د کندهار دا بازار یواځې د ښځو لپاره دی. دغه پوښلې کوڅه تنګه او دواړو غاړو ته يې وړې هټۍ وې. د ماشومانو جامې، بورقې او څادرونه له دکان بهر په لرګینو تختو او چوبي هینګرونو ټالۍ وهل. په څلورګوټیزه وړه کوټه کې هټۍ وال چې زیات يې سپین ږیري وو د شنو چایو ترموس مخې ته ایښې د ښځو سره چنې وهلې. دا چنې وهل هم ما په کندهار کې زده کړل. په پیښور کې مونږ ورته ” جګړه کول” وایو. هتۍ وال به درته د پلاسټکو بالټي بیه۱۰۰ روپۍ وایی نو ته سترګې اسمان ته کړې ” توبه توبه دومره ګران! څه خو بیه کمه کړه وروره! هغه به موسکی شي، “خورې سهار د ” بوڼي” وخت او ته مې لومړی ګاک ( مشتري) يې نو ۱۰ روپۍ کمې راکړه. خو ته به نه منې، ” پرون مې ترلې راغلی وه او هم ستا له دکان يې په ۶۰ اخستې دی.” دکاندار به له شنو چایو ګوټ وکړي او بیا به وایی، ۶۰ خو زما خپل خرید هم نه دی. بل چا نه به يې اخستې وي”. خو ته به نه منې. ” بس په ۶۰ يې راکړه.” هغه به خپل وړوکي شاګرد ته اشاره وکړي، ” ۱۰۰ روپۍ خو دغه هلک له ورکوم، خو ستا خاطر کوم او ۶۵ نه یوه روپۍ به کمه نه وي.” په دغه وروستي خبره زما په شان خلک راضي شي خو هغه چې نه مني نو هم هلته ولاړې او اخر په ۶۰ روپو بالټې کور ته یوسي.
د بنګړو، پلاسټیکي چپلکو، لوښو، او بورقو په هټیو ښځې ورماتې وې. زه به کله نا کله د دوی خبرو اوریدو ته ودریدم. ما هیڅ نه اخیستل او نه مې څه پکار وو. یو نیم ځای کې د دوو هټیو ترمنځ یو میټر تش ځای کې پر زمکه ناست، تنکی ځوان، ماشوم یا بورقه کې پټه ښځه ولیدل. مخ ته يې یو تال او پکې رانجه، پیوي، جرابې، روی شو او سرخي سفیده ایښي د ګاک په انتظار وو. یو ځای مې سفیده خرڅوونکي هلک ته پام شو. زه وړه وم او زمونږ کوڅې ته به بنجاری راتلو. زما مور به ترې د سفیدې چکۍ اخیسته چې په لږ اوبو کې به حل شوه. مور به مې له هغې وړه ټوټه پرېکړه او پر مخ به يې ووهله. د هغې مخ به پرې وځلیدو خو د پوډر شوي مخ په شان به نه ښکاریدو.
د هغه هلک مخ ته سفیده لکه د عام پوډر په شان ډیریو کې پروت و. نه پوهیدم چې دا په کوم وزن خرڅوي؟ هسې په توکل مې وپوښتل، “سفیده په څو ده” هغه هم پوښتنه وکړه چې “څومره غواړې؟ زه د هغه مخ ته پر زمکه کیناستم. ته په کوم وزن خرڅوې؟ وزن! د هغه لپاره ښاري ژبه نا اشنا وه. ناڅاپه چا زما په اوږه لاس کیښود. بره مې وکتل نو یوه ښځه په خیرنه او شلیدلی بورقه کې ولاړه وه. یوه لیچه يې تر څنګل، د سپین پرتوګاښ او د تسبیح په لړیو ډکه او په لاس کې يې د مسواکو ګېډی نیولی وې. راته يې وویل، ” که ښه سفیده غواړې نو له هغه هلک يې واخله. د لاس په اشاره يې یو بل ماشوم را وښودلو چې هم هغسې په یو تال ورته پروت و. مخامخ هلک ته مې وکتل نو وچې شونډې يې په غاښونو زبیښلې. ښځې ته مې وویل، مننه خو زما سودا شوی ده. هلک خوشاله شو او وي ویل، ” د څو روپو به اخلې؟” زه تر هغې هم نه پوهیدم چې څومره واخلم ځکه زما سفیده نه وه پکار. هغه ته مې وویل، ” ۱۰۰ روپو به بس وي.” د هلک سترګې وځلیدې او په یو پلاسټکي قاشوغې، سفیده يې د کاغذ په یو کسوړه کې واچاو.
وړاندې ورغلم نو هم هغه ښځه مې بیا ولیده چې ما ته يې د هغه بل ماشوم نه د سفیدې اخیستو ویلي وو. ما ته يې شا وه او مخامخ ورته زما همکاره د خپل تیپ ریکارډړ او مایکروفون سره ولاړه وه. ښځې ویل، ” میړه مې شهید شو، زه او زوی مې په بازار کې سودا خرڅوو. زوی مې سفیده خرڅوو.” پوښتنه ترې وشوه، ” نو په ورځ کې څومره سودا دې خرڅه شي؟” ښځې د کمیس د تخرګ له جیبه څو خیرن او تاو شوي نوټونه راوویستل. دا دی غرمه په سر ده او ۲۰ روپې مې لا نه دي ګټلي. سفیده اوس څوک نه اخلي، زوی مې ټوله ورځ کې ۳۰ روپۍ که وګټي، زمونږ ډوډۍ پرې کېږي.” زه په منډه د هغه بل هلک لوري ته ورغلم چې نوره سفیده ترې واخلم خو دی هلته نه و. بیا مې د همکارې لور ته مخه کړه چې خپل مایکروفون او غوږوزې يې په تور بیګ کې ایښودل. پوښتنه مې ترې وکړه، ” هغه ښځه څه شوه؟” راته يې وویل ما ترې یو بنډل پرتوګاښ واخیستل، لکه چې دغې کوڅې ته لاړه.” ما هغه کوڅې ته منډه کړه خو پکې د ښځو ګڼه او د ټولو بورقې راته یو شان ښکاریدې. ډېر وخت ښکته پورته د هغې لټون مې کاو او اخر ستړې د یو هټۍ په تخته کیناستم. دکاندار راته د چایو ست وکړو خو ما ورته په انکار کې “مننه” وویل. له بازار بهر زمونږ ویګن ولاړ و او چې په خپل سیټ کیناستم نو رایاد شو چې د سفیدې کسوړه رانه هم هلته د دکان په تخته پاتې شوی وه.