په اوسني اروپایی طب کې زیات ټکي د یوناني ژبې نه راکډه شوي دي.
اینیمیا- په بدن کې د وینې کمی.
اینیستهسیا- حساسیت- (د اپریشن نه وړاندې د بې هوشۍ دارو)
اینل جیسک- د درد دارو
ارتهرایټس- د بندونو درد-
بایولوجي- بایو – ژوند
کارډیالوجي- کارډیک- زړه
اونکولوجي- د سرطان ناروغي
اوپتهمولوجي- د سترګو مرض
پیتهالوجي- پیتها- درد
پیډیاټرکس- پیډ – ماشوم
ډایریه- نس بهیدل
په لرغونی یونان کې دا عقیده وه چې ناروغه کس به په خوب کې خدایان( اسطورې)ګوري او هغوی ورته درملنه ښایی.
په ۶ ق م پېړۍ د یونان جنوبي ښار ” اېپي ډیورس”کې د ناروغانو لپاره یو بیل ځای جوړ و چې د طب لومړۍ پوهنځی ګڼلی شي. دلته یوسپیڅلې چینه کې به ناروغانو ولامبل، اوبه به يې ترې وڅښل او بیا به ویده شول. ښایی دلته د درد لپاره ” اپیم” ښه ډېر کاریدل چې “ایپيډیورل” دارو ترې جوړ شول. دا دارو اوس هم په دغه نوم ولادت په وخت ښځو ته ورکړی کېږي.
په ۲۰ پېړۍ کې د “اېپي ډیورس” ښار نه کې کیندنو کې طبي الات وموندل شول چې ممکن حکیمانو پخپله جوړ کړي وو. خو هلته زیات شمیرعبادت خانو شتون د دې نښه وه چې خلکو په خدایانو پوخ باور کوو. د درملنې لوی خدای ” اېسکلیپویس” په ویاړ معبدونه ډېر جوړېدل. په کنډوالو کې حمامونو او مسافر خانو نه علاوه یو کتابتون هم رابرسیره شو.
دلته د لیرې ځایونو نه به ناروغان راتلل او پکې دومره ګڼه ګوڼه وه چې کاروباریانو پکې د لوبو میدان، او یو لوی تهیټر (تیاتر) هم جوړ کړو. دا ټکی هم په یوناني کې ” کار” ته وایی. ښایی ایپيډیورل ښار د ناروغانو جنت و ځکه په تهیټر کې د ۱۲۰۰۰ خلک کیناستی شول او تر اوسه پاتې دی. په ژمي کې دلته ډرامو او نور ناټکونو ته خلک راټولېږي.
تر هغې جراحانو به د یو مریض نه غړي پریکولو کار د زمکې لاندې کوټو کې کاو. په ایپيډیورل کې جراحي (اوپس) په ډاګه کیده او خلک به يې تماشې ته راټول وو. له هغه راهیسې ” اپریشن تهیټړ” هم په طب کې شامل و.
صفیه حلیم