زما ژوند او ژوندون(۴)


عبد الصمد خان اڅکزی د ښوونځی خلاص کړو خو، ” د ژوند په یوه لار هم نه وم خبر ځکه علم مې ټول کتابي و.” د ۱۹۳۰م په لسیزه کې د بیوروکراسي حال يې په لومړي ځل ولیدو.
دی وایی چې تر هغې زمونږ کورنۍ کې جنګونه او نالښتونه نه وو. خلک په سرکاري دفتر، چارواکو نه پوهیدل. یوه ورځ د عبدالله کلا لال محمد خان چې ډېر پوهه او ژوندی ځوان و، ورته وویل، “راځه چه اوغانیستان له په سیل ولاړ سو.” هغه وخت خلک به آزاد کندهار او نورو ځایونو ته تلل راتلل. خو دوی دواړو د پاسپورټ اخیستو نیت وکړو. اڅکزی لیکي، ” زما سترګې دغه پاسپورټ پرانستی او زه د هیواد او کام په بده روز(ورځ) خبر کړم.”
دوی دواړه پښین ته ورغلل او په دفتر کې په عریضه نویس يې د پاسپورټ لپاره درخواستونه ولیکل. د ضمانت پېسې ۴ آنې (پاولۍ) وې خو هغه لیکونکي ترې یوه یوه روپۍ واخیسته. د ایګزیکټو اسسټنټ کمشنر ( آی-ای-سي) دیوان هري چند ته ولاړل خو هغه تحصیلدار ته واستول چې د درخواستونو تصدیق وکړي. هغه دوی پیژندل نو کار يې ژر وشو. د ” دیوان” له خوا دستخط څخه وروسته درخواست يې په بابو تصدیق کړو. هغه یو ډاکټر ته واستول چې د دوی شناخت(د سترګو رنګ او قد) يې ورباندې ولیکل. ډاکټر ترې ۱۵ روپۍ وغوښتې نو اڅکزي ورله ۲۰ روپۍ ورکړې. لال مامد هغه وخت چا سره خبرې کولې او پام يې نه و. کله چې اڅکزي د درخواستونو سره له ډاکټر ۵ روپۍ واخیستې نو لال مامد ترې پوښتنه وکړه. د ۱۵ روپو بیرته اخیستو لپاره هغه د ډاکټر سره په جنګ شو. اخر په ناندریو يې خپلې پېسې ترې رابوت کړې.
درخواستونه يې د دیوان په دفتر کې بابو ته ورکړل نو هغه ورته وویل چې سبا یا بله ورځ به يې کوټې ته واستوي. پاسپورټ به یا د دوی کور ته لېږي او یا پخپله ورپسې ورشي. په دې یوه نیمه میاشت تیره شوه نو دوی په کوټه کې پوښتنه وکړه. هلته خبر شول چې درخواستونه له پښین نه و استول شوي. په پښین کې يې پوښتنه وکړه نو بابو ورته وویل چې درخواستونه مو استولي وو. اخر هلته یو کس له خلې خبر شول چې ډاکټر په ټولو زوره ور(موګ)دی او د پېسو په شخړه د دوی درخواستونه ورک وو. هغه ورته دا هم وویل چې دی یواځې نه دی، تاسو به دا بډې دری څلورنورو ځایونو کې هم ورکوئ. بابو ورته د بل درخواست لیکلو وویل خو دوی دومره وېزاره شول چې بغیر پاسپورټ يې افغانستان ته د سفر قصد وکړو ” خو بیا مو د تګ پریڼ (اراده) پریښوده.”
په دغه وخت کې اڅکزي په لومړي ځل په پښین کې د جرګې ( ولسي محکمه یا کچهري) تماشه هم وکړه. دی لیکي چې د جرګې ټول ملکان یو ځای ناست وو. که کمشنر ( اي-ای-سي) اوزګار و نو هلته به کیناستو. خو زیات وخت د ده استاځی، ” سور ږیری پنجابی” چې خلکو به “شاه جي” بللو جرګه کې کیناستو. ډېرې خبرې به وشوې خو څه نتیجه نه راوتله. کله به شاهد (ګواه) نه و او کله به شاهد له معاملې څخه خبر نه وو. جرګه به د بلې ناستې لپاره وځنډیده. شاه جي به په یو کوچني کاغذ دواړو غاړو ته د بلې جرګې نېټه ولیکله او دوه دوه روپۍ به يې ترې وغوښتې. زیاتو به دا پېسې په پټه خله ورکړې خو نورو به څه نا څه بانه وکړه او کله به یو کس ورسره جنګ وکړو چې “دا لسمه پېشۍ ده، ځم راځم، خرڅونه کوم، تاسو ګواهان نه راولئ او دوه دوه روپۍ لا نورې اخلئ.” شاه جي به په قهر ورته سپکې سپورې ویلې. جګړه به زیاته شوه نو د جرګې نه یو چا به هغه کس ته وویل چې شاه جي ستا یا ستا د پلار نوکر خو نه دی. اڅکزی وایی چې په ټوله جرګه کې دوه یا درې ملکان به داسې وو چې خبرې يې کولی شوې او کمشنر یا شاه جي به ورته غوږ نیولی و.
د سرکاري افسرانو چلند، د پولیسو جبر او د انګریز بیوروکراسي عبد الصمد خان دې ته اړ کړو چې پخپله سیاست ته ورودانګي. دی د ۲۲ کالو و او په ۱۹۳۲م په دسمبر کې په يعقوب آباد کې د خدايي خدمتګار په ملاتړ د “انجمن وطن” په نوم یو غورځنګ جوړ کړو. بل کال لاهور کې د مسلم لیګ په غونډه کې يې ګډون وکړو او دی د انتظامي شورا غړی وټاکل شو. د ده ګرفتارۍ اوعدالت ته حاضریدل ورته د ژوند برخه شول. خو په زندان کې به يې مقالې لیکلې چې د افغانستان او پېښور په پاڼو کې خپریدل. په ۱۹۳۸م کې ده په پښتو او اردو د “استقلال” په نوم پخپله هم یوه پاڼه خپرول پېل کړل.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *