څوباړی


پخوا د پښتنو په هر کور کې به یو څوباړی ( سوباړی) یا تپڼی ارو مرو موجود و. دا د لمدو جامو د ټکولو یو ساده لرګین کوتک و چې یوه خوا يې نرۍ او بله پلنه وه.
پخوا به عامو خلکو سره به د جامو یوه جوړه وه. لږ پېسه دار به دوه جوړه جامې لرلې چې د خامتا (کاټن) څخه جوړیدې. په اوړي کې د دغو جامو د پاسه سړو به پوستین اغوستو او بې وزلو به وړینه شړۍ (پټو) له ځانه تاو کړو.
هر چا به یوه جوړه جامې ډېره موده اغوستل. په اوړي کې خلکو د جمعې لامبل یا جامې وینځل. د کروندګرو او مزدورانو په جامو به خیره په صابون هم نه پاکیده. په ژمې کې د لرګيو په اور د اوبو تودول لا سخته وه نو ښځو به لمدې جامې په څوباړي ټکولې. د ښځو د نازک لاسونو سره دغه څوباړي ډېره مرسته کوله. د سپینو جامو نه د خټو او خاورو داغونه لیرې کولو لپاره هم دغه څوباړی کاریدو.
د دې مختلف قسمونه وو چې یوه يې ساده لرګی، لکه د کرکټ د لنډ بېټ تراشل شوی و. نوربه لکه د غټ لوړ(کوتک) وو.
په کلیو کې ښځو به جامې په ویاله یا ګودرهم وینځل او څوباړی به يې له ځانه سره وړلو. په یوې تیږۍ به يې خیشته شوي جامې کیښودی او په څوباړی به يې څو وار وټکول. کله کله د غل د وهلو او یا دشمن سره جنګ په وخت هم ښځو څوباړی له ځانه سره وړلو.
کومو شته منو چې خپلې جامې ” دهوبي” (کاله شویی) ته د وینځلو ورکولې نو هغه به هم ورته څوباړی راخلاص کړو. بیا چې وینځل شوې جامې به د کور میرمنې ولیدل نو د کمیس د ګریوان بټن مات او د کټ څادر به څیرې و.
د ۲۰پېړۍ په نیمایی کې د څوباړي کارول ورو ورو په ختمیدو شو. یو سبب خو د نایلون تار و چې په کاټن کې ورګډ او کپړه پرې سپک شوه. د دې جامو وینځل دومره ګران نه وو. دویم د تیزاب او د سوډې په ګډون د جامو وینځلو لپاره قسما قسم صابون او پوډر بازار ته راووتل. خو تر ټولو لوی سبب يې د جامو وینځلو مشین دی چې اوس په کلیو کې هم ښځې کاروي.
زمونږ په کور کۍ یو لرغونی څوباړی موجود و خو بیا چا ماشوم په کرکټ لوبه کې مات کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *