صېهون


په عبراني کې د “سېیون” توری، کلا او وچې زمکې دواړو لپاره کارېږي. په ۶ ق م پېړۍ کې د تورات تر ټولو پخوانۍ صحیفو کې “سېیون” د بیت المقدس یا القدس (یروشلم) یو متبادل نوم و.
په القدس کې د “طلای معبد” غونډۍ په جنوب کې د “صېهون” په غر د یوې کلا نښې دي. د روایاتو تر مخه، دا کلا حضرت داود علیه السلام فتح کړې وه او بیا هلته دده په نوم یو ښار اباد شو. وروسته حضرت سلیمان (ع) د دغې غونډې سره جوخت “موریا” په غونډې نوی ښار جوړ کړو. د یهودانو او مسلمانانو باور دی چې د قیامت په ورځ به ټول مړي په دې غونډۍ راټولېږي.
د القدس پخوانی ښار په هم دغو څو غرونو اباد و. خو په تیرو ۲۰۰۰ کالو کې د ښار دېوالونه دومره ځلې جوړ او مات شول چې د صیهون غر اوس له ښاره بهر دی. په جرمني کې ” ص” او “س” په “ذ” واړول او د غر نوم ” ذیون” شو.
د ۲۰ پېړۍ له پېل یهودانو له خوا د فلسطین په خاوره د یو نوی ملک لپاره هلې ځلې روانې شوې. دغه غورځنګ به د “صېهونیت” ( زایونزم) په نوم یادېدو. د دویم نړۍ وال جنګ نه وروسته د برطانوي حکومت په ملاتړ، اروپایی یهودانو د فلسطین خاوره ونیوله. هلته د مسلمانانو نه په زوره زمکې واخیستل شوې او د یورپ کډوالو ته پرې کورونه جوړ شول. له هغه راهیسې صېهوني او صېهونیت د کرکې وړ ټکي ګرځیدلي دي.

2 Comments

Add a Comment
  1. ډېرښه معلومات دي ډېره مننه خو زه یوه پوښتنه لرم شاید د موضوع سره سر هم ونه خوري هغه دا چې ډېری خلک دا وايي چې په 1967 کال کې چې کوم جنګ د اسریل- عرب ترمنځ وشو او درې عرب متحدینو ماته وخوړه په دې کې د بریتانیا لوی لاس وه او اسریل سره یې هر ډول مرسته وکړه نو ځکه عرب متحدینو ماته وخوړه تاسو دا څنګه ارزوئ ایا دا حقیقت لري؟

    1. په دغه موضوع بل مضمون به ژر خپور شي. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *