امیه او یوسفزي


په ۸ میلادي پېړۍ کې د امیه اسلامي خلافت په ضد پاڅون روان و. په ۲۵ جنوری ۷۵۰ م د عراق “زاب” سیند پرغاړه عباسي لښکرامیه پوځ ته ماتې ورکړه او حکومت بدل شو. په دمشق کې عبد الله بن علی د امیه کورنۍ ۸۰ کسانو ته معافي اعلان کړه او شپږ میاشتې وروسته، په ۲۲ جون ۷۵۰ م قصرعمرة کې میلمستیا ته وروبلل. د امیه سپین ږیری او ځوانان د عباسي خلیفه السفاح په ژمنې ډاډه وو چې د دوی وینې به نه تویوي. کله چې ټول میلمانه په دسترخوان کیناستل نو د پردې شا ته پټ “ګرزبردار” محافظانو په دوی حمله وکړه. په قالینو کې تاو، په وهلو وهلو يې ووژل او د هیچا وینې توی نه شوې. یو ۲۰ کلن ځوان عبد الرحمن بن معاویه له کړکۍ ټوپ کړ او ځان يې وژغورلو. بیا ۶ کاله وروسته هغه په اندلس (اسپانیې) کې د ځایی بربرو په مرسته د یمن مسلمانان وشړل او هلته د امیه بله باچاهي جوړه کړه.
په ۱۵۲۰ م کې کابل کې میشت د پښتنو یو قام یوسفزی د کندهار کډوال وو. د دوی مشرسلطان شاه وژل شوی او یو ماشوم زوی ترې پاتې و چې د خپل تره ملک سلیمان شاه تر وزرو لاندې لوی شو. په کابل کې ابو سعید تیموري د یوسفزو درناوی کاو خو بیا د ده زوی مرزا الغ بیګ (د بابر تره) د یوسفزو د سازشونو نه په تنګ شو.
په ۱۴۲۰ م کې مرزا الغ بیګ یوه شپه د دوی د مشرانو میلمستیا وکړه. هلته ټول د ډوډۍ نه وړاندې ووژل شو خو یو ځوان (ملک) احمد خان ترې ژوندی پاتې شو. یو روایت دی چې الغ بیګ سپین ږیري سلیمان شاه ته بخښنه وکړه خو هغه د خپل وراره احمد خان ژوند ترې وغوښتو.
د یوسفزو پاتې ټبر د خیبر نه وراخوا احمد خان سره پیښور ته لاړو او دلزاک قام ورته پناه ورکړه. دوی د دواب (سردریاب او ناګومان) زمکې ونیولې، مالاکنډ او سوات حاکم سلطان وېس ته ماتې ورکړه او دغه سیمه کې يې خپل حکومت جوړ کړو.
دا دواړه کیسې یو تاریخي تصادف دی او که افسانه؟
په ختیځ اردن کې قصر عمره کنډوالی اوس هم شته
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *