شهزاده جمهور


په ۱۸۳۹م کې برطانوي پوځ په ملا تړ شاه شجاع د کابل په بالاحصار کې دویم ځل لپاره پر تخت کیناستو.
د بارکزو له راتلو وروسته د سدوزو بې شمیره غړو پنجاب کې سیکانو ته پناه وړې او د انګریز په واسطه به يې ورته د میاشتې پینشن ورکاو.
د شاه شجاع یو میره ورور ۶۰ کلن هاشم خان چې د کندهار والي پاتې شوی و، بمبۍ کې انګریز ګورنر جنرال الفنسټون ته د مرستې لیکونه لېږل. هغه سیکان اړکړل چې هاشم خان ته په پیښور کې د میاشتې معاش ورکړی. هاشم خان درې زامن لرل او د شاه شجاع یو زوی شهزاده جمهور هم ورسره اوسېدو. کله چې د شاه شجاع زوی، شهزاده تیمور د کرنل وېډ د پوځ په بدرګه، پېښور ته ورسېدو نو هلته یو دربار کې هاشم خان او شهزاده جمهور د ده هرکلي ته ورغلل. څرګنده نه ده چې د شاه شجاع د واک په وخت دوی کندهار یا کابل کې بیرته ژوند وکړو او که نا؟ د بارکزو د حاکمیت په وخت ددوی ځینې خپلوان په ټانک او ډیره اسمعیل خان کې هم وو خو سیکانو ترې اختیارات واخیستل.
د لومړي افغان جنګ او د شاه شجاع له قتل وروسته د سدوزو ټبر ځینو غړو بیا کوهاټ ته کډه وکړه. امیر دوست محمد خان یو ځلې بیا په کابل کې واکمن شو خو په ۲۹ مارچ ۱۸۴۹م په صوبه سرحد کې د بارکزو واک ختم شو. انګریز د پښتنو سیمه پنجاب سره یو ځای د برطانوي هند برخه اعلان کړه. ډګرمن لارنس د پیښور کمشنر او لیفتنټ پولک د کوهاټ اسستنټ کمشنر شو. شهزاده جمهور د دوی هرکلی وکړو او د انګریز استاځي په توګه د قبایلو سره يې جرګې مرکې کولې. ده ته په کوهاټ کې زمکه ورکری شوه او راتلونکې ۱۰ کاله يې ورسره ملازمت کاو.
په ۱۸۶۸م کې د عکس (کیمره) ټیکنالوجي هند ته هم رسیدلی وه او د شهزاده جمهور دا تصویر د هغه وخت دی. په هغه کال دی په خپل مرګ مړ شو او انګریزانو ورته د خدمتونو په بدل کې “د هند ستوری” میډل انعام ورکړو. د شهزاده جمهور قبر د کوهاټ له ښار ۲ کلومیټر بهرد ټانډه بند په سړک “شاه پور” کلي کې دی. د ده زوی سلطان جان چې انګریزي تعلیم يې کری و، د کوهاټ ایکسټرا اسسټنټ کمشنر وټاکلو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *