په کروندګر کورنۍ کې پخوا چج د کور د سامان یو ضروري برخه وه. د غنم لاو په وخت د پټي نه خاورې او وړوکي تیږې به په دانو کې ورګډ شول چې په کورونو کې ښځو په چج کې پاکول.
چج له سرکنډې جوړېږي. سرکنڈه – نرسل، نېچه یا کانه یو ډول واښه وي چې په اوبو کې شنه کېږي. دا د بانس له تنې لږ نری خو ډېر کلک نه وي. په منځ کې تشه وي نو اکثر به د چیلم نېچه ترې جوړېده. په پنجاب او سندهه کې د کجور له پاڼو او هزاره کې د غنمو “دروزي” نه به هم چجونه جوړیدل. په پښتونخوا کې له سرکنډو چج او پخې ډوډۍ ایښودو لپاره د مېزرو او سرکنډو “شکور” جوړیدو.
زما یادېږي چې په سخت اوړي کې د غنم لاو سره د کلي په کورونو کې ښځې د اشر لپاره راټولیدې. په غولي کې به يې پوزې هوار کړل. په خرو بار د غنمو بوجۍ به زمیندار په دروازه وغورځول او دا به لاس په لاس يې په پوزیو ډېري شول. په لومړۍ مرحله کې به لوی غلبیل (چاڼ) نه د غنمو دانې ویستل کیدې چې خاوره ترې وباسي. بیا څو نورو ښځو به لږ لږ غنم به يې په چج راواخیستل او په یو خاص طریقه هوا کې يې غورځاو. د چج کارول د هر چا نه و زده. یواځې باتجربه ښځو به پکې په اندازه دانې واچولې او بیا د لاسونو په یو خاص حرکت يې چج وړاندې وروسته او بره ښکته کاو چې دانې به په هوا کې لږ بره او بیا ښکته شوې. چج یوې او بلې خوا تاو کړو او ژر ژر حرکت به ورکاو چې په غنمو کې ورګډ، واړه کاڼي به د سپک غنم نه بیل شول. دا به يې مخې ته واړول او بیا په لاس به يې دوړه پاکه کړه. د چج او د دانو غږ به یوه عجیبه موسیقي پیدا کړه.
پاک شوي غنم به یو وار بیا په بل پوزې ارتاو شول او نورو ښځو به ترې پاتې کاڼي په لاسونو راټولول. بیا دا غنم به يې د مېزرو جوړ پنډېري ته واچول او یوه برخه به يې د اوړه کولو لپاره ژرندې ته واستول. د کوربه میرمنو به د اشر ښځو ته هم جولۍ ډک غنم ورکړل.
په مني کې به د جوارو وږي پاخه او دا به يې په کورونو کې نمر ته وچولو لپاره هوارول. بیا وچ وږي به يې وږي په لویو سوباړو ټکول. ماشومانو ته به يې د وږو سره نښتي دانو د بیلولو وویل. مونږ به د دانو لویه ډېرۍ جوړولو سیالي کوله، ګوتې به مو پولۍ شوې خو نور وږي به يې راته کیښودل. له “چایلډ لېبر” څوک خبر وو؟ ماځیګر به د انعام په توګه يې راته کچه وږي په اور وریت کړل چې خوند يې تر اوسه راسره پاتی دی.
لوی چج به په هر کور کې نه و او د اړتیا په وخت به ښجو د یو بل نه پور اخیستو. خو په ډېرو کورونو کې یو وړوکی چج ضرور لیدل کېدو چې پکې وچه دڼیا، زیره، خشخاش او داسې نور توکي يې پاکول. په هغو ورځو کې ټوله مساله به ثابته وه او کورونو کې پاکولو نه وروسته په لاس يې ټکوله.
دا د جوارو وږو میده کولو به سخت زور غوښته موږ باندې یې هم ډېر ټکولي خو سیالي به موږ هغه وخت کوله چې کله به موږ یو کار نه کاوه او مور به راته ټینګار کاوه چې ویې کړئ مور به مو ویل چې اوس به مې بدری زوی معلوم شي بس بیا به منډې جوړې وي نښتې به مو د کار په ترسره کولو کولې
مور به مو د چج کلمه هم ډېره استعمالوله ویل به یې دا چج ږیره دې نیولې ده دې چج پیکي ته دې ګوره یو څو ټپې هم د چج په اړه
ږیره دې چج کړه راپسې شوې
په سترګو ړوند شې د نمسۍ په ځاﺉ دې یمه
په سر مې چج زلفې پرتې دي
ور لاندې مه شه د نامرد سړي لاسونه
خوشال خټک وايي:
نه خوشحال وى نه خټک وى نه خاني وى
چج په لاس تور مسلي وى خو ځواني وى
زاخیل وروره. د ښکلې معلوماتو نه مننه.