ډيره جات


د سليمان غرونو او اباسين ترمنځ پراخه دښته، هندوستان ته د تلونکو کوچیانو لاره وه. هلته د هندوانو د مندرونو شتون ښایی چې دا ځای پخوا شین او اباد و.
په ۱۰ پېړۍ کې د غوریانو او غزنویانو لښکر هم په اباسین له دغه ځای پورې وتلو. د دې لپاره هغوی لوی بېړۍ او یا د کشتیو پلونه جوړول. په ۱۳۹۸م کې د امیر تیمور پوځ په ډېلي د حملې لپاره، له کرمې او بنو په لاره هند ته ورغلو. په ۱۵۰۵م کې مغل بابر هم د خیبر څخه لومری کوهاټ او بیا بنو په لار بیرته غزني ته لاړو.
په ۱۵ پېړۍ کې د سیند دواړو غاړو ته د ۴ بلوڅو په نوم ډيره اسمعيل خان، ډيره غازي خان، ډيره فتح خان او ډیره دریا خان کلي اباد شول. د دې څلورو ډېرو ګډ نوم ” ډیره جات” دی. ځینې خلک دوی پخپلو کې وروڼه ګڼي خو دا یوه تیروتنه ده.
“ډیره” په سرایکي او پښتو کې استوګنځای ته وایی. په ۱۴۶۹ م کې یو بلوڅ ملک سهراب خان د مکران له ساحلي سيمې څخه ملتان ته لاړو او د خلجي باچاهانو والي سلطان حسین سره يې ملازمت پېل کړو. په ملتان د اباسین لویدیځ څخه د حملو مخ نیوي لپاره، حاکم، د “کروړ او “دين خيل” تر منځ علاقه ملک سهراب ته د ساتلو لپاره ورکړه.
په تودو سیمو کې د سيند پرغاړه زمکې خټینې (دلدل) او د میاشو او نورو حشراتو څخه ډک وی. ځکه هلته کرونده سخته وي. د ملک سهراب دوو زامنو اسمعيل خان او فتح خان څه نا څه زمکه کې د کجورو ونې او د دشتو بوټي وکرل او خپل خلک يې په کچه کورونو کې اباد کړل. د تجارتي قافلو د محصول اخیستو کارهم د دوی پر غاړه و نو په لږه موده کې شته من شول. له مکران نور بلوڅان هم ملتان ته ورغلل چې په دوی کې يو سردار “حاجي خان” هم و. ده د خپلو پوځي خدمتونو په بدل کې نه يواځې د ملتان حاکم بلکه په ډېلي کې د خلجي باچا نه د اباسین پر ختیځه غاړه جاګیر واخیستو. هلته خپل زوې غازي خان په نوم يې یوه ډېره آباده کړه. دا یو مهم ځای و ځکه بولان ته د تلو لپاره د “سخي سرور” او “چهچار” درو ته پرې لاره وه.
اخوا په بنو کې خټک، منګل او وزیر پراته وو خو په ۱۶ پېړۍ کې ارمړ او مروت هم هلته ورغلل. د ډېره اسمعیل خان په عیسا خیلو کې د هندوانو د راجپوت قام مسلمان شوي “اعوان” قام اوسیدو. یو وخت په لوی شمیر نیازي هم هلته اباد شول نو اعوان د سیند بلې غاړې ته کډه کیدل.
د حاجي خان اولادونه د سلو کالو نه زياته موده د ډېره غازي خان په حاصل پایدل. تر ۱۷۵۸ م د حاجي خان په کورنۍ کې نارينه پاتې نشول نو د ډېره غازي خان یوه برخه د ده تبر او نوره د افغانستان باچا په لاس کې شوه.
په ۱۸۴۵ م کې سیکانو د حاجي خان د کورنۍ دوو کسانو رحيم يار او محمد يار ته د اباسین ختيځې غاړې کې زمکې ورکړې او دوی پرې ډیره رحيم يارخان اباده کړه. ډيره فتح خان وروسته د ډيره اسمعيل خان برخه شوه او اوس لږ خلک يې په دې نوم پېژني.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *