بټېربازي


د پښتو “مړز” د فارسي “کرک” د اردو “بټېر” او د انګریزي “کویل” د مرغۍ یو قسم دی. په پښتونخوا کې مړزان د غنمو د پخیدو په وخت پټیو کې راښکته شي نو خلک يې د خوړلو لپاره نیسي. مړز د چرګ په شان پخېږي او یا د پکوړو په شان په غوړو کې سره کړي خو په دې کې غوښه کمه وي. پخوا د کوچي بازار په یو سر کې به وریت شوي مړزان خرڅیدل. ځینې سړي په دې باور وو چې د مړز غوښه جنسي توان زیاتوي نو هلته به د دې خوراک لپاره ورتلل.
زما د ترور زامنو به په کلي کې مړزان د جنګولو لپاره په خاصو وړو پنجرو کې ساتل چې ټوکر به پرې غوړیدلی و. مړز به کله کله ” کرکر” غږ راویستو خو چې له پنجرې به پلو لیرې شو نو خاموشه به شو. د پښتو یو متل دی چې ” فلانی لکه د مړز په پټه پنجره کې کرېږي. مانا دا چې یو کس د خلکو په وړاندې د خبرو جرات نه لري او له جرګې وروسته به لګیا شو. خو تر اوسه پوهه نشوم چې مړز په پنجره به څادر ولې پروت و.
په کلي کې مړزانو د جنګ ننداره زما د ژوند تر ټولو تکلیف ورکونکې شیبې وې. دوه مړزان به يې میدان کې پریښودل چې ټوپونه به يې وهل. دوی په مښوکه د مقابل څټ یا په سینه “ټونګه” ولګوله او هغه به يې زخمي کړو. په اخره کې د یو مړز له څټ به وینې څڅیدې. دا یواځې پښتانه نه وو چې د دومره وړوکي مرغۍ له تکلیف يې خوند اخیستو. د هند په نورو ښارونو کې هم خلکو ( مسلمانانو) د دې وحشیانه لوبې لپاره مړزان ساتل. ځینو خلکو بټېر باز ته د جنګ لپاره د پېسو شرطونه هم منل.
عبد الصمد خان اڅکزی پخپل کتاب زما ژوند او ژوندون کې ” د کرک بازي” زکر کوي. د جنګولو لپاره د دوی تیاري کیده چې ټوله شپه به ورته ویښ و. ” په دواړه لاسه کې به مې یو یو کرک واخیست، د اوبو لوښی به مې مخ ته کیښوو او څنګو ته دوه بالښتان تر سهاره به هم دا شان ناست وم. د کرکانو پښې به مې په اوبو نوډولی او پربالښت به مې منډې ورکولی.”
د پیښور په کیسه خانۍ بازار کې یو کوڅه “بټېر بازان” بلل کېږي. ښکاریانو به هلته د مړز نه علاوه، کفتر، زرکې، لوی واړه طوطیان، چتې، خارونۍ او دغسې په کور کې د ساتلو نور مارغان پکې خرڅول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *