طاهریان


په ۸ میلادي پېړۍ کې له مشهد، نيشاپور، هرات، بلخ، مرو، بخارا او سمرکند ټول په خراسان کې شامل وو.
د اسلام له خپریدو سره د دې سیمې زیات خلک مسلمانان شول. خراساني جنګیالو لومړی د امیه او بیا عباسي خلافت په ټینګولو کې لوی رول ولوباو. ابو مسلم په ۷۵۰ م کې د زاب سیند پرغاړه د امیه لښکر ته په ماتې ورکولو عباسي خلافت ته لاره جوړه کړه. بیا ۵ کاله وروسته دی د عباسیانو له خوا په سازش ووژلو. په ۷۹۸م کې د هارون الرشید په ضد خراسان کې حمزه سیستاني بغاوت وکړو. شا و خوا ۳۵ کاله هغه په هرات، ذرنج، بست، نیشاپور، غزني او کابل کې د عباسي ځواک سره په جنګ و. ده په ګردیز کې د خپلو جنګیالو لپاره یوه ټینګه کلا جوړه کړې وه. ۵ زره جنګیالي به ورسره وو او حکومت يې “ګرځنده” (سیار) و. د حمزه د وفات نیټه ۸۲۸ م ټاکل شوی ده او ممکن په بادغیس کې خښ وي.
په ۸۰۹م کې هارون الرشید په “طوس” کې مړ شو نو دده زامنو المامون او الامين ترمنځ یوه اوږده جګړه پېل شوه.
د المامون پوځي سالار د خراسان طاهر بن حسین (فوشنجي) په ۸۱۴م کې د الامین لښکر ته ماتې ورکړه او د هغه پریکری سر يې المامون ته واستاو. په انعام کې طاهربن حسین د “ذواليمينين” په لقب په دوو لوړو عهدو وټاکل شو. د پارس حاکم نه علاوه د “اصحاب الشرطه” یعني امنیتي پولیسو د مشر په توګه د بغداد استخباراتو چارې هم سمبالولې. دی ۸ کاله واکمن او مرو ( ترکمانستان) يې پلازمینه وه. په دغه موده کې د ده د کورنۍ ډېره پېسه راټوله کړه او د زمکو خاوندان شول. خلیفه المامون پوهیدو چې طاهربه یو وخت خپلواکه شي نو خپله یوه باوري وینځه يې ورسره ساتلې وه. د هغې په ګوتمۍ کې زهر وو او کله چې په ۸۲۲م کې د جمعې په خطبه کې د خلیفه المامون الرشید نوم یاد نشو نو طاهربن حسین په هم هغه شپه مړ شو. کیدایشي چې دا یوه افسانه وه ځکه المامون د طاهر له مرګ وروسته، د ده زوی طلحه بن طاهرد خراسان او باختر حاکم وټاکلو. خو عباسي کورنۍ د دغسې سازشونو لپاره بدنامه وه. طلحه په بخارا کې د خپل نوم سکه جاري کړه خو د ده د حاکمیت موده لنډه وه. په ۸۲۸م کې د طلحه ورورعبد الله بن طاهر په ختیځ او جنوب کې نور فتوحات وکړل او خپل مرکز يې “نیشاپور” ته یوړو. په ۸۴۵م کې د عبد الله طاهري زوی (دویم طاهر) شا و خوا ۱۸ کاله واکمن و.
په ۸۶۲م کې هغه د خپل مرګ په وخت کشر زوی د واک لپاره وټاکلو خو دی راضي نه و او پلار نه وروسته واک يې خپل ورور محمد بن طاهر ته پریښودو. دی د محمد بن طاهر خراساني په لقب هم پیژندل کیدو او تر ۸۷۳م واکمن و.
طاهري کورنۍ د سني عقیدې مسلمانان وو. کله چې په نیشاپور د سیستان صفاریانو حمله وکړه نو حاکمان يې بغداد ته لاړل او هلته تر۸۹۱م د امنیتي پولیسو دنده يې تر سره کوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *