اوسنو ځوانانو ته چې د “مماڼو” نوم واخلې نو حیرانه پاتې شي. دوی د رانجو د رنګ هغه توره وړه میوه نه پېژني چې په اوړي کې به له سوات راوړل کیده. ځینې يې د “ګور ګورو” سره غلط کړي. خو مماڼې او ګورګوره دوه جلا میوې دي.
مماڼی د افریقه او ایشیا بوټې او یو نیم سینټي میټر پاڼې لري. د دې تنه غوړه او ګلونه يې ښکلي نه وي. میوه يې یو سینټی میټر او د انار په شان خوږوالی لري چې ګټکی هم پکې وي. دا په انګریزي کې ” ایلډربېري” او ساینسي نوم يې سګریشیا دی.
سوونو کاله پخوا د مماڼو نه د زکام فلو او الرجي لپاره دارو جوړیدل. په حکیمي داروګانو کې د مماڼو تاثیر یخ وي نو ځکه د دې شربت به يې د ساه لنډي ( ایستهما) مریضانو ته ورکاو. په چینای طب کې دا د بندونو درد ( روماټیزم) د علاج لپاره کاریدو.
د پښتو یوه لنډۍ ده چې
د سوات بونېر مماڼې راوړه
نورې مماڼې ما له خوند نه راکوينه
په ۲۰ پېرۍ کې د سوات ځنګلي بوټي د ونو په بې دریغه وهلو ورک شول. د کالام په غرونو خلکو لوی کورونه جوړ کړي دي او د هغه ځای ډېر نایاب ژوي تري تم شول.
صفیه حلیم
Da Kohat Seni Gumbat Ghroono ke Mamanri tarwa vee, Mong pakhpala hum khwarili da.
ډيره مننه داسې نايابه څيزونه په نوي کول پيژندل ډير ضروري ديما د يو ملګري سره ګپ لګوو نو ما وې ته مماڼې پيژنې وې نا ده څه يي ما سوچ کوو چې څنګه يې ورته اوښايم په ګوګل ګښې مې مماڼه وه ليکل نو ستاسو د ليک مې مښې ته راغی ډیر راباندې خه ولګيد