د شیخ تپور جنګ


د دې جنګ ذکر په لومړي ځل ۱۶۰۶م کې حسین خان بن صابر په “اسرارالفاغنه” کې کوي. ” د حضرت شیخ قدم غوریه خیل ۳ مشرترونه او د غوریه خیلو زیات خلک په دغه جنګ کې شهیدان شول.”
د تپور (پتور) د جګړې کال ښایی ۱۵۵۰م ( ۱۳ جمادی الاول ۹۵۷ه اوړی وي. له جنګ ۳۰۰ کاله وروسته په ۱۸۶۴م کې “تواریخ حافظ رحمت خاني” د دې مفصل حال راکوي. د پښتنو په هر ټبر کې د پلار او نیکه د میړانې کیسې شفاهي تاریخ په توګه پاتې وي.
په ۱۶ پېړۍ کې د جنګونو له کبله افغانستان له مرکزي سیمو خلک هند ته په کډه وو. په دوی کې یوسفزي او غوریه خیل (خلیل، مومند او داودزي) یو بل پسې د خیبر څخه واوړیدل. هلته میشت دلزاک (دله زاک) د دوی د شخړو کې له اباسین پورې غاړه ووتل.
په ۱۵۳۰ م کی د بابر له مړینې وروسته د هغه زامنو، همایون او کامران د پلار سلطنت په دوو برخو وویشلو. یوسفزو په آګره کې د همایون او غوریه خیلو په کابل کې د میرزا کامران پلویان شول. د یوسفزو او غوریه خیلو د دشمنۍ سابقه د باجوړ “هندو راج” درې کې موندل کېږي. هلته پخوا یو جنګ کې ډېر مومند وژل شوي وو او د بدل اخیستو لپاره به دوی د یوسفزو په قافلو حملې کولې.
په ۱۵۳۵م کې همایون د ډېلي تخت شیر شاه سوري ته وبایللو او پارس کې يې پناه واخیسته نو یوسفزي په میدان پاتې شول. په ۱۵۴۵م کې همایون کابل ته لاړو او څو کاله د ورور سره په جنګونو بوخت و. “ملک بازید خان خلیل د میرزا کامران لپاره د تجارتي قافلو محصول اخیستو چې یوسفزي پرې سوځیدل.
د شیخ تپور د جنګ سبب دوه پیښې وې. د یوسفزو یوه قافله په “کړپه” کې خلیلو چور کړه او دوه ځوانان يې ترې ووژل. “دوی د “تاڼې” د عمرابن سیدو زامن وو چې خلیلو پیژندل.” د هلکانو مړي يې خپل کلي ته یوړل نو له جنازې وروسته، پلار يې “مناره” ( زروبۍ) کې د مندړو “خان کجو” ته ورغلو. خو هغه د بدل څخه ډډه وکړه ځکه ” ګګیاڼي محمدزی د خلیلو سره په پله پراته وو.” د جنګ په حالت کې ممکن هغوی د یوسفزو ملاتړ نه وای کړې.
لږه موده وروسته د ګګیاڼو ملک محمد خان د پیښور په یو جومات کې د لمانځه په وخت دوو کسانو “بارکی نام او ولی نام” شهید کړو. له جنازې وروسته، ګګیاڼي د محمد خان د زوی سره، ملک شیخو بن خواجی ته ورغلل او څو نورو خانانو په ملاتړ خان کجو ته يې جرګه وکړه چې له غوریه خیلو بدل واخلي. بیا ۴ قامونو، یوسفزو، محمدزو، ترکلاڼو او ګګیاڼو ژمنه وکړه چې دوی به لښکر راټولوي. خان کجو په کلپاڼۍ کې شامیانې ولګولې او نورو قامونو ته يې د لښکر تیارولو لیکونه واستول.
د سالارزو ملک جوکی او کریم داد، عذر وکړو چې په ژمي کې د سلطان اویس زوی قزان شاه ورباندې حمله کړې وه. ” که مونږ درسره په لښکر ووځو نو دوی زمونږ کلي بیا وهي نو معاف مو کړه.” قزان شاه د سلطان پکهل نمسی، د یوسفزو په شرسوات ته تښتیدلی و. ملک جوکي د هغه جاسوسۍ ته خلک واستول او یوه شپه يې ورته کمین ونیولو. سهار وختي چې قزان شاه د بسنت میلې ته تلو نو الیاسزو پرې یرغل وکړو.
ترهغې د خان کجو لښکر لنډي سیند ته ورسیدو. دا د کابل سیند یوه څانګه ده چې په “نیسته” (نې سته) کې ترې بېل او نوښار لوري ته بهېږي. د سیند په جنوبي غاړه “ازاخیل” او پیر پای” کليو ته نزدې د “شیخ عبد الغفور” زیارت او لوی میدان و. ځای خلک اوس هم هلته د یو لوی جنګ زکر کوي. څرګنده نه ده چې دا ځای د “شیخ تپور یا پتور” په نوم ولې یادیدو؟
ملک بازید خان هغه وخت کابل کې او د غوریه خیلو لښکر مشري ملک نبی ابن میرداد او ملک بهلول کوله. د دوی سواره په عراقي اسونو “مسلح و زره پوش” وو. خیمې او شامیانې يې لوی او لکه د بادشاه لښکر ښکاریدو. یوسفزي اندیښمن وو چې که له سیند پورې ووځي نو بیرته په تیښته به اوبو کې لاهو کیدل ځکه په اوړي کې لنډی سیند ډېر په زور بهېږي. هغوی ملک خضرخان ته د روغې خواست وکړو. خان کجو نه غوښتل چې روغه وشي نو شیخ جلو ته يې د خطاب وویل. ده ټولو جنګیالو ته غیرت ودراو او ورته يې د فتح بشارت ورکړو. هغه وخت “ملک جوکی” د قزان شاه پریکړي سرهم هلته راوړو چې یو نیک فال وګڼل شو.
خان کجو د خلیلو یو ملا احمد ابن خدایداد چې پخوا راهیسې ملیزو سره اوسیدو، مخالف لوري ته واستاو چې مونږ درپورې وځو او که تاسو راپورې کېږي؟ خلیلو ورته بلې غاړې ته د راتلو وویل. د یوسفزو د لښکر مخ ته به تل د “پوپل کور” خلک ورتلل نو سلیم خان، سید او جوکا په کشتۍ کې له سیند پورې ووتل، د ډب پرغاړه يې مورچې جوړې کړې او ازغن بوټي يې چاپېره کیښودل. په بل سهار د یوسفزو ټول مطربان (ډمان) په ښو اسونو او وسلو سمبال د سدوزو د” شتیکی او آدو” ډمانو په مشرۍ پورې غاړه لاړل او هلته “خزم کلی” يې وسیزلو. د خلیلو یو ډم ” فتوګی” چې یوسفزو سره اوسیدو، په پټه مخالف لوري ته ورغلو او د دوی مخبري يې وکړه. یوه اندازه ده چې د خان کجو د لښکر شمیره ۱۰ زره وه خو څرګنده نه ده چې دوی په کشتیو یا شنازونو څه وخت پورې ووتل.
په ۱۳ جمادي الاول دواړو غاړو سهار وختي د جنګ نغاره وډنګوله. خان کجو، ملک سرابدل- ملک خضر خان او ملګ بیګی ته خبرداری ورکړی و چې د ګګیاڼو شمیره زیاته ده خو دوی لافې وهي او ممکن تېښته وکړي. بیا يې دوی د لښکر شا ته واستول چې که مخامخ صفونه ماتیدل نو مرستې له به ورځي.
د یوسفزو لښکر په ۷ صفونو ترتیب شو چې د سوارو او نور ۶ د پلي جنګیالو وو. لومړي صف کې ډال او تورې سره پیاده، ورپسې ۵ صفونو کې پیاده غشي ویشتونکي او اووم کې سواره ودریدل. دوی ته امر شوی و چې دشمن د یو (ویشتل شوي) غشي په فاصله نزدې شو نو هله به پرې د غشو حمله کوي. خان کجو وسله وتړله، په یو بل عراقي اس سپور، د صفونو شا ته سدوزو سره ودریدو.
د غوریه خیلو شمیره له یوسفزو ۱۰ چنده کمه وه چې ممکن ۲۰۰۰ شا و خوا وه او زیات يې سواره وو. د دوی هراول دسته کې ۵۰۰ مومند کله چې یوسفزو ته نزدې کیدل نوسواره به د شا ته نه مخې ته راتلل او یوه لیکه يې جوړه کړه. لومړۍ حمله دغه دستې وکړه او د مندړو غشي لکه د باران پرې وریدل. دوی د مخالف تر صفونو نه رسیدل او په لاره وژل کیده. خان کجو خپل سواره، له اسونو ښکته کړل او د غشي ویشتلو امر يې ورته وکړو. ټول لښکر لاس په لاس جنګ شروع کړو او د غشو نه علاوه تورې، خنجر او تبرزین پکې کاریدل. د غوریه خیلو سواره په لومړۍ حمله کې مات او له میدان پیښور لوري ته روان وو. دشمن ورپسۍ ځغستل خو دوی په لاره هم خپله دفاع کوله. کرم علی سالارزی یو پیاده پسې روان و چې په غشي ولګیدو. هغه وخت خواجه خضر او د ده تربور شاهی، راټولو کسانو ته وویل چې ورشئ د کرم علي بدل واخلئ. هغوی وویل چې هغه پیاده تیر انداز له غشو څوک ژوندی نه ځي. دوی دواړه هغه تیرانداز پسې لاړل چې پرله پسې يې ورباندې غشي ویشتل. یو غشی د خواجه خضر د ډال څخه دننه د ده په مټ خښ شو. بل د “شاهی” د سرخول کړوپ کړو خو دی ژوندی پاتې شو. نورو سوارو هغه پیاده ووژلو او لینده يې “سودم” ته یوړه. دا لینده به ډېره موده په جوماتونو او حجرو کې خلکو لیدله او دومره کلکه وه چې هیچا نشوه راښکلی. “هغه لینده په درست یوسفزي کې مشهوره وه.”
یو غشي د خان کجو خول سوری او په سر کې يې خښ شو. اخر ده غشی مات کړو، یوه ټوټه يې وغورځوله او نوره يې په سر کې پاتې وه. ډېر درد پرې تیر شو خو ده جنګ جاري وساتلو او د شپې چې خپلې ډیرې ته ورغلو نو جراحانو ترې پاتې ټوټه وویستله.
د یوسفزو جنګیالي تر پیښوره غوریه خیلو پسې او په لاره يې کلي چور کول. دوی د مال نه علاوه ښځې او څاروي هم تښتول. خان کجو پخپله د پیښور په ” ګورګټرۍ” کې یوه شامیانه کې ارام وکړو، د ماسپښین لمانځه نه وروسته بیرته روان شو او ماځیګر “ډب” کې خپلې خیمې ته ورسیدو. شیخ جلو او نور معتبر خانان د یوسفزو په خیمو کې د غوریه خیلو جنګي بندیان را خوشې کړل. خو تښتول شوي ښځې، چا بیرته نه ورکولې نو هغه د خلکو سره پاتې شوې.
د دواړو غاړو د مړو ژوبلو شمیره زیاته وه، په تیره د غوریه خیلو ځاني تاوان ډېر و. له دې کبله د شیخ تپور جنګ هغه وخت د پښتنو یوه لویه جګړه ګڼل کېږی.
سرچینې
۱. اسرار الافاغنه. ( شپږم فصل) حسین خان بن صابر بن خضر. اردو ژباړه او تحقیق. ډاکټر سعود الحسن روهیله. افغان ریسرچ سنټر، لاهور. ۲۰۱۶م
۲. تواریخ حافظ رحمت خانی. پیر معظم شاه. پښتو اکیډیمی پیښور یونیورسټي. ۱۹۷۱م
۳. یوسفزی افغان. الله بخش یوسفی. محمد علی ایجوکیشنل سوسایټی. کراچی. ۱۹۶۰م

4. The Correct Identification of the battlefield of Shaikh Tapur. Dr. Fazal Sher. Pakistan Annual Research Journal. Vol 51. 2015.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *