هوای خبر

Fake news, disinformation or false information and propaganda concept


یوه شپه ناوخته ملګری راته ټیکسټ وکړو چې زما یو پخوانۍ همکاره وفات شوی وه. دا خبر د هغې د ملګرو په ګروپ کې چا لیکلی وه. پوښتنه مې وکړه چې هغه کس د چا نه خبر شو؟ “معلومه نه ده.” دا د هغه جواب و چې زه پرې شکمنه شوم. شیبه وروسته د فیسبوک یو پوسټ عکس يې را واستاو. پکې لیکلي وو چې زمونږ محترم استاده په بهر ملک کې د سرطان په ناروغۍ وفات شوی وه. ما پیښور کې د هغې یو ملګری ته خبر ورکړو چې د همکارې لور سره يې رابطه وه. معلومه شوه چې هغه همکاره مو روغه جوړه د زوی په کور کې وه. خو ستونزه دلته حل نشوه ځکه د هغې شاګردان ډېر وو او شاګردانو په فیسبوک ګروپ کې د تعزیت پیغامونه شروع شوي وو. مجبوره شوم چې د دې غلط خبر تردید سره د هغې یو عکس هم خپور کړم. کوم شاګرد چې دا خبر لیکلی و، د هغې د کورنۍ نه بخښنه وغوښته.
نن سبا په سوشل میډیا د هر ډول دروغو خبرونو بازار ګرم دی. یوه ویډیو کې د مخملو جاینماز (مصلا) ښایی او ورسره دوه کسان لګیا دي، د ګلونو په منځ کې یوه څانګه ښایی چې دا د صلیب نښه ده. ورسره توبې وباسي او خلکو ته وایی چې نورو سره يې شریک کړئ او ثواب وګټئ. بلې ویډیو کې ښځه د مڼې نه په چاقو موم لیرې کوي او وايي دا دوکه ده او پام کوئ. په دواړو کې د نورو خلکو د لار ښود( بې لارې) کولو هڅه شوې ده.
زه داسې کسان هم پیژنم چې د ځان نه احساساتي خبرونه جوړوي. د دوی په خوښه پکې کیرکټر بدلېږي. افغاني ښځې په کینیډا کې کرونا بندیز کې میلمستیا وکړه، ۱۰ زره ډالر جرمانه شوه. دغه ښځه لندن کې پاکستانۍ شوه او ۳ زره پونډه جریمه شوه. په امریکا کې هم دغه ښځه عربه چې بیا خاوند په وهلو ووژله. د خبر سرچینه معلومه نه ده خو خلک يې یو بل ته په واټس ایپ لېږي.
په يو موضوع ځان پوهیول او نورو ته د هغې معلومات ورکول، ځانګړې مسلک دی. مسلکي ژورنالیسټ د سپیناوي نه وړاندی خبر نه خپروي. اوس پوښتنه دا ده چې دغسې ” هوای” خبر په لوستلو څه کول پکار دی؟ “ډیلیټ”
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *