په ۱۹۸۰م لسیزه کې شوروي اتحاد پرافغانستان باندې یرغل وکړ او له پیل سره سم د دوو نړیوالو ځواکونو سوسیالزم اوامپریالیزم سیالي هم لوړو ته ورسیده. یو نیم لک شوروي پوځیان د ځمکې اوهوا له لارې پرافغانستان باندې د هرډول نړیوالواصولوخلاف راننوتل. د افغانستان ولس مشرحفیظ الله امین او د هغه نظام یې ړنک او په شوروي کې جوړشوی ګوډاګي نظام یې پرافغانستان باندې د توپونواوټانګونوپه زور وروتاپه. شوروي په څنګ کې په زرګونو ملکي اوعلمي کسان هم د مرستې په نامه له خپل یرغل سره سم، افغانستان ته را وستل. دوی يې دافغانستان په بیلابیلواداروکې ځاي پرځای کړل چې په دغوکسانو کې ډیر ښه پوهان او کارپوهان هم ول. کابل پوهنتون هم ترې پر یوه خوا پاتې نه شو، په لسګونو استادان یې دلته راوستل او په تدریس باندې یې پیل وکړ.
زموږ په پوهنځي کې روسی څانګې برسیره، په نوروڅانګو کې هم استادان چې زیاتره یې تاجک اوازبک وو راوستل. پرلیسانس برسیره یي په یو شمیرڅانګو کې ماسټري زده کړې هم پیل کړې. سره له دې چې په پښتوڅانګه کې ماسټري ترروسي یرغل د مخه پیل شوې وه چې له یوې دورې وروسته بنده شوه. نو دا یې دویم پړاو او پیل و. لومړی چانس د څانګې استادانو ته ورکړشو چې موږ څو تنودغه ماستري تدریسي پروګرام پیل کړ. زموږ زیاتره استادان همدغه تاجکان او ازبکان ول. تاجکانو خود ژبي مشکل نه درلود او ازبکانو به بیا د هغواستادانو په مرسته چې په روسي پوهیدل، درسونه ویل. په دغوتاجک استادانوکي یو”عبدالنبي ستاروف” و چې موږ ته یې د ادبي نقد په باره کې درس راکاوه. پرنقد برسیره ده د “بیدل” په برخه کې هم ډیرکارکړی و. زما د ماستري د “تیسس” موضوع هم کره کتنه وه او دغه سرلیک هم ده راته غوره کړی او دی مې لارښود استاد هم و. ما د لومړي ځل له پاره د خپلو کتنو په ترڅ کې له ده یوه جالبه خبره واوریده اوهغه داچې، ” موږ ته تاجکستان یوه افغان را ډالۍ کړی دی، دغه افغان له سرحده راغلی، نوم یې نثارمحمدخان و. روسانو غوښتل چې تاجکستان او ازبکستان یو ولایت کړي، خو پرهغه مهال زموږ له مشرانوعینی او شاه تیمورسره یې په ګډه دا شعار راپورته کړ چې نه تاجکستان باید یو خپلواک اوبیل ایالت وي. د روسانو زړه نه و او د تاجک اواسلامی شعور روزني مرکزونه (بخارا اوسمرقند) په دې خاطرچې موږ پارسي ژبي یو، له موږه واخستل او په ازبکستان پورې یې وتړل. خو تاجکستان د نثارمحمدخان له برکته جوړشو او د هغه ونډه د نه هیریدو وړ ده.
دی څو کاله د نوي جوړشوي تاجکستان د ښوونې یا معارف وزیرهم و. تاجکان هغه ته د خپل ملي مشر په سترګوګوري، ځکه هغه په ټول تاجکستان کې ښونځي اومدرسې جوړکړل. نثار له شکه پرته د تاجک ملت اوتاجکي فرهنګ د لویو ژغورونکو افغانانوڅخه و چې نوم به یې د تاجکستان د خلکو او تاریخ په زړونوکې تلپاتې وي.” »
په افغانستان کې د نثارمحمد خان یوسفزي په اړه لومړني مقاله دافغانستان دعلوموآکادمی غړي اروا ښاد سرمحقق دوست شینواري په ۱۹۶۰م لسیزه د نثارمحمدخان افغان په نامه ولیکله. دا په کابل مجله اوځینو نورو خپرونو کې چاپ شوه. نثار محمد خان د صوابۍ یوسفزی او د دریم افغان جنګ په وخت انګریز خلاف جنګیدلی و. هغوی ورته د غرغرې سزا ورکړه خو دی افغانستان ته په تیښته کامیابه شو. هلته نه دی تاجکستان او ازبکستان ته لاړو. نثارمحمدخان چې کله شوروي قلمروته ورسید، خپل نوم یي بدل کړ او ” نیسوراولوویچ میګومیدوف /محمددوف” شو.
په تاجکستان کې د زدکړو په برخه کې نثار محمد خان ډېر کار وکړو خو د ” سټالین” په ظالمانه رژیم کې د نورو روڼ اندو سره یوځای په ۱۹۳۷ کال ووژل شو.
په دې نږدې وختو کې تاجک فلم جوړونکي سفربیګ صالح د نثارمحمد خان او مرکزي آسیا په اړه یو مستند فلم جوړکړی دی. په دې کې نثارمحمد خان افغان ته يې ځانګړي ځای ورکړی دی، په دغه فلم کې چې په فارسي ژبه دی. نثارمحمد خان پښتون د ژوند او تاجکستان ته د لوړوعلمي اوفرهنګي خدمتونو او ترآخره یې د ده په کارنامو باندې رڼا اچول شوې ده.
پروفیسورعبدالنبي ستاروف چې کله له افغانستان څخه بیرته تاجکستان ته ستون شو، هلته یې کمونستي ضد روحیه چې له افغانستانه یې وړې وه غوره کړه. د شوروې له ماتې وروسته دی د تاجکستان د کمونست ګوند خلاف جبهه کې ودرید او د دې د مشر نوري له نږدې کسانوڅخه شو. کله چې تاجکستان کې ملی جوړجاړی وشو نو ستاروف خپل تخلص په ستارزاده باندې واړاوه. دی په ایتلاف حکومت کې بیا د خارجه وزارت مرستیال شو چې په همدغه څوکۍ یی تقاعد وکړ. په هند کې د تاجکستان سفیر یې یوځل یولیک هم راته راوړ چې له مهربانیو ډک و. هغه له ادبیاتو په تیره “بیدل پوهنې” سره ځانګړې لیواتیا درلوده او نثارمحمدخان افغان ته يې ځانګړی درناوی کاو.
لیکوال : پروفیسورعبدالخالق رشید، د جواهر لال نهرو پوهنتون استاد.
(وګورۍ د عارف حسن خان مقاله په انګریزي ژبه )
Nisar Muhammad of village Zaida, Swabi (NISOR AVALOVICH MAGOMEDOV 1897–1937)