د ۲۰ پېړۍ تر نیمایی، پړي (رسۍ) بوجۍ او ټاټ (بوریا) به د سڼ نه جوړیدل.
سڼ(سنډ) په هندي کې پټ سن او انګریزي کې “جوټ” د اوبو د یو بوټي ریشه وي. دا د پنبې (کاټن) نه وروسته دویم بوټی دی چې انسان د لباس نه واخلی تر بېړیو په جوړولو کې کاراو. د دې ریشه له کتان پریړ او مضبوط وه نو ځکه د بادباني کشتیو پړي به ترې جوړیدل. یو وخت د بنګال ساحلونه به له دغه بوټي ډک وو چې د زمکې د رژیدو مخ نیوي به يې کوله. خلکو به له سمندر د نورې زمکې اخیستو لپاره د دې قلم وکرلو او د ۴ نه تر ۶ میاشتو کۍ به د سڼ بوټي لکه د دېوال راشنه شول. د وریژو او سابه د پټیو چاپېره به يې سڼ وکرل چې بوټی به يې تر ۴ میټر لوړ و. وروسته دا سڼ پخپله په اوبو کې حل شي. ددې لپاره ګرمه اب وهوا چې۷۰ یا ۸۰ في صده نم ولري، پکار وي او د بنګال خاوره ورته مناسبه ده. د سڼ تخم د ودې لپاره “خوږو اوبو” ته اړتیا وي خو “سره” نه غواړي او میاشي یا چینجي يې نه خوري.
له بوټي ریشه بیلولو لپاره دا لکه د غنمو پریکوي، بیا يې یو بل سره په تړلوغوټې جوړوي او په روانو اوبو کې يې ساتي. کله چې پوټکی يې نرم شي نو بیا ښځې او ماشومان يې لکه د ګني، بهرنی پوټکی سپین کړي. سړي د بوټي له منځ څخه نرمه ریښه په لاسونو راکاږي. ښایی د هند لومړیو انسانانو د دې بوټي نه ریشه بیلوله او خپل بدن به يې پرې پټاو. د دې تار اوږد او د پنبې (پخت) په شان نو په یو معمولي څرخه به يې په لاس جوړاو. تر ۱۶ پېړۍ د بنګال بې وزله خلکو به د سڼ جامې اغوستې. په فارسي کې ” بوریا نشین” یاني د سڼ په فرش کیناستل، د سړي د غربت یوه نښه وه. د سڼ ریشه دوه ډوله وي چې سپین يې د جامویا پردو یا رسۍ لپاره کاراو. دویم نسواري رنګ چې بنګالي کې “پات” نومېږي زیات مضبوط وي. له دغه ریشې، بوجۍ او د کشتیو پړي جوړېږي.
د ۳ ق م پېړۍ کې د اباسین په تمدن کې هم د سڼ نه زیات کار اخیستل کیدو. په مصر کې د سڼ پاڼې پخلي کې هم کارېږي. د ساګو دا قسم “ملوخیه” نومېږي او د ښوروا په شان يې خوري. هم دغسې سوریا او لبنان کې د سیندونو پرغاړه به سڼ کرل کیده. خو تر ټولو ډېرسڼ په بنګال کې کېږي او د “کورومنډل” سیمه ددې تولید لپاره مشهوره وه.
په ۱۷ پېړۍ کې بنګالي سڼ به د سکاټلینډ سوداګرو په ارزانه بیه واخیستو. بیا د نړۍ په بازارونو کې د دې په خرڅولو نوابانو په شان کورونه يې جوړول. په دودیزه توګه د سڼ پړی په لاس جوړیدو ځکه تار به يې زیږه او به مشین کې مات شو. په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې سڼ اوبدونکی (جوټ ویور) په هند کې یو مسلک و. بیا د سکاټلینډ په “ډنډي” ښار کې یو کس د سڼ په تار د “وېل” مهي غوړ ومښل نو سپنسه به په مشین کې نه ماتیده. په یورپ کې د صنعتي انقلاب سره د سڼ غوښتنه هم زیاته شوه. د وسلو په کارخانه کې د بارود لپاره، ترپال او د خیمو، د فرش درۍ، او داسې نورو صنعتونو کې د سڼ بوجۍ او پړي کاریدل.
د لومړي نړۍ وال جنګ په وخت د سڼ یو بیلین نه زیاتې بوجۍ ( ګونۍ) محاز ته ورواستول شو چې پکې به يې شګه ډکوله او مورچو چاپېره به يې ایښودل. هم دومره بوجۍ امریکه ته ورواستول شوې چې هلته د پنبې د اوړلو لپاره يې کارول. د کشتیو تختې د یو بل سره تړلو لپاره، د مهیانو نیولو جال، د انځورګرۍ لوی تختې( کېن وس) به له سڼ جوړیدل. د یورپ شاهکار انځورونه د سڼ په ټوکر جوړ شوي دي.
په ۱۹۷۰ م په لسیزه کې پلاسټک له کبله د سڼ مارکیټ په زوال شو. خو باغبانۍ او کروندو کې بیا هم د سڼ غوښتنه ډېره ده. کله چې نیالګي، یو ځای نه بل ته د وړي نو د سڼ په ټوټه کې يې تاو کړي. د کرلو لپاره د دې ټوکرد لیرې کولو ضرورت نه وي ځکه سڼ پخپله په خاوره کې حل شي. هم دغسې د ترکاري او زمکنۍ میوې د ساتلو لپاره د سڼ شاړڅادر پرې وغوړوي چې له میاشو او چینجو يې ساتي او بیرته راټولول نه غواړي.
اوس په ۲۱ پېړۍ کې د سڼ توکو یو ځل بیا بازار موندلی دی. هند نه تر ټولو زیات سڼ بهر ملکونو ته وړل کېږي چې آسام او بهار يې پیدا کوي. د سڼ نه ۵-۶ میټر اوږد قالین جوړیدای شي ځکه تار يې اوږد وي. په کیراله کې د سڼ ” سترنجي” قالین په نړۍ کې بازار موندلی دی. کوم خلک چې د وړۍ سره حساسیت لري هغوی د سڼ فرش خوښوي. د سڼ تار د نورو سپڼسو سره یو ځای کوي او یو نوی ډول ټوکر ترې جوړېږي. تر ټولو مهین سڼ څخه د وریښمو په شان ټوکر هم جوړوي. اوس په نړۍ کې د ونو د وهلو مخ نیوی لپاره د سڼ څخه کاغذ هم جوړوي او جوټ کسوړې اوس د فیشن برخه دي.
د نړۍ په سیندونو او سمندرونو کې د پلاسټیکي خځله او د چاپېریال ککړتیا له کبله انسان مجبوردی چې طبعي توکي وکاروي. د موټر، فرنیچر، بسترو او کارخانو په صنعت کې د سڼ کارول بیرته پېل شوي دي ځکه دا ارزان وي.