په اکتوبر ۲۰۲۰م کې یوه ملګری مې پیښور ته تله. پوښتنه يې وکړه چې هلته نه دې څه پکار دي؟ د یوڅو کتابونو فرمایش مې وکړو. هغې ویل، بل څه؟ ما ویل که تازه چلغوزي بازار ته راغلي وو نو راوړه. ویل يې موټر به ورته خرڅ کړم، ۸۰۰۰ روپۍ کلو دي…هاهاها. دا د ټوکو خبره نه ده ځکه په پیښور کې بلې ملګرې راته کیسه کوله چې په کارخانو بازار کې د وچې میوې دکان ته لاړم. یوې ښځې د ټوکرۍ نه یوه چلغوزه واخیسته او خپل ماشوم زوی ته يې وویل، ” دا چلغوزه ده. هغه چې ما درته ویلي وو.” بیا يې چلغوزه بیرته په ټوکرۍ کې کیښوده.
زما په ماشومتوب کې وچه میوه په ریړو (لاسګاډو) کې خرڅیده. په هره ریړه به بیل بیل توکي خرڅیدل. د “چار نکر” ګاډي به سپینې شوی چڼې، شنې اوسکې، خسته (د خرماڼو مغز) او وچه کوپره ورګډ خرڅول. په نورو به چلغوزې، توراملوک او مومپلي پراته وو. بادام، پسته او غوزان به یواځې په لویو دکانونو کې خرڅیدل او ګران به وو. چلغوزه، چې ځینې خلک ورته جلغوزه یا زالغوزه وایی، ارزانه وه او په ژمې کې به زما د کوټ جیب ترې ډک و. په غاښونو د دې د سپینولو چل مې د ورور نه زده کړی و او د خپل مهارت ښودلو لپاره به مو یو بل سره سیالي کوله. ورو ورو چلغوزي د ریړو نه کډه وکړه او د بادام سره لویو دکانونو کې به خرڅیده. په بي بي سي کې زمونږ همکاران به افغانستان ته په سفر تلل نو جلغوزي به يې ارو مرو راوړل. د دفتر د غونډو په ګول میز به دوه ۳ کلو جلغوزي څو ورځې پراته وو او خلکو به ترې موټي ډکول. راسره جوخت، د تامل سروس کوټه وه او یوه ورځ د هغوی یو سریلنکا پروډیوسر څه کار لپاره راغلو نو چلغوزي يې ولیدل. د هغه لپاره دا یوه نوی میوه وه او څو دانې يې وخوړې نو د نوم پوښتنه يې وکړه.
په انګریزي کې “پاین نټ” او د عربي صنوبر د پکتیا، کونړ او نورستان په لوړو غرونو شنه کېږي. د ستن لرونکو پاڼو دغه ونې لوړې او جلغوزي پکې له د انګور په غونچو کې ځوړند وي. دا په اوږدو لرګیو راشوکوي او څو ورځې په یخ ځای کې ساتي. بیا په نمر کې وچولو ته هوار کړي او هلته له غنچو د جلغوزي دانې بیلوي. دغه دانې بیا وروسته په لویو لوښو کې لکه د مومپلو په شګه او مالګه کې وریت کړي.
د یورپ په بازارونو کې د لبنان سپینه شوی چلغوزه خرڅېږي چې زیاته خونده ور وي. خو د چلغوزي اصل خوند د دې په سپینولو کې دی چې ممکن ډېر خلک ترې خبر نه وي.