په ۲۵ جولای ۱۹۹۹م اباسین کې سخت طوفان هغه ۸۲ کاله پخوانۍ بېړۍ هم ډوبه کړه چې “ایس- ایس- جهلم نومیده.
د نړۍ په نیمه کره کې برطانوي سلطنت واک د دې بحري بېړیو او وسلو په زور ټینګ و. د دې په ساحلونو د لویو بحري جازونو جوړولو کارخانې وې. یوه يې د سکاټلینډ د آیرشایر “ټرون” بندر کې وه. هلته ” الیسا شپ بلډنګ کمپنۍ” له ۱۸۸۵م ” دخاني بېړۍ” یا سټیمر جوړول. دغه دوه پوړیزه بېړۍ به د سکارو په اور لوخړه جوړوله چې انجڼ او ورلاندې لویه پایه ګرځیده. له لیرې به اور ګاډي په شان لوګی ښکاریدو. د دې انجڼ به “رينکین اینډ بلیک مور” کمپنۍ جوړول. دخاني بېړۍ به ۱۵۰ فټ ( ۵۰ میټر ) اوږده او ۳۳ فټ (۱۱ میټر) پلنه وه. د دې وزن ۴۵۱ ټن، ۹۶۰ اسونو توان (هارس پاور) او ۵۰۰ کسان به پکې ځایدل.
د لومړي نړۍ وال جنګ په وخت ” الیسا” کارخانې د حکومت لپاره ۴ نوی بېړۍ تیارې کړې چې هر یو ته يې د “ایس” توری او نمبر ورکړو. په ۱۹۱۷م کې دا ټول يې میسو پوټیمیا (عراق) سمندر ته واستول چې پوځي او ملکي خدمتونو ته يې کارول. کله کله زخمي او ناروغه کسانو علاج لپاره پکې کلینک جوړ شو. په ۱۹۱۸م کې د جنګ په خاتمه د دغو بېړیو اړتیا پاتې نشوه نو په ۱۹۲۰م کې يې بمبۍ ته واستول.
هغه وخت د هند په لویو سیندونو د پلونو او بندونو د تړلو کار پېل شوی و. په ۱۹۲۳م کې حکومت سکهر سره نزدې په اباسین د اوبه خوړ یو بند ( بیراج) تابیا وکړه. د پنجاب او سنده د زمکو خړوبولو لپاره له سیند ۷ نهرونو (کنالونو) د خټو ویستلو لپاره “سټیمر” پکار وو نو له بمبې ایس- ۴۶ هم کراچۍ ته يې واستاو. هغه وخت د دې نوم ایس ایس جهلم او ۱۰ کاله يې د سکهر بیراج په پراجه کاریدو. په پای کې دا بېړۍ د اباسین په شمال کې خټو کې ونښته ځکه د بیراج نه مخ په ښکته اوبه ورته کمې وې.
په ۱۹۳۱م کې له کراچۍ، بنو او ټانک ته تلونکي د اورګاډي مسافر به په سکهر کې ښکته شول. هلته نه په “ایس ایس جهلم” کې د سیند بلې غاړې کالاباغ ته ورتلل. له دغه سټیشن به د بنو او ټانک لپاره وړوکی ټرین کې سواره شول. کله کله به د مال کنټینرهم په دغه بېړۍ کې پورې وړل کیده.
په ۱۹۴۷م کې د هند له ویش وروسته ایس ایس جهلم په ډیره اسمعیل خان کې د اباسین یوې او بلې غاړې ته په پېسو مسافر وړل. د وخت په تیریدو د دې پخواني کارکوونکي لاړل او ځای يې معمولي مستریانو واخیستو. په دې به هره ورځ پسونه، خره او اسونه د انسانانو سره یو ځای بلې غاړې ته تلل. یو چای والا پکې خپل سماوارکیښودو چې په مسافرو يې حلوه، وریژې او نور خواړه خرڅول.
د بېړۍ د تخنیکي خرابي لپاره به عام مستري راتلو خو په ۱۹۸۰م کې بېړۍ ته نوی رنګ ورکړی شو. دوه کاله وروسته پکې اور ولګیدو. په ۱۹۸۵م کې په ډیره دریا خان نوی پل جوړ شو نو خلکو بېړۍ ته مخه ښه وویل او دا به د سیند پر غاړه ولاړه وه.
په ۱۹۹۱م کې زه ډیره اسمعیل خان کې د ایس ایس جهلم لیدو ته ورغلم. هغه وخت دا د سیند پر غاړه دوو اوسپنیزو تارونو سره تړلی وه. یواځې د اوسپنې قالب يې پاتې او په یوې خوا د دې نوم لوستل کیدو.
په اباسین کې یو حکومتي چارواکی وایی چې د بېړۍ چلوونکو ترې پخپله د مسو او د سلورو (ایلومینیم) پرزې په بازار کې خرڅولو لپاره غلا کولی. په تختو د اوسپنې میخونه او د بره پوړ چوکۍ يې وویستلې چې بیا د غلا پټولو لپاره يې اور ورته کړو.
وروسته خبره شوم چې د دې په فرش د اوبو د کچ لپاره د مسو درانه ګیجونه هم خلکو وشوکول. ښایی په دې به د فرش تخته سوری شوی وي. ما ته هغه بېړۍ لکه د افغانستان معلومیدو چې د بهر خوا نه هر طوفان يې وزغملو. په زرګونو خلک يې خپل منزل ته ورسول خو په پای کې د بېرۍ ماڼو ګانو پکې سوری کړو.
سرچینې
۱. سترګو لیدلی.
2. From Scotland to Mesopotamia and Pakistan: The story of a veteran paddle steamer. Tim Willasey-Wilsey IRFCA. Page. 2015