د سوات د ابوها کلي یوه کیسه ده چې هلته د “چینې” جومات امام ملا بادر (بهادر) د خپل علم لپاره شهرت لرلو. جومات ته به ډېر ماشومان درس لپاره ورتلل او په هغو ورځو کې به جینکو او هلکانو یو ځای سبق ویلو.
د کلي د خان لور به هم هره ورځ سبق لپاره ورتله. لږه موده وروسته د هغې مور ولیدل چې لور به يې ډوډۍ نه خوړه، رنګ يې زیړ او بڼه يې واوخته. اندیښمن مو له لور پوښتنې پېل کړې نو هغې ورته وویل چې یو پیری (جن) هر وخت راسره وي او په جومات کې سبق هم وایی. مور پلار يې وارخطا شول او هغه يې ملا بادر ته بوتله.
ملا سره د جناتو علم هم و نو په بله ورځ خپلو شاګردانو کې هغه پیری چې ” نیمبولا” يې نوم و، وپیژندلو. دی به د طالب په جامه کې جومات ته سبق لپاره راتلو او بیا به د هغې جینۍ سره لکه د سیوري ګرځیدو.
ملا د جینۍ مور پلار ته تسلي ورکړه او په بله ورځ نیمبولا يې په خپل علم یو کوزه کې بند کړو. وروسته هغه دا کوزه په اور کې سیزله او جینۍ ترې خلاصه شوه. د نیمبولا څو خویندې د خپل ایکي یواځې ورور له مړینې خبرې شوې نو ملا بادر نه يې د بدل اخیستو هوډ وکړو. هغه هم پوهه و چې د نیمبولا خپلوان به د ده د وژلو لپاره مټې را نغښتي وي. د جناتو له تاوان د ځان ساتلو لپاره، ملا بادر به هروخت په اوداسه کې ګرځیدو. د نیمبولا خویندې په دې تکل کې شوې چې ملا بې اودسه راګېر کړي. دوی به هر وخت د ده څارنه کوله او یوه ورځ يې هغه په چینه د اودس نه یوه شیبه وړاندې ووژلو. بیا د ملا بادر مړی يې د سوات د “ناګوها” غونډۍ سره ځوړند کړو. ولس به هغه ځای د ” نیمبولا” غونډۍ په نوم یادوله.
د پښتو ژبې یو متل له هغه وخت مشهور شو چې ” که ژوند غواړې نو په ملا بادر اودس کې ګرځه”
صفیه حلیم