نثارمحمد خان


هغه افغان ستوری چې نوروته وځلید
اوځانته تورتم شو
نثارمحمدخان په ۱۸۹۷ م کې د صوابۍ په ” ذېده” کلي کې پیدا شوی دی. د اول خان زوی او د محمدعلي لمسی دی. همداسې دده د نورونیکونو نومونه کریم خان اوکرم خان وو. د نثارکورنۍ اوقامي سلسله په یوسفزوکې ایوب خیلو او په هغو کې (مندنړ) څانګې ته اړونده وه اوپه صوابۍ کې اوسیدل.
دی د هند په نیمه وچه کې له هغو انقلابیونو څخه وچې د انګریزانو په وړاندې یې د مبارزي بیرغ اوچت کړ. نثارمحمد خان د اکتوبرانقلاب له لیوالانو څخه او د هندوستان د کیڼ اړخو مشرانو او غازي امان الله خان هڅې، نظریات او ویناوې یې خوښیدې. د همدغې لیوالتیا په زوږ کې افغانستان او بیا د شوروي اتحاد اړوند ایالتو، تاشکند او دوشبنی ته ورساوه. له ده څخه دلته په صوابۍ کې یوه ځوانه میرمن او یو د څومیاشتو زوی پاتې شول. میرمن یې زرمړه شوه، خو زوی د مورنۍ پلارګني او بابا (صدیق احمد) له خوا ترروزنې لاندې ونیول شو. دده خپلوان اوس هم په صوابۍ کې شته دي چې یوله هغوڅخه هم مقبول احمد دی.
نثارمحمدخان چې کله شوروي قلمروته ورسید، خپل نوم یي بدل کړ او ” نیسوراولوویچ میګومیدوف/محمددوف” شو. هلته یی له یوې روسۍ نجلۍ سره واده وکړ، له هغې یې څو لورانې پیدا شوې چې لمسیان یی اوس هم په
مسکوکې ژوند کوي. نثار یو روڼ اندی او د ښه استعداد خاوند ځوان و. دا چې ده په انګریزي قلمروکې چیرې لومړنۍ زده کړې وکړې په دغه اړه ډیرمعلومات نشته. خو داسې ښکاري چې ده د خپلو زده کړویوه برخه په هند کې بشپړه کړې ده. د دریمي جګړې په ترڅ کې د انګریزانوخلاف د امان الله خان په پلوۍ وجنګیده. د دغه جنګ د پلوي په پلمه د انګریزانو له خوا د اعدام سزا ورته اعلانیږي خو دی په یو ډول ځان د انګریزانو له ښکیل څخه خلاصوي او د افغانستان پرلور تښتي. په ۱۹۲۹ کال کې له افغانستان څخه هم ځان تاشکند ته رسوي اوهلته په پوځي پوهنتون کې د استاد دنده غوره کوي. کله چې روسان بخارا نیسې، پرهمدغه وخت کې نثار له ګرجي توکمي بلویشکي مبارز(سرګي اورژنیکتزي) سره ایران ته د بلشویکي فعالیتو د پراختیا اوله ایراني انګریزي ضد مبارزینوسره د مرستې په خاطرځي. هلته له روس پلوي مبارز میرزا کوچک خان جنګلي سره ګوري، مرستې او مشورې ورکوي. کوچک خان یو شوروي ډوله حکومت په ۱۹۲۰ کال د ایران په شمال کې اعلانوي خووروسته د انګریزانو اوایراني حکومت په هلوځلو سره له ماتې سره مخامخ کیږي. دی بیرته مرکزي آسیا ته ځي، په ۱۹۲۴ کال کې په تاشکند کې لومړنی دارالمعلمین جوړیږي او دی د همدغه دارالمعلمین د مشرپه توګه دنده ترسره کوي. څه مودې خدمت وروسته تاجکستان ته ځي او له ۱۹۲۶ م څخه تر۱۹۳۲ م د تاجکستان د پوهني د وزیر په توګه کارکوي. په لسګونو ښوونځي او مدرسې د تاجک ځوانانوله پاره پرانیزي، آن چې د هغو له پاره د ریاضي اونورومضمونو کتابونه هم په خپله لیکي. همدا ده چې نن د دوشنبي ښارپه زړه کې هلته چې د پوهنې وزارت ماڼۍ دنګه ولاړه ده، ټوله جاده د نثارمحمدخان واټ یا جادې په نامه سره یادیږي. نثارمحمد خان د تاجکستان د نوي تعلیمي سسټم پیلونکي اوموسس بلل کیږي. ده د هغه مهال مشرانو لکه عیني او شاه تیمور سره هڅه کوله چې د تاجک آواز په نامه خپرونه هم راوباسي. له دغو دووهڅو (مطبوعاتو اوپوهنې) څخه د نثارمحمدخان هدف د تاجک ولس هویت اوفرهنګ ژغورل وو. دا هغه لویه فرهنګي ډالۍ اوقرباني وه چې د هغو په ساتلواو ژغورلو باندې روسان په مرکزي آسیا کې خوشاله نه وو.
نثارمحمدخان په ۱۹۳۲ کال کې مسکو ته ځي اوهلته د ختیز پیژندنې اکادیمۍ کې د اردو او پښتو ژبو په تدریس بوخت کیږي. دغې دندې ته تر ۱۹۳۷ کال پورې دوام ورکوي چې په شوروي کې د سټالین دوره وه. نثارمحمدخان، د غلطو راپورونو له مخې چې ګواکۍ دی د شوروي په اسلامي برخو کې د یووالي اوژوندي کیدوهڅې کوي، بندې کیږي. هم دغه کال په اکتوبرکې د سټالین سړي وژونکو له خوا د تاجکستان اوازبکستان د یو شمیر نامتواو شعوري کسانوسره یو ځای په بې رحمۍ سره وژل کیږي. مړي یې سوځي اوایرې یې د مسکوپه یوه ډله ییزقبرکې خاوروته سپارل کیږي. له ده سره یوځای د تاجکستان نامتو مشر شاه تیمورهم له سلګونودوی غوندې شعوري مسلمانانوپه شان ووژل شو.
د تاجکي پوهانواوفرهنګیانو په نظر، نثارمحمدخان نه یوازې د یوشخص په توګه د پاملرنې وړ و، بلکه هغه په تاجکستان اومرکزي آسیا کې د یوه بهیراستازيتوب کاوه. هغه بهیرچې د شوروي سوسیالیزم د څپو تر منځ، د مرکزي آسیا د مذهبي، ژبنی اوکلتوري ارزښتونه وساتل شي. ځکه چې دلته تاریخی مرکزونه، بخارا او سمرقند هغه ځایونه ول چې ټولو اسلامی هیوادو ته د درنښت اوفضیلت دروازې ورپرانیستې وې. تاجکي فلمی کره کتونکې صناعت عزیزوا د نثارد فلم په اړه وایي:” په دغه فلم کې نثارمحمد خان د یو بشپړشخصیت، د یوه بشپړدوران اود یوه بشپړ نسل په هنداره باندې بدل شوي دی. هغه نسل چې دوی ځانونه د یوه هیواد تاجکستان له پاره قرباني کړل څودغه هیواد دیوې روښانه راتلونکې خاوند شي اوهلته یوزده کړونی او روڼ اندی نسل وروزل شي.”
نثارمحمدخان سره له دې چې یوسیاسي کس و، خو ډیره توجه اوپاملرنه یې علمي اوفرهنګی اړخ ته وه. ده یو اثر “حکایت ها وافسانه ” مردم تاجک شغنان” په ۱۹۲۳ کال کې په تاشکند کې د انجمن معارف ترکستان له خوا چې دی یې هم غړي و، لیکلي دی. زه باورلرم چې دغه اثر به یوه ورځ زموږ شغناني ځوانان ترلاسه اوخپور به یې کړي. له نثاراحمدخان څخه یو لړنورآثاراودده یادښتونه هم پاتې دي، چې په مسکوکې له لمسیانوسره خوندي دي.
لیکوال : پروفیسورعبدالخالق رشید، د جواهر لال نهرو پوهنتون استاد.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *