عُمَان او عمان

ع
د پښتو نه علاوه اردو او فارسي لیکوالان هم په دغو دوو نومونو کې تير ووځي.
عُمَان (د پیش سره) سرکاري نوم سلْطنةُ عُمان دی. د عرب بحیرې په جنوب ختیځ کې دا د عربانو تر ټولو پخوانی خپلواکه سلطنت دی. د دې سرحد د متحده عرب امارات، سعودي عرب او یمن سره لګي. د سمندر لاره يې ایران او پاکستان سره ده. په جنوری ۲۰۲۰م کې د دې ځواکمن سلطان قابوس له وفات وروسته اوس د ده زوی هيثم بن طارق آل سعيد سلطان دی.
عَمَّان (د زبرسره) د عربي نړۍ شپږم لوی ښار او د اردن پلازمېنه ده. دلته د یهودانو د “عمّون” قام خلک اوسیدل او ښار د دوی په نوم یادیدو. خو د یونان او روم له فتوحاتو وروسته ورته ” فلاډیلفیا” نوم ورکړی شو. دا نوم د روم د زوال سره ختم او پخوانی نوم يې تر اوسه پاتې دی.
صفیه حلیم‎

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *