیر راستون شوي دې او نن شپه په قرارګاه کي د لښکر سره دي.
عینو: نو چي هغه په قرارګاه کي د لښکرو سره دې او تراوس مهاله کورته نه دي ستون سوې، نو ته څنګه کورته راغلې؟ یوازي ته زړه لري چی ژر دي د کور راتګ ته تلوار وو؟
که خلک خبر سول نو دا ستا کار به زما د پاره یو لوی پیغور او طعنه پاته سي. خلک به وايي چی د عینو خاوند یو نیم کال په جنګ کي د احمد شاه بابا سره د کور څخه لیري طاقت راوړی وو، لیکن یوه شپه نور یي طاقت نسواۍ کولاۍ چی د خپل کور او میرمن څخه لیري اوسي. اوس نو تر دي ترمخه چی څوک تا دلته وویني، ژر بیرته قرارګاه ته ولاړ سه !
میرمن عینو ددغي خبري سره د کور ور پورې کړ او خاوند یي بیرته قرارګاه ته ولیږې.
سهار چی احمد شاه بابا له قصي نه خبر سو، نو یي امر ورکړ چی میرمن عینو دی د ده حضور ته را وغوښتل سي. میرمن عینو د احمد شاه بابا حضور ته حاضره سوه، لومړی یي احمد شاه بابا ته د پانی پت جګړي تبریکي ورکړه او وروسته یي د تیری شپی قصه ورته بیان کړل.
احمد شاه بابا میرمن عینو ته وویل: افرین دي پر تاسي، هغه کار چی تا کړي هغه د ستاینې وړ دي، ستا دغه شریفانه احساس او افغانی تربیت د ستاینې وړ دي.”
احمدشاه بابا د میرمن عینو د وطن پالنې د لوړاحساس څخه زیات متاثرکیږې اوهغې ته د دولت ملکیت یو کاریز په پوړنې یا څادر کې وروبخښي. دغه کاریزاوس هم د “عینوکاریز” په نوم یادیږي چې د کابل- کندهار پرلویه لار موقیعت لري. همدا ډول ددې ننګیالۍ، زړه ورې او پروطن مئیني میرمنې قبرهم د کابل او کندهار پر لویه لار شمال طرف ته د دامان په ولسوالۍ کي خپله د “عینو کارېز” په یوه کوچنی غونډۍ کي پروت دی چې په اساسي ډول په ۱۳۵۴لمریزکال کي د شهید داودخان په دورکي د مرمرو ډبرو څخه جوړشوی. د قبر په کتیبه یې لاندې توري کیندل شوی:
” دا قبر د کندهار د ننګیالۍ پښتنې میرمن عینو چي د عبدالله لور او سعدالله سدوزي لمسۍ ده. په (۱۱۷۵ هـ ق) کال کي د مرهټي جګړې د فتحي وروسته لوی امپراتور احمد شاه بابا دغه کارېز چي پخوا به د دې د قبر ترغونډۍ لاندي بهېدی د دې د ملي غروراو عالي همت له کبله ور وبخښي چي تراوسه هم د دې په نامه یادېږي. پر قبر یې دا یادګار د جمهوریت په دوره کي د ۱۳۵۴ هـ شمسي کال د سلواغې د میاشتي په ۲۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د کندهار د همهغه وخت والي ښاغلي محمد ایوب عزیز په امر او توجه د اطلاعات او کلتور د آمر غلام محی الدین ایوبي په سرپرستۍ پر جوړ سو.
پروین ملال
سلامونه او نیکي هیلي د ادب د شنه اسمان ځلانده ستاسو اشعار ویناوي او لیکني مي د زړه ټکور دي
ژوندې او بریالې اوسې
ستورو