چراغان


دا انځور په ۱۸۶۰م کې پیښور کې د انګریز د جشن په وخت جوړ او د “ایلسټریټډ لندن نیوز” پاڼې کې خپور شو.
هغه وخت د برطانوي پوځ سره مسلکي انځورګران مله وو چې د دې پراخ سلطنت لیرې پرتو سیمو د نیولو حال به يې خپلو وطنوالو ته ورکاو. د انځور نه به د اوسپنې په دړه نقش اخیستو نه وروسته، په اخبارونو کې خپریدو. د دې انځور سرلیک ” په پیښور کې چراغان او آتشبازي” دی.
د انځور نور تفصیل داسې دی چې د هند وایسرای په هاتي سپور د پیښور “بازار کلان” نه ګور ګټهرۍ ته روان دی. هغه وخت په پنجاب کې سیکانو ته په دوو جنګونو کې له ماتې ورکولو وروسته، په ۲۶ فروري ۱۸۶۰م ګورنر جنرل او د هند وایسرای د پیښور خانانو او سردارانو په ویاړ یوه میلمستیا جوړه کړه. دوی به د برطانوي ملکې وکټوریه د حکومت استاځو ته خپل احترام وړاندې کاو. د اخبار خبر و چې په دغه موقع چراغان او اتش بازي انتظام شوی و ځکه د پیښور خلک يې ډېر خوښوي. دلته د رڼا لپاره تر ټولو ساده د خاورې ډیوې جوړېږی. په ډیوه کې د شړشمو تیل، پکې د مالوچو فلیته کېږدي او بیا يې بله کړي. دغه فلیته ترهغې بله وي تر څو ټول تیل پکې ختم نه وي. د هر کور په دېوال دا ډیوې په قطار اږدي او د شپې چې ټول بل شي نو یوه عجیبه، زړه راښکونکی ننداره وي. د کورونو نه علاوه په دکانونو، ودانیو، طاقچو دا ډيوې ټوله شپه بلېږي او خلک ورته خاموشه ناست وي. دغه ننداره څوک په تصویر کې او نه په الفاظ بیانولی شي.
صفیه حلیم

تصویر د کیسه خانۍ فیسبوک نه په مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *